Engineering Faculty strategic plan

  1. سريزه:

که د ټولنې په اقتصادي ، ټولنيز ، کلتوري ، ساينسي او تخنيکي برخو کې تجربه لرونکي او مسلکي اشخاص ولرو نو په دې سره به د يو لوړ اقتصاد لرونکي هيواد شاهد واوسو.  دا چې  د يو هيواد زياته سرمايه په زيربنايي پروژو باندې  په مصرف رسيږي،  نولازمه ده چې د نوموړو پروژو د تنظيم او مديريت له پاره په اړونده برخه کې ځوان، پرانرژي او په عصري ټيکنالوژۍ سمبال انجنيران ولرو، نو په همدې اساس د لغمان پوهنتون رهبرۍ د پوهنتون د ستراتيژيک پلان له مخې په ۱۳۹۳ هـ ش کال کې د لوړو زده کړو د محترم وزارت تر منظورۍ وروسته په ياد کانون کې د  انجنيري پوهنځی  تاسيس کړه  چې لرونکی د يو ديپارتمنت ( سيول انجنيري) وه . په کال ۱۳۹۳ هـ ش کې ياد پوهنځي ته د کانکور آزموينې له لارې (155)  محصلين  معرفي شول  او هم دوه تنه د علمي کادر غړي  هر يو انجنير محمد خالد ناصري او انجنير سيد مصطفی هدايت د ازاد رقابت له لارې د ياد پوهنځي داستادانو په صفت  معرفي شول. د پيل د نېټي څخه تر نن پورې ياد پوهنځي خپلو محصلينو ته د نظري درس ترڅنګ د عملي  زده کړو فرصتونه هم برابر کړي چې پر اساس يې  الحمدلله تر ننه پورې ياد پوهنځي په سلګونوځوان، ژمن، په هيوادنۍ مينې او عصري ټکنالوجۍ سمبال انجنيران  خپلې جګړې ځپلې ټولنې ته د خدمت له پاره وړاندې کړي کوم چې دهيواد په دولتي او غيرې دولتي ادارو کې د خپلو هيوادوالو د خدمت په چوپړ کې دي او يو تعداد بيا په انګلستان، هندوستان، ماليزيا، پاکستان او نورو هيوادونو کې د ماسترۍ د زده کړو په درشل کې دي.

د يادونې وړ ده چې د ياد پوهنځي  درسي بهير د تاسيس سره سم د دوه تنو رسمي استادانو، قراردادي استادانو او د تعليم تربيې پوهنځي د استادانو لخوا پر مخ وړل کيده چې اوس مهال  د پوهنځي د رسمي استادانو شمير 7 تنو ته او اداري پرسونل  3 تنو ته رسيږي.  د پوهنځي  ټول کادري غړي د ماسترۍ تر کچې زده کړې لري خوشبختانه  بايد وويل شي چې يو تن استاد د دکتورا بورس ترلاسه کړی چې اوس مهال په چين هيواد کې خپل د دکتورا زده کړو ته ادامه ورکوي . په اداري پرسونل کې يو تنه د تدريسي مدير په حيت، يو تن خدماتي کارکوونکی او يو د محافظ په صفت په دندو بوخت دي.

د دې لپاره چې د يو پوهنځي علمي او اکاډميک فعاليتونه په منظم او سيستماتيک شکل پر مخ ولاړ شي ضرور ده چې نوموړی پوهنځی د يو روښانه او پرمحتوا استراتيژيک پلان در لودونکی وي. نو د دې لپاره چې  دانجنيري پوهنځي ټول علمي او اکاډميک فعاليتونه په ښه شکل ترسره شي د انجنيري پوهنځي ادارې وپتېيله  تر څو د راتلونکي پنځو اکاډميک کالونو لپاره يو داسې استراتيژيک پلان ترتيب کړي په کوم کې چې د پوهنځي ضروريونه او اهداف  ځای پرځای شوي وي.

لغمان پوهنتون انجنيري پوهنځي ته جديدالشمول محصلين هر کال د کانکور له لارې معرفي کيږي چې تر فراغت وروسته  په مختلفو  دولتي او غيردولتي ادارو کې د انجنير په صفت په دندوګمارل کيږي او خپل هيواد ته د خدمت سبب ګرځي نو ځکه ياد پوهنځي تل هڅه کړې تر څو خپلو محصلينو ته سربيره له نظري زده کړو د عملي زده کړو محيط هم برابر کړي تر څو خپل ګران هيواد ته مسلکي، په عصري ټکنالوجۍ  او هيوادنۍ مينې سمبال ځوان انجنيران  د خدمت لپاره وړاندې کړي . فعلاّ نوموړی پوهنځی يوازې دسيول څانګه لري خو په نيژدو راتلونکی کې به د اوبو د منابعو او چاپيريال انجنيرۍ څانګه هم په فعاليت پيل وکړي .

داچې د لغمان پوهنتون په تشکيل کې انجنيري پوهنځی يو نوی تاسيس شوی پوهنځی دی نو تردې مهاله يې کوم استراتيژيک پلان نه درلوده خو خوشبختانه اوس مهال يې وکولای شوچې د چارو د سمون په خاطر يو منظم پلان د مارکيټ د غوښتنو پر اساس ترتيب او په راتلونکی پنځه کلونو کې خپل ټول امورات د نوموړي پلان له مخې پرمخ يوسي څو پوهنځی په علمي او اکاډميک ډګر کې ښې لاسته راوړنې ولري.

  1. ليد لوری:

انجنيري پوهنځی هڅه کوي ترڅو د انجنيري  فعاليتونو په برخه کې د نوښتونو يو فعال مرکز واوسي او تر څنګه يې خپله ټوله پاملرنه  درسې چارو، د ژوند په اوږدو کې زده کړو، مسلکيتوب، څيړنو، فرصتونو رامنځ ته کولو او د هيواد د ننه او د باندې  نړيوالو ټولنو سره اړيکو لرلو ته ځانکړې کړي.

  1. ماموريت:

په عمومي ډول زمونږ ماموريت د انجنيري په برخه کې معياري تدريس، څيړنو او عملي زده کړو لپاره د سيستماتيکو تګلارو رامنځ ته کول  دي ، چې پر مټ  به يې داسې انجنيران وروزل شي  تر څو سربيره پر تخنيکي پوهې ټول هغه مهارتونه چې په نوي عصر کې د يو بريالي او مسلکي انجنير لپاره اړين دي ، له ځانه سره ولري.

4 . د پوهنځي موخې او اهداف

  د انجنير پوهنځی د لغمان پوهنتون په وړانديز د لوړو زده کړو وزارت په منظورۍ په ۱۳۹۳ هـ ش کال د پوهنتون په چوکاټ کې تاسيس شو ،د پيل څخه تر دا مهال يوازې  د سيول انجنيري څانګه لري خو په راتلونکو پنځه کلونو کې د ستراتیژیک پلان سره سم د  دريو نورو څانګو د ايجاد کلک هوډ لري. د انجنيري پوهنځی لاندی دری مرامونه لري.

 

  1. دمسلکي او تخنيکي خلکو روزنه کوم چې په راتلونکي کې د هيواد زيربنايي پروژې ښه مديريت او ډيزاين کړي
  2. د هيواد د لويو زيربنايي پروژو طرحه او ډيزاين د عصري تکنالوژۍ په کارولو سره
  3. د زيربنايي چارو په مختلفو برخو کي د پوهی ،تحقيق او نوي تکنالوژي د تقويت لپاره د نړیوالو مرستو  را جزبول

 

5. د پوهنځي د پنځه کلن استراتيژيک پلان اهداف:

د انجنيري پوهنځي د استراتيژيک پلان هدف د مارکيټ د غوښتنو په نظر کې نيولو سره د متخصصو او مسلکي استادانو  په مرسته  د محصلينو فارغيدل دي ، چې د دې لپاره خپلې طرحې او پلان په لاندې ډول ترتيبوي.

    1. په علمي او اکاډميک برخه کې:

د انجنيري پوهنځی په پام کې لري تر څو په راتلونکو پنځو کلونو کې لاندې علمي او اکاډميک فعاليتونه تر سره کړي.

  1. د څانګو تاسيسول

د انجنيري پوهنخی چې اوس مهال يوازې  د سيول څانګه لري، لازم ګڼي ترڅو د ټولنې ضرورتونو ته په کتوو لاندې څانګې  د انجنيري پوهنځي په چوکاټ کې ايجاد کړي تر څو خپلې ټولنې ته مسلکي انجنيران او کادرونه وړاندې کړي.

  1. د اوبو د منابعو او چاپيريال انجنيري
  2. د انتقالاتو انجنيري
  3. د برق انجنيري

 

  1. علمي تواميتونو لاسليک

په علمي ډګر کې د تجربو او مهارتونو د شريکولو لپاره د انجنيري پوهنځی لازم ګني تر څو د هيواد د ننه او بهر د نورو انجنيري پوهنځيو، ښارواليو، او نورو اړونده انجنيري ادارو سره د همکاريو تړونونه لاسليک کړي. علمي تواميتونه د ظرفيتونو لوړولو ، تجربو شريکولو او مرستو په جلب کې د پوهنځۍ سره ډېره مرسته کولی شي. د انجنيري پوهنځی په پام کې لري چې په راتلوونکو پنځه کلونو کې له ملي او نړيوالو پوهنتونونو او نورو هغو ادارو سره کوم چې انجنيري خدمتونه وړاندې کوي لکه د ښار جوړونې وزارت، د ټولګټو وزارت، د اوبو د تنظيم ملی اداره، د کليو او پراختيا وزارات يا هم ښاروالۍ ګانو سره علمي تواميتونه لاسليک کړی کوم چې د پوهنځي د کارونو په سمون او پرمختګ کې به د پام وړ همغږي رامنخ ته کړی.  پوهنځی به  په راتلونکو پنځو کلونو کې تواميتونو ا يجادولو لپاره لاندې کړنې ترسره کوي:

  1. د بهرنيو اړيکو او مرستو د جلب په پار پوهنځي شموله کمېټه ايجادول
  2. په ياده کمېټه کې د تجربه لرونکو  او ژمنو کادري غړيو ځای پر ځای کول
  3. يادې کمېټی ته پاليسي جوړول او اړوند ټول امکانات برابرول
  4. د يادې کمېټې کارونو ته  د پوهنتون لخوا پوره پاملرنه او پراختيا ورکول
  5. د يادې کمېټې پر مټ  له سيمه يزو او نړيوالو پوهنتونونو سره د تواميتونولاسليک کول

 

  1. د کريکولم پراختيا

        دا چې نړۍ او ټولنه په دوامداره توګه د بدلون او پرمختګ په حال کې ده، پوهنتونونه او تحصيلي موسسې اړ دي،چې د خپل درسي نصابونه يا کريکولمونه د وخت، بازار او د نوی عصر د غوښتنو او اړتياوو په پام کې نيولو سره د کريکولم د بياکتنې په ترڅ کې د نصاب موضوعاتو کې وخت په وخت نوي او مثبت بدلونونه رامنځته کړي. د انجنيري پوهنځی د خپلو اړوند علمي پروګرامونو د مثبت بدلون او د ښکيلو غاړو (Stakeholders) غوښتنو ته د ځواب ويلو په موخه په راتلونکو پنځو کلونو کې د نصاب د ښه کولو لپاره لاندې کړنې ترسره کوي: 

  1. د پوهنځي په کچه د کريکولم د کمېټی پياوړي کول
  2. د کريکولم کمېټې غړو لپاره د اصلاحاتو په هدف نوی پاليسۍ تهيه کول
  3. د پوهنځی په کچه د علمي کادر غړو لپاره د کريکولم د سمون په موخه د لازمو تريننګونو چمتو کول
  4. د کرېکولم په بياکتنه کې  د مسلکي اشخاصو او کارګمارنې ادارو سره مشورې کول
  5. له اړتيا سره سم د هيواد د نورو  پوهنتونونو سره د کريکولم په بيا سمونه کې ملتيا
  6. له نړيوالو معتبرو پوهنتونونو څخه د نويو چاپ شويو تدريسی کتابونو ترلاسه کول
  7. له ټاکل شوي کريکولم سره سم د درسي موادو تهيه او برابرول
  8. د کريکولم د پلي کېدو څخه د ډاډ په موخه د اړوندو علمي پروګرامونو څخه راپورونه راټولول

               

  1.  د کيفيت تضمين او اعتبار ورکونه

        پوهنتونونه د خپلو ملي او نړيوالو تحصيلي معيارونو په رڼا کې د خپلو خدماتو د ښه باور  ترلاسه کولو په موخه تل هڅه کوي چې په خپلو علمي او څېړنيزو پروګرامونو کې بهتروالی راولي.  نوموړې چارې د ملي او يا هم د نړيوالو اعتبار ورکونکو ادارو لخوا  دبيا کتنې او ارزونې پروسو په بهير کې ارزول کېږي چې په پايله کې يې اړوند پوهنتونونو خدمات د اعتبار مختلفې درجې ترلاسه کوي او د علمي او څېړنيزو چارو د نوي والي او غوره والی سبب ګرځي. د انجنيري پوهنځی په راتلونکو پنځو کلونو کې  د ښه باور او اعتبار تر لاسه کولو لپاره د کيفيت د تضمين او اعتبار ورکولو په برخه کې لاندې کړنې تر سره کوي:

  1. د ملي او بين المللي تضمينونکو ادارو څخه د کيفيت تضمين او اعتبار لاسته راوړل
  2. په ملي او بين المللي کچه د پوهنځي د خدماتو کيفيت او درجې لوړول
  3. د کيفيت د تضمين او لوړولو په موخه د مسلکي کاري ټيم رامنځته کول
  4. په ټولنه کې د پوهنځي د اعتبار زياتولو لپاره د ټولنيزو ستونزو په حل کې فعاله ونډه اخستل
  5. په پوهنځي کې د معياري زده کړو ټولې اسانتياوې برابرول
  6. د نظري زده کړو په څنګ کې عملي زده کړو ته اسانتياوې برابرول
  7. د کيفيت د ښه والي په موخه د نورو پوهنتونونو او تحصيلي موسسو سره همغږې
  8. په زده کړو کې د تدريس نويو ميتودونو څخه ګټه پورته کولو لپاره اسانتياوې برابرول
  9. د پوهنځيد ستراتېژيکو موخو د تحقق لپاره له اړوند څانګو سره همغږي
  10. د روزنيزو پروګرامونو پياوړتيا او عامول
  11. محصيلنو، اداري او علمي کادر غړيو ته کيفيت د ښه والي د معيارونو په هکله عامه پوهاوی ورکول

 

  1.  د ښوونيزو موادو چمتو والی

        نن ورځ د نړۍ پوهنتونونه په دې هڅه کې دي چې د باور ترلاسه کولو لپاره خپلو علمي پروګرامونو د کريکولمونو د سمون وروسته اړونده درسي مواد د نویو ميتودونو په پام کې نيولو سره چمتو کړي، چې د مناسبو ښوونيزو موادو په تدريس سره وکولای شي چې له يوې خوا د وخت شرايط  او بدلونونه په پام کې ونيسي او له بلې خوا د خپلو اړوند ښکېلو خواوو غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي چې پايله به يې د مربوطه پوهنځی د لوړې درجې  او باور تر لاس کول وي.  د انجنيري پوهنځی په راتلونکو پنځه کلونو کې د ښه باور د ترلاسه کولو په موخه د خپلو علمي پروګرامونو د ښوونيزو موادو د چمتو کولو په برخه کې لاندې کړنې تر سره کوي:

  1. د نصاب او  درسي موادو د سمون او ښه والي لپاره د کريکولم  کمېټې چارو ته  پراختيا ورکول
  2. د کرېکولم کمېټې کړنې د نویو مېتودونو سره همغږې کول
  3. په پوهنځی کې د کيرکولم کمېټې چارو ته ځانګړې پاملرنه او پراختيا ورکول
  4. د درسی موادو د پياوړتيا په موخه د علمي کادر غړيو د تاليفاتو چارو ته خاصه توجه کول
  5. د پوهنځۍ د علمي کادر غړو لپاره د هېواد په داخل او له هېواد څخه بهر د روزنيزو پروګرامونو برابرول

 

  1. د برېښنايي زده کړو پروګرامونه

        دا چې په نړيواله کچه پوهنتونونه د حضوري زده کړو تر څنګ د غير حضوري زده کړو پروګرامونه پر مخ وړي او د موجوده امکاناتو پواسطه د خپلو خدمتونو ته پراختيا ورکوي ، دې موخې ته د رسېدو لپاره پوهنتونونه په خپلو خدماتو کې د ټکنالوژۍ ونډه زياته او موثره ګټه ترې پورته کوي. د علمي او څېړنيزو بهيرونو د پياوړتيا او موثريت لپاره پوهنتونونه خپلو اړوند ښکېلو خواوو ته د برېښنايي اسانتياوو په چمتوکولو سره هر اړخيز نوی والی او مثبت بدلون رامنځته کوي. د حضوري علمي پروګرامونو سره په څنګ کې پوهنتونونه اړ دي چې د انلاين کورسونو او ګډو زده کړو لپاره د انلاين سرچينو اسانتياوې رامنځته کړي. د نوموړې چارې د ښه مديريت په موخه د انجنيري پوهنځی هم په راتلونکو پنځو کلونو کې لاندې کړنې ترسره کوي:

  1. د پوهنځي د برېښنايي زده کړو  کمېټې غښتلي کول
  2. د برېښنايي زده کړو په اړه استادانو ته د ورکشاپونو برابرول
  3. په ټولو څانګو کې د برېښنايي زده کړو عامول
  4. د برېښنايي زده کړو د پروګرامونو پلي کول
  5. د برېښنايي زده کړو لپاره د يوې ځانګړې پاليسۍ رامنځته کول
  6. د پوهنځی ټولو محصيلينو ته د برېښنايي زده کړو په هکله معلومات ورکول
  7. استادانو او محصلينو ته د HELMS   په اړه ورکشاپونه او سيمنارونه دايرول.
  8. په HELMS  سيستم کې استادانو او محصلينو ته اکونټونه جوړول او نوموړي سيستم د اپډيټ موادو پواسطه غني ساتل

 

  1.  معلوماتي ټکنالوژۍ ته لاسرسی

        دا چې په نړۍ کې معلوماتي ټکنالوژي د معلوماتو په ترلاسه کولو،  خونديتوب ، د اړيکو په ټينګولو،  ښه مديريت او د روزنيزو پروګرامونو په برخه کې  رغنده رول ترسره کوي، اړينه ده چې پوهنتونونه هم په کافي اندازه خپلې چارې د معلوماتي ټکنالوژۍ پر مت پياوړي کړي.  انجنيري پوهنخی به هم د معلوماتي ټکنالوژۍ څخه د خپلو چارو په انسجام او چټکتيا په موخه  په راتلونکی کې لاندې کړنې ترسره کړي:

  1. د Data Base  سيستم رامنځ ته کول
  2. د اداري، تخنيکي او مديريتي چارو سمون او پراختيا
  3. سوپر وای فای (Wi-Fi) ته پراختيا ورکول
  4. د پوهنخي اړوند ټولی څانګي د معلوماتي ټکنالوژۍ پواسطه نښلول
  5. د پوهنځی رياست او اداري مديريت په شمول ټولو څانګو کې ډېجېټل ټېليفون اسانتياوې رامنځته کول

 

  1. د مسلکي جريدې ايجادول

د انجنيري پوهنځی د دې لپاره چې د انجنيرۍ په ډګر کې د نوو تحقيقاتو او ستندردونو څخه د هيواد انجنيران اګاه وساتي په پام کې لري چې په راتلونکو پنځو کلونو کې د يوې رسمي نشريې لرونکی واوسي.

 

  1.  د جنډر مسايل

        د ټولنيز ژوند د پرمختګ او اړخيزې ودې لپاره نارينه او ښځينه پرته له کوم تبعيض او امتياز څخه په ګډه د اړوندو چارو په ترسره کولو کې فعاله ونډه اخلي. دا چې افغانستان د څو لسيزو داخلي جګړو او ورانيو له کبله په بېلابېلو برخو کې ويجاړ او وروسته پاتې شوی چې له امله يې د ښځو ونډه د سړيو پرتله کمه شوېده. لازمه ده چې ښځې هم د سړيو په څېر په ټولو اداري او مسلکي کړنو کې د امکان تر بريده په فعاله توګه ونډه واخلي، څو د بشري قويې شته تشه ډکه او چارې په معياري شکل ترسره شي او هم ښځې له خپلو حقوقو برخمنې شي. پوهنځی د علمي بنسټ په توګه په پلان کې لري، چې د نارينه وو تر څنګ ښځو ته هم په علمي او اکاډميکو برخو کې ونډه ورکړي، چې پدې برخه کې لاندې کړنې ترسره کوي:

  1. د هر کال د محصلينو په جذب کې د نارينه محصلينو ترڅنګ د ښځينه محصلينو شمېر زياتوالي ته پوره پاملرنه
  2. د لوړو زده کړو ترلاسه کولو په موخه ښځينه محصلينو د تشويق لپاره د عامه پوهاوي پروګرامونو پېلول
  3.  په پوهنځي کې د ښځينه علمي کادر ګمارنې ته د جندر په پام کې نيولو سره ځانګړی پاملرنه
  4. د نظري زده کړو تر څنګ ښځينه محصيلينو ته د عملي زده کړو پراختيا

 

    1. . د استادانو په برخه کې:

دا چې استادان د علمي او اکاډميک ډګر د پرمختګ اساسي برخه ګڼل کيږي نو په همدې اساس د انجنيري پوهنځی په راتلونکی پنځه کلونو کې د استادانو د ظرفيت لوړونې لپاره لاندې طرحې او پلانونه په پام کې لري تر څو په مټ يې د موجوده او نويو استخدامېدونکو استادانو علمي کچه لوړه شي.

  1. تحقيقاتي (څېړنيز) مرکز ايجاد:

په نړيواله کچه څېړنې او د څېړنو په پار پلان جوړونه د پوهنتونونو د ودې او پرمختګ په برخه کې خپل ځانګړی رول لوبوي. هره ټولنه او د ټولنې وګړي د ستونزو حل او پرمختګونو رامنځته کولو په غرض علمي څېړني ترسره کوي. د څېړنو په واسطه هيوادونه په خپلو صادراتو او عوايدو کې زياتوالی راولي، چې په نتيجه کې يې هم ټولنه له ستونزو خلاصېږي او هم له نورې نړۍ سره د سيالۍ جوګه کېږي. بناّ د انجنيري پوهنځی هم په راتلونکو پنځو کلونو کې ژمن دی چې د علمي څېړنو د ترسره کولو او ودې ورکولو لپاره لاندې کړنې ترسره کړي: 

  1. د څيړنيز چارو د ترسره کولو لپاره يو مجهز څيړنيز مرکز د پوهنځي په چوکاټ کې جوړول
  2. د پوهنځی او څانګې په کچه د څېړنو يو موثر ميکانېزم رامنځته کول
  3. د څېړنيزو پروژو د ترسره کولو له پاره د بودېجې سهولتونه برابرول
  4. دنړيوالو پوهنتونونو څخه د څېړنيزو پروګرامونو له پاره  د مرستو جلبول
  5. د لابراتوارونو ايجادول
  6. د څېړنيزو پروژو د لاسته راوړنو خپرول او د اړوند ادارو سره يې شريکول
  7. د خصوصي سکتور دستونزو او اړتياوو حل له پاره د څېړنيزو پروژو طرحه کول
  8. د څېړنې په برخه کې د علمي، اداري پرسونل او محصيلينو روزل
  9. د څېړنيزو پروګرامونو په خاطر د پوهنځی استادان بهرنيو هيوادونو ته استول چې دعلمي، څېړنيزو او له غوره پايلو سره هېواد ته راستانه شي.
  10. د استادانو د شمير او علمی کچی لوړول :

فعلاّ انجيري پوهنځی (7) تنه استادان لري چې يو تن استاد يې د دکتورا په زده کړو بوخت دی او شپږ تنه نور هم د ماسترۍ تر کچه زده کړې لري. دا چې د انجنيري پوهنځی يواځې د سيول څانګه لري او په کې د کريډيت سيستم په کار وړل کيږي نو په راتلونکي کې د نوموړې څانګې دعلمي کادرونو شمېر حد اقل (12) تنو ته لوړشي تر څو د محصلينو او استادانو انډول په نسبي ډول په پام کې ونيول شي. د بستونو د زياتيدو په صورت کې انجنيري پوهنځی لازم ګڼي چې (60) سلنه استادان د دکتورا تحصيلي مقطعې د تکميل لپاره بهر هيوادونو ته واستوي تر څو د استادانو علمي کچه لا نوره لوړه شي او پوهنځی دې ته اماده شي چې په راتلونکي کلونو کې د ماسترۍ برنامې په لار واچوي.

  1. د مجهزو لابراتوارونو ايجادول:

د دې لپاره چې د انجنيري پوهنځی د نوښتونو او تحقيقاتو يو لوی مرکز و اوسي نو په همدې اساس د انجنيري پوهنځی په پام کې لري چې په راتلونکې پنځه کلونو کې ساختماني او هايدروليکي لابراتوارونو ايجاد کړي تر څو پر مټ يې نوي تحقيقات او ابتکارات خپلې ټولنې او نړيوالو ته وړاندې کړي.

  1. د مجهز IT  سنټر ايجادول:

دا چې اوس مهال د مالوماتي تکنالوجۍ سره اشنايي او د هغه استعمال د بشري سرچينو د ظرفيت لوړونې لپاره يو اساسي ضرورت ګڼل کيږي نو په همدې اساس د انجيري پوهنځی غواړي يو مجهز IT  مرکز د پوهنځي د استادانو لپاره ايجاد کړي تر ځو له دې لارې د نورو پوهنتونونو سره په انلاين بڼه وصل شي او خپلې تجربې يو د بل سره شريکې کړي.

  1. د فيلوشپ، کنفرانسونو ، ورکشاپونو او نورو اړونده ښوونيزو او څېړنيزو پروګرامونو لپاره استادانو ته په بهر او داخل کې زمينه مساعدول .
  2. د څيړنيزو فعاليتونو لپاره د بوديجې برابرول.

 

    1. د محصلينو په برخه :

دا چې د ټولو علمي کانونو يو د  اساسي اهدافو څخه  خپلو ټولنو ته د لوړ ظرفيت لرونکو بشري سرچينو وړاندې کول دي نو د لغمان پوهنتون انجنيري پوهنځي هم  له تاسيس څخه تر اوسه پورې درې دورې مسلکي، په عصري ټکنالوجۍ  او هيوادنۍ مينې سمبال ځوان انجنيران  خپلې ټولنې  ته د خدمت لپاره وړاندې کړي او غواړي چې د خپلو محصلينو علمي کچه لا نوره هم غني کړي نو په همدې اساس په راتلونکي کې دلاندې برنامو په کار اچولو سره غواړي چې دخپلو محصلينو ظرفيت لا لوړ وساتي تر څو د مارکېټ غوښتنې لا ښې براورده شوې وي.

  1. د پوهنځي په کچه د مجهز کتابتون جوړول تر څو محصلين وکولای شي چې د کريکولم مطابق هر ماخذ ته لاس رسئ ولري.
  2. د مجهز کمپوټر لب ايجادول چې هد اقل 60 پايه کمپوټرونه ولري تر څو هغه محصلين چې د مضمون محتوا يې په کمپوټر پورې اړه لري، وکولای شي چې نوموړی مضمون په ښه شکل ياد کړي .
  3. محصلينو ته د لېسانس په کچه د ساختماني موادو د ازميښت د لابراتوار ايجادول  تر څو د نظري زده کړو سربيره د عملي زده کړو محيط هم محصلينو ته ايجاد شي.
  4. د نړيوال نورمونو سره سم د يو واحد او معياری نصاب تطبيق کول.
  5. د محصلينو فعاليت او ترسره شويو دندو ارزونه کول.
  6. محصلينو ته د معياري څيړنيزو پروژو ورکول .
  7. په درسي بهير کې  محصلينو ته لا زياته ونډه ورکول.
  8. محصلينو ته د انترنيټ سهولت برابرول
  9. محصلينو ته ښوونيز او څېړنېز ورکشاپونه او سيمنارونه برابرول.
  10. د تدريس د چارو د ښه پر مخ بيولو لپاره د پراجکتورونو  او LCDs تهيه او نصبول.
  11. په ټولګيو کې د HVAC سيستم فعالول.
  12. د اناثو محصلينو تعداد زياتول او هغو ته ځانګړي صنفونو برابرول، او همدارنګه په راتلونکي کې د پوهنځي په تشکيل کې د اناثو استادانو مقررول.
    1. په اداري برخه کې:
  1. د Data base سيستم ايجادول.
  2. د اداري پرسونل لپاره د بستونو د شمېر زياتوالی .
  3. اداري پرسونل ته په اداري ورکشاپونو کې دګډون زمينه برابرول.

 

    1. د فزيکي زيربناوو رغول:

دا چې انجنيري پوهنځی يوه درې پوړيزه ودانۍ لري نو د راتلونکو پنځه کلونو لپاره نوموړې ودانۍ د تدريسي چارو لپاره کفايت کوي خو نوموړی پوهنځی يو سينمايي تالاراو د لابراتورونو لپاره دوو خونو ته اشد ضرورت لري  چې بايد ورته په نيږد راتلونکي کې جوړې شي.

 

6.5  د پوهنځي د بوديجې زياتوالی

        پوهنځی هوډ لري په علمي، اداري او ودانيو  برخه کې پراختيا ومومي چې  په راتلونکي کې د يو عصري پوهنځي په توګه وکولای شي په فوق العاده توګه خپل خدمات وړاندې کړي. اړينه ده چې د لاندې چارو د ترسره کولو لپاره په خپله بوديجه کې په دوامداره توګه زياتوالی رامنځته کړي، چې دې موخې ته د رسېدو په پار لاندې کړنې ترسره کوي:

  1. د فوق لسانس پروګرام ايجاد
  2. د  شپي پوهنځي فعالول
  3. د اړوند ملي او نړيوالو تحقيقاتي موسساتو  سره ګډې څېړنې
  4. د پوهنځی اړوند لابراتوارونو مجهز کول
  5. د پوهنځي د علمي او تحقيقاتي مجلی ايجاد او ورته د نشراتو امکانات برابرول
  6. د لنډې مودې مسلکي روزنيز کورسونه رامنځته کول
  7. د بهرنيو مرستو د جلب لپاره معياري پروپوزلونو ترتيبول
  8. د ساختماني شرکت او مشاورت مرکز ايجادول

 SWOT Analysis .6

Table 01: SWOT Analysis 

قوت  (Strength)

کمزورتيا (Weakness)

  • د ځوانو او انرژي لرونکو استادانو  درلودل.
  • له بهرنيو هيوادونو څخه د راستانه شويو ماستر استادانو لرل
  • په پرتلیزه توګه د فارغ شویو محصلینو په دندو کې د ګمارنی لوړ چانس لرل
  • په ټولنه کې د لازم دریځ او ملاتړ لرل
  • محصلینو ته په دولتی او غيردولتي ادارو کې د انټرشيپ د پروګرامونو شتون
  • د تدريس لپاره د ښه چاپيريال درلودل
  • انټرنټ ته لاس رسی

 

  • د کافي شمير استادانو نشتون
  • د دوکتورا درجې لرونکو استادانو د شمیر کموالی
  • د معياري لابراتوارونو او مسلکی تکنشنانو نشتوالی .
  • د محصلينو لپاره د کمپوټر لب نشتون
  • د مجهز کتابتون نشتون
  • د څيړنيز مرکز نشتون
  • په اداري چارو کې د   data base د سيستم نشتون
  •  د اداري پرسونل کموالی او د کمپیوتر کار نه

شتون.

  • د مالي استقلالیت نه درلودل

 

فرصتونه (Opportunities)

ګواښونه (Threats)

  • د ملی، لوړو زده کړو او ولايتی انکشافی ستراتيژيو شتوالی
  • د سکالر شيپونو او فيلوشبونو د امکاناتو شتون
  • دمهارتونو د لوړولو د پروګرامونو شتون
  • د فارغانو لپاره د کارموندنی امکانات
  • د محصلينو لپاره په دولتی او غير دولتی ادارو کې د انترنشيپ د پروګرامونو شتوالی
  • د کمپیوتر او معلوماتی تکنالوژۍ د پلی کولو لپاره د امکاناتو شتون.
  • په وخت سره د ژمنو او پلانونو نه عملی کيدل
  • د اکاډيميکی خپلواکۍ نه لرل
  • د مالی استقلاليت نشتوالی
  • پيچلی اداری سيستم
  • د محصلینو د شمير ورځ په ورځ زياتيدنه او د امکاناتو کموالی
  • د امنيت نشتوالی
  • د استادانو لپاره د رهايشي استوګنځي نشتوالی

 

  1.  پايله او د دې استراتيژيک پلان پلي کول

دغه استراتيژيک پلان د انجينري پوهنځي  راتلونکې تګلاره او همدارنګه د اکاډميکې برترۍ ترلاسه کولو لپاره د دې پوهنځي  د منسوبينو او استادانو تعهدات ټاکي. د دې پلان په برياليتوب سره پلي کول همغږي فعاليتونه، همکاري او د ستراتېژيکو اهدافو لاسته راوړلو لپاره متمرکزه کړنو ته اړتيا لري. د استراتيژيک پلان د تطبيق څخه د څارنې ځانګړې کمېټه به په دوامداره ډول د پلان تطبيق، تکرار او اغېزمن پلي کېدنې پروسې څخه څارنه کوي.

نوموړی استراتيژيک پلان به د پوهنځي د ټولو منسوبينو په مرسته په راتلونکي کې د پلان د اهدافو د ترلاسه کولو لپاره په ښه شکل د پوهنځي په ټولو اموراتو کې بايد پلی شي.

د اړونده شاخصونو او اهدافو په نظر کې نيولو سره به د دې ستراتيژيک پلان د پلې کېدو د چارو څخه نظارت ترسره شي. د ستراتيژيک پلان د پلې کېدو د نظارت له لارې به په ستراتيژيک پلان تمرکز وساتلی شي.

پوهنيار سيد مصطفی هدايت

د انجينري پوهنځي ريس