!د ګاک محترمې موسسې لغمان پوهنتون سره د کمپیوترونو مرسته وکړه

lu_admin
Tue, Mar 08 2022 11:08 AM
GAAC

د (GAAC) (Germen Aid for Afghan Children) محترمې مؤسسې له خوا د لغمان پوهنتون کمپیوټر لب سره د (25) پایو ډیسکټاپ(Desktop) کمپیوټرونو مرسته وشوه!

یاده مرسته نن په ۱۴۰۰/۱۲/۱۶ هـ ش نيټه د یادې مؤسسې محترم رئیس ښاغلي ډاکټر قیس صدیقي او ورسره ملګري محترم استاذ جلال رحیمي په لاسونو د پوهنتون محترم رئیس ښاغلي پوهنیار محب الله هدایت، د ا.ا.ا له خوا د لوړو زده کړو د فوق العاده استازي په نماینده ګۍ د پوهنتون مالي او اداري مرستیال محترم صفي الله سنګروال، د علمي چارو محترم مرستیال پوهنیار میرویس صدیقمل، د پوهنځیو محترمو رئیسانو او محترمو استاذانو، د پوهنتون د IT عمومي مدیر محترم عبدالرحیم خطیبي په حضور کې رسماً پوهنتون ته وسپارل شوه.

د یادونې وړه ده، چې ذکر شوې مؤسسې تر دې پخوا هم لغمان پوهنتون سره په ساختماني او تدریسي برخو کې د پام وړ مرستې کړي دي، د پوهنتون مشرتابه یې د دوامدارو مرستو څخه خپله منندویي څرګنده کړه او د هیواد په تحصیلي برخه کې یې د یادې مؤسسې همکاري د ستاینې وړ وګڼله.

په درنښت

د پوهنتون اداره

Latest news

Tue, Mar 11 2025 9:31 AM
Background image

لغمان پوهنتون کې د پوهنځیو، شاوخوا پارکونو، سرکونو، پیاده رونو او ګلدانونو د صفاکارۍ په پار حشر ترسره شو!

لغمان پوهنتون کې د اداري او خدماتي کارمندانو او محصلینو له لوري د چاپېریال ساتنې په موخه د صفايي یو ورځنی حشر ترسره شو، یاد حشر د مالي او اداري  چارو مرستیال ښاغلی مو.لوي صاحب سیف. . .

Wed, Feb 26 2025 11:30 AM
Background image

لغمان پوهنتون کې د حفاظو محصلینو ترمنځ د حسن قرائت سیالۍ ترسره شوه. 

یاده غونډه چې په همدې موخه د لغمان پوهنتون په عمومي مسجد کې جوړه شوې و، په کې د علمي، محصلانو، مالي او اداري چارو مرستیالانو سربېره، د پوهنځیو رئیسانو، د دعوت او ارشاد امر، د ارزونې. . .

BACK TO NEWS