د شرعیاتو پوهنځی رئیس پیغام:
د لغمان پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د رئیس پېغام!
لغمان پوهنتون چې د هېواد په سطحه یوځوان پوهنتون دی او د ایجاد څخه راپدې خوا يې یوازې څوارلس کاله تېریږي،چې په کیفي او کمي لحاظ کال په کال وده کوي او له نېکه مرغه دغه پوهنتون په ډېر لږ وخت کې د هېواد د نورو یو شمیر پوهنتونونو په شمول د تضمین کیفیت دغوره مرکز ایوارډ ترلاسه کړی دی،نو غوره یې ګڼو،چې د دغه علمي مرکز د لاښه والي،پایښت او ټاکلو اهدافو ته د رسېدو په خاطر ټولې منابع(بشري او مالي) په اغیزمنه او ګټوره توګه په یو سیستماتیک چوکاټ کې وکارول شي.
یاد هدف ته د رسېدو په موخه د پوهنځي مشرتابه وپتیله،چې د لوزو زده کړو وزارت د غوښتنې او هدایت سره سم د پوهنتون د اړتیاوو په پام کې نیولو سره لازم پلانونه ولرو،ترڅو موږ وکولای شو ټولنې ته په اسلامي او ملي فکر سمبال،په کار پوه،وطن پالوونکي او زړه سوانده کادرونه چې وکولای شي د ټولنې دیني،فکري،اخلاقي، اقتصادي او ټولنیز کاروان په خوځښت او منزل ته رسولو کې اړینه ونډه واخلي، وړاندې کړو.
والسلام
د شرعیاتو پوهنځي رئیس
شیخ زاهدالله(حقاني)