د اقتصاد پوهنځي لرلید،رسالت او تاریخچه:
لید لوری (Vision)
اقتصاد پوهنځی به په راتلونکي پینځه کلونو کې د مسلکي بشري ځواک، موجوده امکاناتو، د تائيد شوي معاصر تحصیلي نصاب په تطبیق او علمي او څېړنیزو برنامو په مرسته د هېواد او سيمې په کچه په اسلامي او ملي روحیه سمبال یو معیاري پوهنځی اوسي.
ماموریت (Mission)
اقتصاد پوهنځی به د خپل مسلکي بشري ځواک، معاصره تحصیلي نصاب، علمي او څېړنیزو برنامو او د شته وسایلو په مؤثره استفادې سره هېواد ته په اسلامي او ملي روحیه سمبال په کارپوه علمي کادرونه په کاروبار، اداره، مالی او بانکي چارو کې د خدمت په موخه وړاندې کړي.
اقتصاد يوهنځي
اقتصاد پوهنځي په ۱۳۹۸ ه ش کال کې د لغمان پوهنتون په چوکاټ کې تأسیس شو. د پوهنځي اداري او تدریسي چارو د تنظیم په موخه د پوهنتون ریاست محترم مقام د رهبري د لزوم دید په اساس پوهنمل شاه محمود افغان د رئیس په توګه وړاندیز او د وخت نظام یې د ټاکلو شفقت وکړ، ورسته عبدالناصر قاسمي د ازادې سیالۍ له لارې د اجرائیه مدیر په توګه او یو خدماتي کارکوونکی په دنده وګمارل شول، (۱۴۰۲/۳/۴) نېټې څخه محترم پوهنیار ویس الهادي اوریاخیل د پوهنتون ریاست محترم مقام د لزوم دید او د لوړو زده کړو محترم وزارت په وړاندیز د ریاست الوزرا د (۳۸۹۳) ګڼه حکم په اساس د اقتصاد پوهنځي رئیس په توګه تقرر ترلاسه کړ او د پوهنځي تدریسي او اداري مسؤلیت یې په غاړه واخیست، همدارنګه په (۱۴۰۴/۶/۲۲) ه ش کال کې د ازادې سیالۍ له لارې ښاغلی عبدالناصر قاسمي د یاد پوهنځي تدریسي مدیریت ته ارتقا وکړه او په (۱۴۰۳/۱۰/۱۷) ه ش نېټه ښاغلی عبادالرحمن صافی داقتصاد پوهنځي د اجرائیه مدیر په توګه تقرر ترلاسه کړ.
د اقتصاد پوهنځي دوه څانګې لري (اداره تجارت، مالي او بانکي)، د اداره تجارت څانګې امر پوهنمل احسان الله حضرتي او د مالي او بانکي څانګې امر پوهنیار اسدالله احمدزی دی، تردې دمه اقتصاد پوهنځې دوه دورې فارغان ورکړي دي. د اداره تجارت څانګې (۱۴۰۳) ه ش کال کې ۲۶تنه او په ۱۴۰۴ ه ش کال کې ۵۲ تنه محصلین فارغ کړي دي، د مالي او بانکي څانګې په (۱۴۰۳) ه ش کال کې ۳۴ تنه او په (۱۴۰۴) ه ش کال کې ۲۷ تنه فارغ کړي چې په مجموع کې ۱۳۹ تنه محصلین کېږي ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي دي.
اقتصاد پوهنځي خپل اداري او تدریسي چارې د یو لړ اداري او تدریسي امکاناتو په واک کې لرلو سره د پوهنتون د لزوم دید په اساس د انجنیري پوهنځي په تعمير کې پرمخ وړي. د یادونې وړ ده چې د یاد پوهنځي محصلین د عملي کار او پرکتیک دورې په موخه اړونده سکتوري ریاستونو ته ورپېژتدل کېږي ترڅو خپل عملي کار بشپړ کړي او د عملي دورې بشپړېدو په صورت کې هر محصل ته یاده اداره د عملي کار تصدیق هم ورکوي. همدارنګه په یاد پوهنځي کې دوه پایې (LCD) او دوه پراجکتورونه، د پوهنځي شا او خوا په کافي اندازه شنه ساحه د محصلینو په زده کړو کې اغیزمن رول لوبوي.