د نباتاتو ساتنې څانګې په هکله:
تاريخچه
د نباتاتو ساتنې څانګه د کرنې پوهنځي د مهمو څانګو له جملې څخه ده. چې په ۱۳۹۷هـ ش کال کې د لغمان پوهنتون د کرنې پوهنځي په چوکاټ کې منظور شوې او په همدې کال د کانکور امتحان له لاري ورته محصلین معرفي شوي دي . اوس مهال په کې څلور استادان شتون لري چې دوه تنه استادان يې تر دوکتورا کچې پورې زده کړې لري، يو تن دوکتورا په زده کړو بوخت دي، يو د ماسترۍ په زده کړو بوخت او يو لیسانس استاد لري دا چې کرنې پوهنځی د درسي او اداري خونو لپاره تعمير لري نو د نباتاتو ساتنې څانګې درسي خونې هم په همدې تعمير کې دي. ترواسه پورې درې دورې فارغين لري چې ټولني ته د حدمت په منظور وړاندې شوي دي په ۱۳۹۶ هـ ش کال لوړو زده کړو وزارت د لزوم ديد په اساس د کرنې پوهنځی درسي سیستم د کلاسيک څخه کريديدت ته تبديل شو نو ياده څانګه کې هم د کريديت سیستم تطبيق شو.
د څانګې تشکيلاتي چارټ
د نباتاتو ساتنې څانګې لیدلوری (Vision):
د علمي او څیړنیزو پروګرامونو له لارې د نباتي ناروغیو دقیق تشخیص او مؤثر مخنیوي، ترڅو کرنیز محصولات تر ممکن حده د آفتونو او ناروغیو له زیان څخه خوندي پاتې شي او کرنیز سکتور ته پایداره وده ورکړل شي.
د نباتاتو ساتنې څانګې ماموریت (Mission):
د لسانس او ماسټر په کچه د محصلینو علمي او مسلکي روزل، ترڅو وکولی شي هغه ناروغۍ او آفتونه تشخیص کړي کوم چې بزګر ته زیان رسوي، همدارنګه د یادو ستونزو د اغېزمن تنظیم او مخنیوی له لارې د حاصل زیان راکم او تولیدات لوړ کړي