د کیمیا څانګې په هکله:

د کیمیا څانګې لیدلوری

کیمیا څانګه هڅه کوي چې د یو با اعتماده او معیاري علمي بنسټ په توګه، د کیمیا په ډګر کې په ملي او نړیواله کچه د لوړ کیفیت څیړنې او تدریس زمینه برابره کړي. دغه څانګه غواړي چې د اسلامي او ملي ارزښتونو په رڼا کې، مسلکي، نوښتګر او متخصص علمي کادرونه وروزي، څو د علمي پرمختګ، صنعتي پراختیا او ټولنیزې هوساینې لپاره د هیواد ښوونیز، څیړنیز او اقتصادي نظام ته باکیفیته خدمتونه وړاندې کړي.

د کیمیا څانګې ماموریت

د کیمیا څانګه ژمنه کوي چې د اسلامي او ملي ارزښتونو په مراعاتولو، د معاصرو علمي کړنلارو، نوښتګر تدریس، څیړنیزو فعالیتونو او شته امکاناتو په کارولو سره، مسلکي نوښتګر او متعهد علمي کادرونه وروزي. دا کادرونه به وکولی شي د کیمیا په مختلفو برخو کې د ټولنې علمي، ښوونیز او صنعتي اړتیاوو ته ځواب ووایي او د هیواد په دوامداره پرمختګ کې فعاله ونډه واخلي.

د کیمیا څانګې تاریخچه:

د لوړو زده کړو وزارت د هېواد د ملي ګټو او اړتیاوو د پوره کولو په موخه، د ۱۳۹۶ لمریز کال (۲۰۱۷ میلادي) په ترڅ کې د لغمان پوهنتون د کیمیا څانګه تأسیس کړه او فعالیت یې پیل کړ. د یادونې وړ ده چې د ښوونې او روزنې پوهنځی د ۱۳۹۲ هـ ش څخه تر ۱۳۹۶ هـ ش پورې د کیمیا او بیولوژي ګډه څانګه درلوده. خوشبختانه، په ۱۳۹۶ هـ ش کال د لوړو زده کړو وزارت پرېکړه وکړه چې یاده څانګه له کلاسیک سیستم څخه کردېټ سیستم ته واړوي. دا مهال په دې څانګه کې څلور ټولګي فعال دي، چې ټولټال ۱۵۰ تنه محصلین پکې خپلو زده کړو ته دوام ورکوي.