!د شبانه پوهنځیو او ۱۴ پاسانو اختصاصي کانکور ته د نوم لیکنې خبرتیا

lu_admin
Sat, Apr 08 2023 12:24 PM
خبرتیا

!د شبانه پوهنځیو او ۱۴ پاسانو اختصاصي کانکور ته د نوم لیکنې خبرتیا

لغمان پوهنتون ته د نوي تحصيلي کال د شبانه پوهنځیو او ۱۴ پاسانو اختصاصي کانکور له پاره د نوم لیکنې فورمې را رسیدلی دي، هغوی چې په یاد کانکور کې د ګډون اراده لري کولی شي له (۱۴۴۴/۹/۱۷هـ ق) نېټې د یکشنبې ورځې څخه د لغمان پوهنتون د محصلانو چارو عمومي مدیریت ته مراجعه وکړي او فورمې ترلاسه کړي. د فورمې ترلاسه کولو له پاره د تذکرې اصل، یو قطعه عکس او د شخص شتون اړین دي.

په درنښت

Latest news

Thu, May 14 2026 9:19 AM
Background image

په ازموینو کې اضطراب او د هغې د له منځه وړلو لارو چارو تر سرلیک لاندې سمینار وړاندې شو.

چهارشنبه د ثور ۲۳مه چې د ١٤٤٧ ه ق کال د ذي القعده الحرام ٢٦مې نېټې سره سمون درلود، د لغمان پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي فزیک څانګې امر له خوا د څلور ګونو څانګو ټولو ټولګیو محصلینو. . .

Tue, May 12 2026 12:06 PM
Background image

د لغمان پوهنتون ژورنالېزم څانګې محصلانو د عملي زده کړو او مسلکي تجربو د پیاوړتیا په موخه علمي سفر ترسره کړ.

دغه علمي سفر چې د لغمان پوهنتون ادبیاتو او بشري علومو پوهنځي د ژورنالېزم څانګې له لوري د پوهنیار استاد یحیی یعقوبي په مشرۍ ترسره شو، پکې د یادې څانګې د څلورم ټولګي محصلانو ګډون کړی و. د. . .

Sun, Aug 31 2025 10:33 AM
Background image

لغمان پوهنتون دویم ظرفیت ته نوملیکنه جریان لری

دویم ظرفیت ته نوملیکنه!
د ۱۴۰۴ کال عمومي کانکور، دیني مدارسو، شپې پوهنځیو او اقوام او قبایل ازموینو ګډونوال کولی شي په خپلو اړوندو څانګو کې د امارتي پوهنتونونو او طبي علومو انسټیټوټونو. . .

BACK TO NEWS