ځنګل پوهنې او طبیعي سرچینو څانګې په هکله:
د ځنګلپوهنې او طبيعي سرچينو څانګې تاریخچه
د ځنګلپوهنې او طبيعي سرچينو څانگی تاریخچه دکرنې پوهنځی د لغمان پوهنتون تأسیس سره سم په ۱۳۸۹ ل کال کی ایجاد شوی چی د دځنګلپوهنې او طبيعي سرچينو دیپارتمنټ په همدی کال ورسره مل و . چی د لوړو زده کړو د محترم وزارت په لزوم ديد او حکم سره نوموړي ديپارتمنت کی دوه تنه مسلکي استادان استخدام شول چی اوس مهال پدی څانگه کی پنځه تنه مسلکی استادان لری چی يو یی په بهرني هیواد کې د ماستری په زده کړو بوخت دی او پاتی څلور تنه یی په فعاله توګه خپل علمی او مسلکی پروګرامونه ترسره کوي . په نوموړی څانګه کی. تر دی مهاله یی لس دوری فارغان ټولنی ته د خدمت په منظور وړاندی کړی دي. چی اوس مهال دپوهنتون د اداری په مرسته او کوښښ سره زياتره ستونزی هواری شوي دي او د دیپارتمنټ کارونه په منظم ډول پر مخ روان دی
تشکيلاتي چارټ
لرليد
د ځنګلپوهنې او طبيعي سرچينو څانګه د علمي کادرونو د روزلو له لارې د افغانستان بيا جوړونه، انکشاف، دځنګلاتو کرنه او روزنه او نورو طبعې منابعو څخه معقوله او دوامداره استفاده او دهغوې په ساتنه کې پراخه برخه واخلي.
ماموریت
د ځنګلپوهنې او طبيعي سرچينو څانګه د مسلکي او تخصصي کادرونو د روزلو له لارې د هيواد له طبعې منابعو څخه معقوله ګټه اخيستنه او د هغوی ساتنه لکه ځنګلونو، څړځايونه، وحشي ژوند او د ځنګلي محصولاتو زياتوالې او همدارنګه د ځنګلونو او څړځايونو درست مديريت د دښتو له پراخوالي څخه مخنيوی او د طبعيت دنظام تعادل ساتل تر څو انساني ټولنه له چاپيريالي ستونزو څخه په امن او په خپلو پښو ولاړ اقتصاد ولري.
اهداف
- ټولنی ته دعلمی اواکاډمیک کادرونو وړاندی کول چه د نوښتگر ، حوصله ناک مسلکی اورهبری قابلیت لرونکی وی .
- دنوی تکنالوژی او دځنگلداری دعلمی اساساتو پربنا دهیواد دخنګلونو حفاظت و پراختیا ورکول
- دهیواد دښارونو دښکلا اومختلفو ککړتیاوو دمخنیوی په موخه دعلمي کادرونو روزل .
- دنړی او هیواد دایکالوژیکی اهمیت لرونکوسیمو پیژندنه اوپه علمی ډول دهغوی ساتنه .
- دافغانستان دطبیعي منابعو پیژندنه اودهغوی سالم مدیریت
- د دښتو دپراختیا دمخنیوی په منظور دموثره تکنالوژی رامنخته کول .
- دچاپیریال ساتنی نړیواله هڅونه نړیوالی گرمیدنی اوطبیعی خطرونو دکمښت سره دمحصلینو آشنایی.
- دنوموړی دیپارتمنت محصلین مکلف دی چه د د یپارتمنت دخانګړو اوعمومی کورسونو ترڅنګ خینی نوراساسی کرنیز اوپوهنتونی کورسونه دپوهنځی اړونده نورو دیپارتمنتونوکی تعقیب کړی ترڅو د لوړې علمي درجی (لیسانس)اخیستلو وړ وګرځی.