د سیول انجنیري څانګې په هکله:
ليدلوری
د هېواد په کچه د سېول انجنيرۍ يوه معیاري او فعاله څانګه اوسېدل، ترڅو په هيواد کې د ساختماني زيربناوو د پايداره پرمختګ لپاره وړ کادرونه وروزي.
ماموريت
د هيواد د پرمختګ او رغونې لپاره د ليسانس په کچه په مسلکي پوهې، تخنیکي مهارتونو، اسلامي او ملي ارزښتونو سنبال انجنيران روزل
تاريخچه:
سېول انجنيري څانګه د لومړي ځل لپاره په ۱۳۹۳ هـ ل کال کې د لغمان پوهنتون، انجنيري پوهنځي تر چتر لاندې تاسيس شوه. دغه څانګه تر دې دمه آته دورې فارغان ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي دي. ياده څانګه په خپل آته کلن مزل کې د (۶۲۷) تنه ځوان، په کار پوه، ژمن او په هيوادنۍ مينې سنبال انجنيرانو د فراغت وياړ لري.
د سېول انجنيري څانګې فارغانو يو شمېر د هېواد په دولتي او خصوصي سکټورونو کې پر دندو بوخت دي او يو شمېر نورو توانېدلي چې د ځينو بهرنيو هېوادونو د لوړو زده کړو بورسونه تر لاسه کړي او دا مهال د لوړو زده کړو په درشل کې دي.