:د تعلیم الاسلام کتاب علمي سیالۍ

lu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۳۰ - ۸:۳۱
تعلیم الاسلام سیالۍ

خبرتیا
په لغمان پوهنتون کې د محصلینو علمي او دیني پانګې زیاتوالي په موخه د محصلانو چارو معاونیت له لوري دتعلیم الاسلامکتاب علمي سیالۍ ترسره کیږي، یاده سیالۍ کې به لومړي، دویم او دریم مقام ګټونکو ته لپټاپ کمپیوټرونه او تر لسم نمبر پورې بیا نورې ډالۍ په پام کې نیول شوي.
یاده علمي سیالۍ له پاره ثبت نام د هرې پوهنځۍ تدریسي مدیریتونو کې په وړیا ډول ترسره کیږي.
د نوم لیکنې پیل او پای نیټه: ١٤٠٣/١/٢٨ تر ١٤٠٣/٢/٦ ه ش.
د ازموینې ځای او وخت: لغمان پوهنتون ادبیاتو او بشري علومو پوهنځي پارک، ١٤٠٣/٢/١٦ یکشنبې ورځ ماسپښین ١:٣٠ یوه نیمه بجه.
١٤٤٥/١٠/٨
سرچینه: د عامه پوهاوي او نشراتو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۹:۲۱
Background image

د لوړو زده کړو محترم وزیر د لغمان پوهنتون ۶ پوهنځيو ۶۲۲ محصلینو فراغتغونډه کې ګډون او وینا وکړه

په یاده غونډه کې د لغمان والي، د علماوو شورا رئيس، د جهادي مدرسې مهتمم، د ولایتي ادارې ریسانو، د لغمان پوهنتون رهبري پلاوي، استادانو، فارغو شویو محصلینو او د هغوی د کورنۍ غړو ګډون کړی و. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۹:۱۹
Background image

په ازموینو کې اضطراب او د هغې د له منځه وړلو لارو چارو تر سرلیک لاندې سمینار وړاندې شو.

چهارشنبه د ثور ۲۳مه چې د ١٤٤٧ ه ق کال د ذي القعده الحرام ٢٦مې نېټې سره سمون درلود، د لغمان پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي فزیک څانګې امر له خوا د څلور ګونو څانګو ټولو ټولګیو محصلینو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۲:۶
Background image

د لغمان پوهنتون ژورنالېزم څانګې محصلانو د عملي زده کړو او مسلکي تجربو د پیاوړتیا په موخه علمي سفر ترسره کړ.

دغه علمي سفر چې د لغمان پوهنتون ادبیاتو او بشري علومو پوهنځي د ژورنالېزم څانګې له لوري د پوهنیار استاد یحیی یعقوبي په مشرۍ ترسره شو، پکې د یادې څانګې د څلورم ټولګي محصلانو ګډون کړی و. د. . .

خبرونو ته لاړشئ