Engineering Faculty Overview

پيژندنه

د اوسني وخت د ضرورتونو سره سم د لومړي ځل لپاره په لغمان پوهنتون کې دانجنيري پوهنځی په 1393 هـ ش کې تأسيس شو چې يواځې سېول انجنيري څانګه لري. د ياد پوهنځي ټول 8 تنه کادري غړي د ماسترۍ ترکچې لوړې زده کړې لري چې د پيل څخه تر ننه پورې خپلو محصلينو ته د نظري زده کړو سربېره د عملي  زده کړو فرصتونه هم برابر کړي چې تر دې دمه يې 297 ځوان، ژمن، په هيوادنۍ مينې او عصري ټکنالوژۍ سمبال انجنيران  خپلې ټولنې ته د چوپړ په موخه وړاندې شوي چې دهيواد په دولتي او خصوصي سکتورونو کې په دندو بوخت دي چې يو شمېر يې په ځينو بهرنيو هيوادونو کې د لوړو زده کړو په درشل کې دي.

استادان:

د انجنيري پوهنځي  تدريسي چارې په لومړيو کې د دوه تنه رسمي استادانو لخوا پرمخ وړل کېدې، چې تر اووه کلن مزل وروسته يې دا مهال د کادري غړو شمېر ۸ تنو ته رسېدلی. په انجنيري پوهنځي کې ۷ تنه کادري غړي د مسلکي مضامينو او 1 تن کادري غړی د اسلامي ثقافت د تدريس چارې پرمخ وړي. د ياد پوهنځي يو شمېر استادانو په بهرنيو هيوادونو لکه جاپان، روسيه، هندوستان، سريلانکا، او پاکستان کې او يو شمېر يې د هيواد دننه خپلې لوړې زده کړې سرته رسولې دي. د يادونې وړ ده چې اوسمهال دوه تنه کادري غړي خپلې د دکتورا زده کړې په چين او پاکستان هيوادونو کې پرمخ وړي. د لغمان پوهنتون د انجنيري پوهنځي ټول کادري غړي د وخت د غوښتنو سره سم په عصري تکنالوژۍ سمبال او د نړۍ د نويو پرمختګونو څخه باخبر دي. د ياد پوهنځي استادان ځوانان، انرژي لرونکي او خپلې سپېڅلې دندې ته پوره ژمن دي.

محصلين:

دلغمان پوهنتون انجنيري پوهنځي په دريو دورو کې ټول ټال 297 انجنيران فارغين کړي چې دا مهال په څلورو ټولګيو کې 312 تنه نارينه او 16 تنه ښځينه محصلين لري.

 

کريکلوم:

دلغمان پوهنتون انجنيري پوهنځي سېول څانګې په لومړيو کې د ننګرهار پوهنتون او وروسته بيا د کابل پوهنتون د سېول څانګې کريکولم پلی کاوه، چې په 1399 کال کې په راغلو جديد شمولو محصلينو باندې د هيواد د پوهنتونونو د تحصيلي نصاب دبيا کتنې او پراختيا د ملي برنامې له لوري ترتيب شوی توحيدي نصاب پلی کيږي. په نوي کريکولم کې مضامين د وخت، بازار، او ښکيلو خواوو د غوښتونو او اړتياوو په پام کې نيولو سره ترتيب شوی دی. د يادونې وړ ده چې د انجنيري پوهنځی له پيل څخه په تدريسی چارو کې د کرېدېت سيستم د نړيوالو معيارونو سره سم پلی کيږي.

 

فزيکي جوړښت:

دلغمان پوهنتون انجنيري پوهنځی اوس مهال يوه درې پوړيزه ودانۍ لري چې په نوموړی ودانۍ کې درسي خونې، اداري خونې،غونډو تالار،  لابراتوار، کتابتون، او کمپيوتر لب دنوی غوښتونو او اړتياوو په پام کې نيولو سره جوړ شوي.

کړنې:

دلغمان پوهنتون انجنيري پوهنځی خپلې ټولې چارې د لوړو زده کړو وزارت له لوري د ورکړل شوو لايحو ته په کتو سرته رسوي.

کمېټې:

د لغمان پوهنتون انجنيري پوهنځی په چوکاټ کې لاندې کمېټې فعاليت لري:

  1. تضمين کيفيت کمېټه
  2. څېړنې کمېټه
  3. پلان جوړونې کمېټه
  4. کريکولم کمېټه
  5. فرهنګي کمېټه
  6. چاپيريال ساتنې کمېټه
  7. نظم و دسيپلين کمېټه
  8. د بريښنايي زده کړو کمېټه