د لوړو زده کړو محترم وزیر د لغمان پوهنتون ۶ پوهنځيو ۶۲۲ محصلینو فراغتغونډه کې ګډون او وینا وکړه
په یاده غونډه کې د لغمان والي، د علماوو شورا رئيس، د جهادي مدرسې مهتمم، د ولایتي ادارې ریسانو، د لغمان پوهنتون رهبري پلاوي، استادانو، فارغو شویو محصلینو او د هغوی د کورنۍ غړو ګډون کړی و.
په فراغتغونډه کې د لوړو زده کړو وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د علم پر ارزښت خبرې وکړې او فارغو شویو محصلینو ته یې وویل چې ستاسو او هغه چا چې علم نه وي کړی ډېر فرق دی او زیاته یې کړه چې په ټولنه کې ستاسو قدر کېږي، ځکه تاسو علم او کمال لرئ.
محترم شیخ صاحب په خپلو خبرو کې کې وویل چې انشاءالله افغانستان به د همدې مسلکي ځوانانو په توسط جوړیږي او پرمختګ به کوي.
دغه راز د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر له یادو فارغانو وغوښتل چې که امکانات لري، د ماسټري او دوکتورا په کچه لوړې زده کړې وکړي او که د نورو لوړو زده کړو امکانات نه لري، نو په خپل مسلک کې دې کار وکړي.
همدا راز محترم شیخ صاحب فارغو شویو محصلینو ته سپارښتنه وکړه چې د خپل مسلک تر څنګ خپله عقیده او ایمان ټینګ وساتي، صالح اعمال ترسره او د الله تعالی احکام د ژوند په ټولو برخو کې پر ځان پلي کړي او اسلامي اخلاق غوره کړي.
همدارنګه د لغمان والي قاري بختیار معاذ یادو فارغانو ته سپارښتنه وکړه چې په اخلاص سره خدمت وکړي او د خپلې ترلاسه شوې پوهې څخه په اعظمي ګټې اخیستنې د هغې حق ادا کړي او وروسته نورو مشرانو هم خبرې وکړې.
د یادونې وړ ده چې په دغو فارغانو کې د لغمان پوهنتون انجنیري، کرنې، شرعیاتو، اقتصاد، ادبیات او بشري علوم او ښوونې او روزنې ۶ پوهنځيو ۲۳ څانګو محصلین شامل وو.
نېټه: پنجشنبه
۱۴۴۸هـ.ق د محرم الحرام ۹ مه
۱۴۰۵هـ.ش د جوزا ۴ مه
