د ریاضي څانګې په هکله:
د رياضي څانګې لرليد:
رياضي څانګه د يوه با اعتماده او معياري علمي برنامې په حيث هڅه کوي، چې د رياضي په ډګر کې په ملي او نړيواله کچه د لوړ کيفيت څېړنې ترسره او د تدريس د پرمختللې ميتودولوژۍ په مټ د اسلامي او ملي ارزښتونو په رڼا کې مسلکي، نوښتګر او متخصص علمي کادرونه تربيه کړي؛ ترڅو د علمي پرمختګ او ټولنيزې هوساينې په موخه يې د هېواد ښوونيز نظام ته د رياضي په برخه کې وړاندې کړي.
د رياضي څانګې ماموريت:
د اسلامي او ملي ارزښتونو په نظر کې نيولو سره رياضي څانګه ژمنه ده، چې د شته امکاناتو څخه په کار اخيستنې سره د لوړ کيفيت لرونکو زده کړو، نوښتګر تدريس او د معاصرو علمي کړنلارو له لارې د رياضي په برخه کې مسلکي نوښتګر ښوونکي او متخصص علمي کادرونه په خپله غېږه کې وروزي؛ ترڅو په مسلکي توګه د ټولنې علمي او ښوونيزې اړتياوې وپېژنې او د هېواد په پايداره ښوونيز پرمختګ کې فعاله ونډه ولري.