ادبیاتو او بشري علومو پوهنځی

لغمان پوهنتون

ادبیاتو او بشري علومو پوهنځی

سريزه:

انساني ټولنه د علم او پوهې په برکت د پرمختګ او سوکاله ژوند لوړو مدارجو ته رسیدلی شي. نن سبا مختلف بشري علوم د نړۍ په پوهنتونو کې په دې موخه تدریسیږي چې انسان د خپل محیط له څرنګوالي خبر شي، تر څو له شته فرصتونو او امکاناتو څخه د ځان او خپل همنوعې په ګټه کار واخلي.

 دا چې ادبیات او بشري علوم په یوه جامعه کې دومره اساسي نقش لري، نو د هیواد د ډېرو نورو پوهنتونو په څیر د لغمان پوهنتون په چوکاټ کې هم د علومو دا څانګه له هماغه پیل (۱۳۸۹) کال څخه تاسیس شوې.

د ادبیاتو او بشري علومو دا پوهنځی د هیواد په سطحه د یوه اکاډمیک نهاد په توګه علمي او مسلکي ژورنالستان، مسلکي او علمي کتابداران، محققین او لیکوال روزي او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کوي.

د ادبیاتو او بشري علومو پوهنځی تاريخچه:

لغمان پوهنتون په (  ۱۳۸۹  ) هـ ش کال کې د دو پوهنځيو په درلودلو سره د سيمی د اړتياوو په اساس تاسيس شو. د ادبیاتو او بشري علومو پوهنخي د همدغه دوه لمړنيو پوهنځيو څخه يوه پو هنځي ده ، چې د ژورنالیز ، او علوم کتابدارۍ څانګو په درلودلو سره خپل فعاليت پيل کړ. د پوهنځی د اداری او تدریسی چارو د تنظیم په موخه د پوهنتون محترم رياست مقام د رهبری د لوزوم ديد په اساس پوهنیار سید ضیاءالرحمن بنوري د ريس په توګه ټاکل شوی و، او عبدالهادي رشیدي د ازادی سيالی له لاری د تدریسی مدير په توګه او یو خدماتی کارکونکی په دندو وګمارل شول، چې ۱۳۹۹/۸/۲۸ نيټي څخه محترم پوهنيار سردارولي اسرار د پوهنتون  محترم رياست مقام  په لوزوم ديد او د لوړو زده کړو محترم وزارت په وړانديز او د هيواد د ولسمشر د(۲۲۱۷) ګڼه حکم په اساس د ادبیاتو او بشري علومو پوهنځی د ريس په توګه تقر ترلاسه کړي او د پوهنځی اداری او تدريسی  مسوليت په رسمی توګه  محترم پوهنيار سردارولي اسرار ته وسپارل شو. 

د ادبیاتو او بشري علومو پوهنځی د پراختيا په درشل کي ده چی د  ۱۳۹۲ هـ ش   کال کې د پښتو اوانګلیسي څانګې منظورې شوي، چي په راتلونکی کی به د اړتياوو په نظر کي نيولو سره نوری څانګی هم د پوهنتون محترم ریاست مقام په همغږی د لوړو زده کړو محترم وزارت ته وړانديز شي.

د پورته ذکر شویو څانګو ټولی اداری او تدریسی چاری د سرپرست امرينو له خوا مخته وړل کيدلی، چی خوشبختانه په   ۱۳۹۸/۰۸/۰۲   نيټه د پښتو څانګی لپاره پوهنمل سلیمان صیاد، د انګلیسي څانګي لپاره پوهنيار ملنګ جان مومند او د ژورنالیزم څانګې لپاره پوهنیار عبدالمنان ساپی  د ادبیاتو او بشري علومو پوهنځی د لزوم ديد او د پوهنتون محترم رياست د وړانديز په اساس چی د لوړو زده کړو محترم وزارت د منظوريدو څخه وروسته رسما د پورتنیو څانګو د امرينو په توګه ګمارل شوی او د علوم کتابدرۍ څانګې چارې لا تراوسه د سرپرست امر له خوا مخته وړل کيږي.

په موجوده حالت کې د ادبیاتو او بشري علومو پوهنځی اداری او تدریسی چاری په خپل تعمير کې کوم، چې د Aid for afghan Children  د الماني موسیسي بوديجی په مرسته جوړه شوی پرمخ وړي. د ادبیاتو او بشري علومو پوهنځی په کافی اندازه اداری او تدریسی امکانات په واک کي لری او همدارنګه د محصلينو د عملی کار لپاره په یاد تعمیر کې د راډیو سټوډیو جوړ شوی، د پوهنځی شاه او  خوا کافی اندازه ځنګلی او زينتی بوټی او ونی نهال شوی چې د پوهنځی په سرسبزی کې اغيزمن رول لوبولي.

 

د ادبیاتو او بشري علومو پوهنځي لیدلوري او ماوریت:

ليدلوری (Vision):

ادبياتو او بشري علومو پوهنځی د خپل ليدلوري له مخې په پام کې لري د اسلامي، ملي، علمي او اکاډميکو اصولو پربنسټ په راتلونکو (5 نه تر 10) کلونو په موده کې د باتجربه کادرونو او شته عصري سرچينو او منابعو په مرسته د هيواد د معنوي اړتياوو او غوښتنو سره سم د ليسانس په کچه د نويو څانګو د ايجاد ترڅنګ په بيلا بيلو ژبو، ادبياتو او بشري علومو کې د ماسترۍ په کچه برنامې پيل کړي.

ماموريت (Mission):

د وړ او مسلکي کادرونو او شته امکاناتو په لرلو د داخلي او باندينيو ژبو (پښتو، دري، انګليسي او عربي) په ادبياتو او بشري علومو (ژورناليزم او کتابتون او معلوماتي ساينس) څانګو کې د ليسانس او ماستر په کچه د مسلکي کادرونو روزل ترڅو د ټولنې د اړتيا او غوښتنې سره سم د هيواد په پرمختګ او آبادۍ کې به خپل علمي او معنوي مسوليت او رسالت ترسره کړي.

د ادبیاتو او بشري علومو پوهنځی تشکيل (Organizational Structure)

د ادبياتو او بشري علومو پوهنځی د تاسیس او فعاليت څخه تراوسه د مسلک په اساس په بيلابيلو څانګو کې کادرونه په بيلا بيلو تحصیلی درجو ګمارل شوی، چې د ضرورت په اساس د استاذانو د تحصیلی درجی د لوړاوی په موخه د هیواد دننه او بهر هيوادونو ته د ماستری او دوکتورا برنامو ته معرفی شوی، چې ځينو په بريالی توګه خپلی برنامی په خپل وخت پای ته رسولی او ځوان نسل د خدمت لپاره خپل مقدسی دندی ته راګرځيدلی.

په لاندينی چارټ کې د ادبیاتو او بشري علومو پوهنځی تشکيلات ښودل شوي.

 په لاندينی جدول کې د بيلابيلو څانګو استاذان د هغوي د موجوده تحصیل درجه او علمی رتبی په اساس ښودل شوي.

(1) شميره جدول د ادبیاتو او بشري علومو پوهنځی د استاذانو احصايه

څانګه

شميره

نوم

تحصیل درجه

تقرر نيټه

علمی رتبه

موجوده حالت

بست

دنده

ملاحظات

ژورنالیزم

1

عبدالمنان ساپی

ماستر

13 /  9 / 1391

پوهنيار

حاضر

3

د دیپارتمنت امر

 

2

یحیی یعقوبي

ماستر

7 /  3 / 1391

پوهنيار

حاضر

4

استاذ

 

3

نوراحمد نبیل

ماستر

25 /  6 / 1393

پوهنيار

حاضر

4

استاذ

 

پښتو

1

شاه محود کډوال

ماستر

 

پوهندو

حاضر

4

استاذ

 

2

سلیمان صیاد

ماستر

11 /  7 / 1391

پوهنمل

حاضر

3

ديپارتمنت امر

 

3

عوض خان دولت زی

ماستر

3 /  2 / 1392

پوهنمل

حاضر

4

استاذ

 

4

جاوید حمیدي

ماستر

7 /  3 / 1392

پوهنیار

حاضر

4

استاذ

 

5

اورنګزیب اسحق زی

ماستر

6 /  12 / 1392

پوهنمل

حاضر

2

معاون محصلان

 

6

عمران الله خنجر

ماستر

10 /  5 / 1394

پوهنيار

حاضر

4

استاذ

 

انګلیسي

1

سردارولی اسرار

ماستر

30 /  7 / 1391

پوهنمل

حاضر

2

پوهنځی ريس

 

2

سمسور سهاک

ماستر

25 /  3 / 1392

پوهنیار

حاضر

4

استاذ

 

3

عبدالبصیر صافی

ماستر

18 /  8 / 1392

پوهنيار

حاضر

4

استاذ

 

4

محمد اسماعیل ستانکزی

ماستر

25 /  3 / 1392

پوهنيار

حاضر

4

استاذ

 

5

هدایت الله باور

ماستر

22 /  12 / 1391

پوهنیار

حاضر

4

استاذ

 

6

عبدالخالق صاحبزاده

ماستر

20 /  5 / 1393

پوهنیار

حاضر

4

استاذ

 

7

حمزه عاطف نګار

ماستر

27 /  2 / 1394

پوهنیار

حاضر

4

استاذ

 

8

ملنګ مومند

ماستر

 

پوهنیار

حاضر

3

د دیپارتمنت امر

 

علوم کتابدارۍ

1

سید ضیاءالرحمن بنوری

ماستر

1390/11/18

پوهنمل

حاضر

4

استاذ

 

2

عماد الدین شهاب

لیسانس

17 /  1 / 1396

پوهیالی

حاضر

3

د دیپارتمنت سرپرست امر

 

3

مایل نعیمي

لیسانس

 

نامزد پوهنیار

حاضر

4

استاذ

 

د فرعي څانګو استاذان

1

محمد ظریف صفري

ماستر

23 /  8 / 1391

پوهنيار

حاضر

4

استاذ

 

2

ارسلاح عادل

ماستر

9 /  9 / 1392

پوهنیار

حاضر

4

استاذ

 

3

عبدالهدا رفعت

ماستر

29 /  3 / 1392

پوهنیار

حاضر

4

استاذ

 

 

(2) شميره جدول د ادبیاتو او بشري علومو پوهنځی اداری او خدماتی کارکوونکي کارمندان جدول

شميره

نوم

بست

د بست عنوان

تحصيل درجه

ملاحظات

1

عبدالهادي رشیدي

4

تدریسی عمومی مديریت

ليسانس

 

2

محمد الدین

8

محافظ

نالوست

 

3

شمشاد

8

شب باش

12 پاس

 

 

د ادبیاتو او بشري علومو پوهنځی محصلين او تدریسی نصاب

د ادبیاتو او بشري علومو پوهنځی د تاسیس څخه تراوسه پوری په منظور شوی څانګو کې شپږ دوری په مسلک پوه فارغان ټولنی ته د خدمت لپاره وړاندی کړي. په لاندینی جدول کې  دبيلابيلو دورو فارغان ښودل شوي.

 

(3) شميره جدول د ادبیاتو او بشري علومو پوهنځی څخه د فارغ شویو محصلينو احصايه

شميره

څانګه

ژورنالیزم

علوم کتابداری

پښتو

انګلیسي

مجموعه

 

ذکور

اناث

ذکور

اناث

ذکور

اناث

ذکور

اناث

ذکور

اناث

1

لمړي دوره 1394

25

0

17

0

0

0

0

0

42

0

2

دوهمه دوره 1395

47

0

30

0

0

0

0

0

77

0

3

دريمه دوره 1396

56

0

0

0

38

8

32

2

126

10

4

څلورمه دوره 1397

111

0

0

0

83

5

50

0

245

5

5

پنځمه دوره 1398

91

0

0

0

64

3

39

0

194

3

6

شپږم دوره 1399

92

1

18

0

88

0

75

0

173

1

مجموعه

6

422

1

65

0

273

16

196

2

857

19

                         

(4) شميره جدول د ادبیاتو او بشري علومو پوهنځی د ۱۳۹۸-۱۳۹۹ تحصيلی کال د لمړی سمستر د بيلابيلو څانګو د محصلينو احصايه.

شميره

څانګه

اول صنف

دوهم صنف

دریم صنف

څلورم صنف

مجموعه

مجموعه کل

ذکور

اناث

ذکور

اناث

ذکور

اناث

ذکور

اناث

ذکور

اناث

1

ژورنالیزم

53

11

72

0

69

0

82

1

276

12

288

2

پښتو

57

24

63

11

62

15

59

5

231

55

286

3

انګلیسي

59

19

60

2

67

2

72

0

258

23

281

4

علوم کتابدارۍ

49

1

50

0

48

0

41

0

161

1

162

مجموعه

4

218

55

245

13

246

17

254

6

926

91

1017

د ادبیاتو او بشري علومو  پوهنځی تدريسی نصاب د ټولني اړتيا او کار بازار په نظر کې نيولو په اساس د لوړو زده کړو محترم وزارت د نصاب د پراختيا محترم رياست په مرسته جوړ شوی او د تطبيق وړ ده، په لاندينی جدول کې د ادبیاتو او بشري علومو  پوهنځی د څلور ګونو څانګو جوړ شوی نصب ښودل شوي.

نصاب (کریکولم)

ادبیاتو او بشري علومو پوهنځی د محصلينو د علمی او مسلکی کچې د لوړتيا په خاطر د عملی تدریس په موخه راډیو سټوډیو لری او د نورو اړوندو اداروسره هوکړه ليکونه لری، چې د ضرورت په وخت کې د لغمان پوهنتون محترم رياست په مرسته اړوندو ادارو ته د عملی کړنو د ترسره کولو په موخه استول کيږي.