اهداف،موخې او ارزښتونه
د ستراتيژيک پروګرامونو د تطبيق لپاره موخې د يوې اداري د لرليد، ماموريت او ارزښتونو ته په کتو ټاکل کېږي. لغمان پوهنتون هم د يو علمي او څېړنيز بنسټ په توګه د ټولنې دپراختيا او هوسايني په موخه څېړنيز پروګرامونو پلي کوي او بشري ځواک روزې کوم چې د علم او پراختيا اساسي عامل ګڼل کېږي، همدې اساسي رسالت ته په کتو د ټاکل شوي لرليد ، ماموريت او ارزښتونو په رڼا کې ستراتيژيک پروګرامونه جوړ کړي او د ستراتيژيک پروګرامونو د تطبيق لپاره لانديني پنځه کلن موخي ټاکلي.
- د کادري بستونو پراختيا، ګمارنه او ظرفيت لوړول
- د تحصيلي نصاب بيا کتنه او پراختيا
- د نويو پوهنځيو او څانګو رامنځته کول
- لوړو زده کړو ته پراخه لاسرسي
- د کريډيټ سيستم پياوړتيا او پلي کول
- د ښوونيزو موادو چمتو والي
- د برېښنايې زده کړو پروګرامونه
- معلوماتي ټکنالوژۍ ته لاسرسي
- د محصيلينو له پاره د خدماتو رامنځته کول
- د کيفيت تضمين او اعتباراخېستنه
- څېړنيز پروګرامونه
- د رهبرۍ پروګرامونه
- مالي، اداري او اکاډميک خپلو واکۍ
- د فساد پر وړاندې مبارزه
- اداري بېروکراسي له منځه وړل
- د منابعو تنظيم او مناسبه کارونه
- د څارنې او ارزونې پياوړي کول
- د تواميتونو پراختيا
- د مرستو جلبول
- د جنډر مسايل
- د عايداتي سرچينو رامنځته کول او پراختيا
- عامه پوهاوي
- د مسلک اړوند عمده مسايلو کې برخه اخېستنه
- فرهنګي چارې او ورزشي لوبې
لغمان پوهنتون د خپلو ليد لوري او رسالت د ترسره کولو په موخه د راتلونکي پنځه کلونو له پاره څلور عمده او اساسي پروګرامونو تر لاس لاندې نيولي، چې دغه څلورو پروګرامونه د ټاکل شويو موخو په ترسره کولوکې لاندې ارزښتونو ته ژمن دي:
- اسلامي او ملي ارزښتونو ته ژمنتيا
- نوښت
- کيفيت
- جديت او څارنه
- مسوليت مننونکي
- دوه اړخيزه احترام
- تخصص او مسلکي توب
- د ټيم په بڼه کارکول
- روڼتيا او حساب ورکونه
- عدالت
- خدماتو ته په مساوي اندازه لاسرسي
- پايښت لرونکې پراختيا