Dean of Engineering Faculty

د پوهنځي د رئيس پيغام

لغمان پوهنتون انجنيري پوهنځی په ۱۳۹۳ ه ش کال کې د ټولنې اړتياو ته په کتو په ياد پوهنتون کې  تأسيس شوې چی تر دې مهاله يي (۴۰۰) تنه ځوان انجنيران په مسلکي زده کړو او وطني مينې سمبال ټولنې ته د چوپړ لپاره وړاندې کړي. د ياد پوهنځي ټوله اداره د پوهنځي په څير ځوانه او په نوې ټکنالوژۍ او تخصصي لوړو زده کړو سمبال دي چې د زده کړيالانو په روزنه کې رغنده مثبت رول لوبوي. انجنيري پوهنځی دا مهال يوازې د سېول څانګه لري چې د ۷ تنه استادانو له خوا يې درسي بهير پرمخ وړل کېږی. د لغمان پوهنتون ستراتيژيک پلان پر بنياد به په نږدې راتلونکې کې د اوبو د سرچينو او چاپېريال انجنيری څانګه په ياد پوهنځي کې رامينځ ته شي چې پر مټ به يې د ګران هېواد د اوبو د سرچينو مديريت او چاپيريالي ستونزو د حل لپاره په کار پوه او تخصصی بشري سرچينې توليد کړي.

د انجنيري پوهنځی اداره ژمنه ده چې د ياد پوهنځي زده کړيالانو ته د زده کړو غوره چاپېريال او سربېره پر تيوريکي  زده کړو د عملي زده کړو لپاره فرصتونه رامنځ ته کړي، چې نوموړو موخو ته د رسېدو لپاره يي د کتابتون د غني کولو او انجنيري پرمختللي لابراتواري وسايلو د رانيولو لپاره يې کوټلي ګامونه اخيستي او په نږدې راتلونکي کې به په ياد پوهنځي کې زده کړيالان د پرمختللي لابراتوار او کتابتون درلودونکي وي. همدارنګه د پوهنځي ادارې د يو شمېر دولتي او خصوصي ادارو سره تواميتونه امضأ کړي چې پر مټ يې زده کړيالان د اړونده ادارو د شته امکاناتو څخه د خپل ظرفيت لوړونې پر موخه ګټه اخيستلی شي.

د انجنينري پوهنځي اداره هڅه کوي چې د ټاکل شوي ليد لوري پر بنأ د نوښتونو يو فعال مرکز واوسي او تر څنګ يې خپله ټوله پاملرنه  درسي چارو، د ژوند په اوږدو کې زده کړو، مسلکيتوب، څېړنو، فرصتونو رامنځ ته کولو، او د هېواد دننه او نړيوالو ټولنو سره اړيکو لرلو ته ځانګړې کړي.په عمومي ډول زمونږ ماموريت د انجنيري په برخه کې معياري تدريس، څېړنو او زده کړو لپاره د سيستماتيکو تګلارو رامنځ ته کول دي، چې پرمټ به يې  داسې انجنيران وروزل شي چې سربېره پر تخنيکي پوهې ټول هغه مهارتونه چې په نوې نړۍ کې د يو بريالي او مسلکي انجنير لپاره اړين دي له ځانه سره ولري.