About Agriculture Faculty

کرنی پوهنځی تاريخچه

لغمان پوهنتون په (  ۱۳۸۹  ) هـ ش کال کې د دو پوهنځيو په درلودلو سره د سيمی د اړتياوو په اساس تاسيس شو. د کرني پوهنخي د همدغه دوه لمړنيو پوهنځيو څخه يوه پو هنځي ده ، چې دکرنيز اقتصاد او توسعه ، او ځنګلونو او چاپيريال ساتني څانګو په درلودلو سره خپل فعاليت پيل کړ. د پوهنځی د اداری او تدریسی چارو د تنظیم په موخه د پوهنتون محترم رياست مقام د رهبری دلوزوم ديد په اساس نامزد پوهيالی ايازخان ناصری د سرپرست ريس په توګه او روح الله الهام الکوزی د ازادی سيالی له لاری د تدریسی مدير په توګه او دوه خدماتی کارکونکی په دندو وګمارل شول، کله چي محترم استاد د ماستری د زده کړی لپاره دوست هيواد هندوستان ته معرفی شو پرځای یی نامزد پوهنيار عبدالولکیل بارکزی د سرپرست په توګه و ګمارل شو، نوموړی استاد هم له لږ ځنډ څخه وروسته د دوکتورا زده کړی لپاره هندوستان هيواد ته معرفی شو، د استاد د معرفی څخه وروسته پوهنيار نجيب الله فیاض ته د پوهنځی چاری وسپارل شوی چي د پوهنځی د سرپرست ريس په توګه یی د پوهنخی له ټولو اداری او تدریسی امورات څخه مدیریت ترسره کوه نوپه همدی لړی کې هم محترم استاد د دوکتورا برنامی لپاره ايران هيواد ته معرفی شو، چې ۱۳۹۸/۴/۱۰ نيټي څخه محترم پوهنيار محمد باهر بزرګ زاده د پوهنتون  محترم رياست مقام  په لوزوم ديد او د لوړو زده کړو محترم وزارت په وړانديز او د هيواد د ولسمشر د(۹۰۵) ګڼه حکم په اساس د کرنی پوهنځی د ريس په توګه تقر ترلاسه کړي او د پوهنځی اداری او تدريسی  مسوليت په رسمی توګه  محترم پوهنيار محمد باهر بزرګ زاده ته وسپارل شو. 

د کرنی پوهنځی د پراختيا په درشل کي ده چی د  ۱۳۹۲ هـ ش   کال کې د باغداری څانګه ، نباتاتو ساتنی څانګه او اګرانومی څانګه منظور شوه، چي په راتلونکی کی به د اړتياوو په نظر کي نيولو سره نوری څانګی هم د پوهنتون محترم ریاست مقام په همغږی د لوړو زده کړو محترم وزارت ته وړانديز شي.

د پورته ذکر شو څانګو ټولی اداری او تدریسی چاری د سرپرست امرينو له خوا مخته وړل کيدلی، چی خوشبختانه په   ۱۳۹۸/۰۸/۰۲   نيټه د باغداری څانګی لپاره پوهنيار ساجدالله صافی  او د کرنیز اقتصاد او ترويج څانګي لپاره پوهنيار اسرارالله يوسفزی د کرنی پوهنځی د لزوم ديد او د پوهنتون محترم رياست د وړانديز په اساس چی د لوړو زده کړو محترم وزارت د منظوريدو څخه وروسته رسما د پورتنیو څانګو د امرينو په توګه ګمارل شوی او د دریو نورو څانګو دندی لا تراوسه د سرپرست امرينو له خوا مخته وړل کيږي.

په موجوده حالت کې د کرني پوهنځی اداری او تدریسی چاری په خپل تعمير کې کوم، چې د لوړو زده کړو محترم وزارت د پراختيايي بوديجی په مرسته جوړه شوی پرمخ وړي. د کرنی پوهنځی په کافی اندازه اداری او تدریسی امکانات په واک کي لری او همدارنګه د محصلينو د عملی کار لپاره په مناسب اندازه ځمکه د پوهنتون د ماستر پلان مطابق ورکړشوی، په تحقيقاتی فارم کې شنه خونه فعاله شوی او د بيلابيلو ميو يو باغ جوړ شوي او همدارنګه د پوهنځی شاه او  خوا کافی اندازه ځنګلی او زينتی بوټی او ونی نهال شوی چې د پوهنځی په سرسبزی کې اغيزمن رول لوبولي.

د کرنې پوهنځي لرليد(vision)

کرنې پوهنځی به په راتلوونکي کې د اسلامي، ملي اواکاډميکو اصولو پربنسټ د علمي کادرونو او شته منابعو په مرسته د هيواد د اړتياوو او غوښتنو سره سم د کرنې سکتور د پراختيا لپاره د ليسانس په کچه مسلکي بشري ځواک روزي او د څيړنيزو پروګرامونو د تطبیق لپاره اغيزمن چاپيريال رامنځته کوي.

 

د کرنې پوهنځي ماموريت (Mission)

کرنې پوهنځی د يو اکاډميک او څيړنيز بنسټ په توګه د ماستر او دوکتور استادانو او پرمختللي وسایلو په مرسته د کرنيز اقتصاد او توسعه، هارټيکلچر، ځنګلاتو او چاپيريال ساتنې، اګرانومي، نباتاتو ساتنې او مالدارۍ په برخه کې مسلکي کادرونه روزي او څيړنيز پروګرامونه تر سره کوي.

موخې

  • اسلامی او ملی ارزښتونو ته ژمن په مسلک پوهه کادرونه د ټولنی د خدمت لپاره روزول.
  • د ټولنی د اړتيا او کار بازار په نظر کې نيولو سره تدريسی نصاب تطبيق.
  • د کرنيزو او او حيوانې محصولاتو د کميت او کيفيت د اصلاح په موخه څيړنيز پروګرامونو ترسره او پايلی يي د ګټه اخيستونکو سره شريکول.
  • په بيلابيلو څانګو کې د څيړنيزو او توليدی فارمونو جوړول.
  • د تيوری او عملی زده کړو لپاره په عصری او تکنالوژیکی وسايلو سمبال او تدريسی چاپیريال را منځته کول.
  • د کرنيزی پراختيا په موخه سيمه یز، ملی او نړيوالو برنامو کې ګډون.

کرني پوهنځی تشکيل

د کرنی پوهنځی د تاسیس او فعاليت څخه تراوسه د مسلک په اساس په بيلابيلو څانګو کې کادرونه په بيلا بيلو تحصیلی درجو ګمارل شوی، چې د ضرورت په اساس د استاذانو د تحصیلی درجی د لوړاوی په موخه دننه د هيواد او بهر هيوادونو ته د ماستری او دوکتورا برنامو ته معرفی شوی، چې ځينو په بريالی توګه خپلی برنامی په خپل وخت پای ته رسولی او ځوان نسل د خدمت لپاره خپل مقدسی دندی ته راګرځيدلی او ځينی نور په خپلو تحصلی پروګرامونو کې بوخت دی چي ان شاء الله دوي به هم په خپل ټاکلی وخت بيرته په بريالی توګه خپل هيواد ته ستانه شي.  په لاندينی چارټ کې د کرنې پوهنځی تشکيلات ښودل شوي.

 

 

په لاندينی جدول کې د بيلابيلو څانګو استاذان د هغوي د موجوده تحصیل درجه او علمی رتبی په اساس ښودل شوي.

(1)

شميره جدول د کرنی پوهنځی د استاذانو احصايه:

 

څانګه

شميره

نوم

تحصیل درجه

تقرر نيټه

علمی رتبه

موجوده حالت

بست

دنده

ملاحظات

کرنيز اقتصاد او توسعه

1

ایازخان (ناصری)

ماستر

1390/11/01

پوهنيار

بورس دوکتورا

4

استاذ

 

2

ضياء الرحمن (راسخ)

ليسانس

1390/11/01

پوهنيار

بورس ماستری

4

استاذ

 

3

محمد باهر( بزرګ زارده)

ماستر

1391/03/24

پوهنيار

حاضر

2

پوهنځی ريس

 

4

شکرالله (شعبان)

ماستر

1391/11/01

پوهنيار

حاضر

4

استاذ

 

5

اسرالله (یوسفزی)

ماستر

1391/11/01

پوهنيار

حاضر

3

ديپارتمنت امر

 

ځنګلونو او چاپيريال ساتنی څانګه

1

سيد عبيدالله (سیدي)

ليسانس

1391/10/04

پوهيالی

بورس ماستری

4

استاذ

 

2

رضوان الله (عظيمي)

ليسانس

1391/10/26

پوهيالی

بورس ماستری

4

استاذ

 

3

رفيع الله (وزيری)

ليسانس

1396/02/30

پوهيالی

حاضر

4

استاذ

 

4

عبدلصميم (نیازی)

ليسانس

 

نامزد پوهنيار

بورس ماستری

4

استاذ

 

5

ممتاز احمد (يوسفزوي)

ماستر

 

پوهنيار

حاضر

4

ديپارتمنت سرپرست  امر

 

باغداری

1

حفيظ الله (نيازی)

ليسانس

1390/08/04

پوهنمل

حاضر

4

استاذ

 

2

شاهدالله ( هاتم نيازی)

ليسانس

1392/06/08

پوهيالی

بورس ماستری

4

استاذ

 

3

اجمل (امينی)

ماستر

1396/01/07

پوهنيار

حاضر

4

استاذ

 

4

ساجدالله (صافی)

ماستر

1392/09/24

پوهنيار

حاضر

3

ديپارتمنت امر

 

نباتاتو ساتنه

1

محمد اکرام (عزيزی)

ماستر

1392/03/28

پوهنيار

حاضر

4

استاذ

 

2

پامير (مومند)

ماستر

1392/03/31

پوهنيار

حاضر

4

استاذ

 

3

عبدالوکيل (بارکزی)

ماستر

1394/05/31

پوهنيار

بورس دوکتورا

4

استاذ

 

4

نقيب الله (همدرد)

ماستر

 

پوهنيار

بورس دوکتورا

4

استاذ

 

اګرانومی

1

جمال (تنها)

ماستر

1392/03/18

پوهنيار

حاضر

4

استاذ

 

2

سميع الله (صافی)

ليسانس

1392/03/28

پوهيالی

بورس ماستری

4

استاذ

 

3

عبيدالرحمن(زاهد)

ليسانس

1393/03/08

پوهيالی

بورس ماستری

4

استاذ

 

4

نجيب الله

ماستر

1394/05/31

پوهنيار

بورس دوکتورا

4

استاذ

 

 

(2) شميره جدول د کرني پوهنځی اداری او خدماتی کارکوونکي کارمندان جدول:

 

شميره

نوم

بست

د بست عنوان

تحصيل درجه

ملاحظات

1

روح الله (الهام الکوزی)

4

تدریسی عمومی مديریت

ليسانس

 

2

افضل خان

8

محافظ

نالوست

 

3

امان الله

8

شب باش

نالوست

 

 

 

 

د کرني پوهنځی محصلين او تدریسی نصاب

د کرنی پوهنځی د تاسیس څخه تراوسه پوری په منظور شوی څانګو کې پنځه دوری په مسلک پوه فارغان ټولنی ته د خدمت لپاره وړاندی کړي. په لاندینی جدول کې  دبيلابيلو دورو فارغان ښودل شوي.

(3) شميره جدول د کرنی پوهنځی څخه د فارغ شویو محصلينو احصايه

شميره

څانګه

کرنيز اقتصاد او توسعه

 

ځنګلات او څاپيريال ساتنه

هارټيکچر

 

اګرانومي

نباتاتو ساتنه

مجموعه کل

ذکور

اناث

ذکور

اناث

ذکور

اناث

ذکور

اناث

ذکور

اناث

1

لمړي دوره 1394

33

0

38

0

0

0

0

0

0

0

71

2

دوهمه دوره 1395

42

0

35

0

37

0

0

0

0

0

114

3

دريمه دوره 1396

37

0

32

0

34

1

0

0

0

0

104

4

څلورمه دوره 1397

66

0

47

0

83

0

0

0

0

0

196

5

پنځمه دوره 1398

57

0

56

0

54

0

0

0

0

0

167

6

شپږم دوره 1399

99

0

95

0

94

0

0

0

0

0

288

مجموعه

6

334

0

304

0

302

1

0

0

0

0

940

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

(4) شميره جدول د کرنی پوهنځی د ۱۳۹۸-۱۳۹۹ تحصيلی کال د لمړی سمستر د بيلابيلو څانګو د محصلينو احصايه.

شميره

څانګه

اول صنف

دوهم صنف

دریم صنف

څلورم صنف

مجموعه

مجموعه کل

ذکور

اناث

ذکور

اناث

ذکور

اناث

ذکور

اناث

ذکور

اناث

1

کرنيز اقتصاد او توسعه

27

2

36

0

23

0

34

0

120

2

122

2

ځنګلات او څاپيريال ساتنه

24

1

41

1

28

0

28

0

121

2

123

3

هارټيکچر

26

0

46

1

41

0

40

0

153

1

154

4

اګرانومي

30

0

35

0

26

0

26

0

117

0

117

5

نباتاتو ساتنه

27

4

29

0

26

0

26

0

108

4

112

مجموعه

5

134

7

187

2

144

0

154

0

619

9

628