د ازموینې ملي ادارې مشر محترم دوکتور شیخ عبدالباقي حقاني د دیني مدارسو فارغانو د خامسه او مافوق الثانویه علمي سویې تثبیت ازموینې څخه لیدنه او څارنه وکړه.

د ازموینې ملي ادارې مشر محترم دوکتور شیخ عبدالباقي ح.ق.ا.ني د دیني مدارسو فارغانو د خامسه او مافوق الثانویه علمي سویې تثبیت ازموینې څخه لیدنه او څارنه وکړه.
د یادې لیدنې په ترڅ کې د ازموینې ملي ادارې مشر چې د لغمان پوهنتون د علمي، محصلانو او مالي او اداري چارو مرستیالانو یې ملتیا کوله د خامسه او مافوق الثانویه علمي سویې تثبیت ازموینې ګډونوالو ته په ازموینه کې د شفافیت ډاډ ورکړ او د ازموینې څخه خوښي څرګندولو ترڅنک ممتحنه هیئت ته یې لازمې لارښونې او سپارښتنې وکړې.
د دیني مدارسو هغه فارغان، چې د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معینیت له لارې یې یادې ازموینې ته نوملیکنه کړې وه، نن چهارشنبه (کب ۸مه) ی) د دغو داوطلبانو ازموینه په (لغمان، کابل، بامیان، لوګر، پکتیا، کندز، بلخ، غزني، کندهار، هلمند، هرات، ننګرهار او نورستان) ولایتونو کې واخیستل شي.