د تعلیم الاسلام کتاب په علمي سیالۍ کې د ممتازو محصلینو ستاینغونډه ترسره شوه:

lu_admin
Sat, May 11 2024 11:43 AM
تعلیم القران سیالی

هغه غونډه چې په همدې موخه د چهارشنې ورځ (١٤٠٣/٢/١٩ ه ش مطابق ١٤٤٥/١٠/٢٩) د ادبیاتو او بشري علومو پوهنځي غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، پکې د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو انسجام او خدمتونو رٸیس استاد کلیم الله محمدي، د پوهنتون رٸیس الحاج حافظ پوهنمل محب الله هدایت، پوهنتون مرستیالانو، پوهنځیو رٸیس صاحبانو د بېلابېلو برخو آمرینو، استادانو او محصلینو ګډون درلود۔

غونډه د قرآنکریم مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو، ورپسې د پوهنتون رٸیس، د لوړو زده کړو وزارت څخه راغلي پلاوي او ټولو ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: دا ډول ازموینې محصلینو د علمي سطحې انکشاف، دیني پانګې زیاتوالي او تشویق له پاره اړین او ګټور دي۔

ورپسې د محصلانو د انسجام او خدمتونو محترم رٸیس خبرې وکړې او وې ویل: د لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري چې محصلینو ته د مختلفو برنامو ترڅنګ د عملي کار زمینه برابره کړي۔

همدارنګه د دعوت او ارشاد آمر مولوي دلاور حلیم د دیني علومو په ګټو او ارزښت رڼا واچوله۔

وروسته د ازموینې ممتازو محصلینو ته د ډالۍ ورکولو لړۍ پیل شو چې؛ احمدالله د انجنیري پوهنځي سیول څانګې محصل لومړی، ضیاء الرحمن د اقتصاد پوهنځی مالي او بانکي څانګې محصل دویم، سید خالد د انجنیري پوهنځی سیول څانګې محصل دریم مقام خپل کړل، د یادونې وړ ده چې درېیم نمبر پورې ګټونکو محصلینو ته لپټاپ کمپوټرونه او تر لسم نمبر پورې نورې ډالۍ ورکړل شوې۔

غونډه د شرعیاتو پوهنځي رٸیس شیخ ذاهدالله حق۔اني په دعایې پای ته ورسېد۔

سرچینه: د عامه پوهاوي او نشراتو عمومي مدیریت

Latest news

Tue, Mar 11 2025 9:31 AM
Background image

لغمان پوهنتون کې د پوهنځیو، شاوخوا پارکونو، سرکونو، پیاده رونو او ګلدانونو د صفاکارۍ په پار حشر ترسره شو!

لغمان پوهنتون کې د اداري او خدماتي کارمندانو او محصلینو له لوري د چاپېریال ساتنې په موخه د صفايي یو ورځنی حشر ترسره شو، یاد حشر د مالي او اداري  چارو مرستیال ښاغلی مو.لوي صاحب سیف. . .

Wed, Feb 26 2025 11:30 AM
Background image

لغمان پوهنتون کې د حفاظو محصلینو ترمنځ د حسن قرائت سیالۍ ترسره شوه. 

یاده غونډه چې په همدې موخه د لغمان پوهنتون په عمومي مسجد کې جوړه شوې و، په کې د علمي، محصلانو، مالي او اداري چارو مرستیالانو سربېره، د پوهنځیو رئیسانو، د دعوت او ارشاد امر، د ارزونې. . .

BACK TO NEWS