د محصل لارښود کتاب:

د محصلانو چارو  معاونیت:

 پيژندنه:

 د محصلانو معاونیت د لوړو زده کړو وزارت له لوري مشخص کادري بست دی چې په لغمان پوهنتون کې  د محصلانو د ټولو چارو دسمبالښت او پرمخ وړلو ترټولو ستره او یوازینۍ مرجع ده.

د محصلانو چارومعاونیت د لغمان پوهنتون په چوکاټ کې  محصلانوته  علمي او تحصلي مهارتونو د انتقال دنده پرغاړه لري او دمحصلانو ته د معتبرو رسمي تحصیلي اسنادو په ورکړه کې مکلف شمیرل کیږي.

د محصلانو چارو  معاونیت  شعار:

) شفافیت، کیفیت، خدمت او موثریت (

د محصلانوچارو معاونیت تعهد:

دلغمان پوهنتون محصلانو چارو معاونیت هوډ لري څو د محصلینو د علمي فرهنګي او تحصیلي مشورو ترڅنګ د هرمحصل د حقوقو تضمین خپل مسولیت ګڼي ؛ همداشان د انسانی کرامت او اسلامي تهذیب او اخوت د اصل پلي کولو ته زمینه سازي خپل لومړیتوب بولي.

د محصلانو چارومعاونیت هدف:

محصلانو چارومعاونیت د لغمان پوهنتون د لیدلوري او رسالت تر سیوري لاندې تل په دې هڅه او تلاش کې دی چې محصلان په ملي او مسلکي توګه وروزي او خپل خدمات محصلانو ته عرضه کړي.

 

پوهنتون کې دمحصل نقش

په تحصیلي دوره کې د محصل نقش

محصل هغه قشردی چې د هیواد د مهم عنصرپه توګه پیژندل کیږي ؛ په محصل د افغانستان دولت  له لوري په کافي اندازه پانګونه کیږي څو دهیواد  ټولو عام المنفعه سکټورونو ته مسلکي اشخاص او کادرونه  وړاندې شي.

محصل مکلف دی چې د دولت له شته امکاناتو نه په ګټه اخیستنې  خپل تحصیلي بهیر کې ځان  د مربوطه  پوهنتون او د لوړو زده کړو له لوایحو اومقرراتو سره ځان عیارکړي.

محصل او هیواد ته اړینه ده چې په اسلامي او انساني کردارپه خپلولو د حب الوطنۍ احساس په ځان کې وپالي اوپه خپل ځان د شوي مصارفو(چې د بیت المال څخه ورته ځانګړی کیږي) په بدل کې د مسؤلیت درک ولري.

ټولې هغه مثبتې کړنې چې یو محصل یې باید پخپله ترسره کړي چې د محصل په سالمه روزنه او شخصیت جوړونه کې ستر رول لوبولای شي لاندې تشریح کیږي:

هدف ټاکل:

هدف ټاکنه د محصل د ژوند یو ترټولو مهم ټکی دی چې  دده د اند اوفکري تمرکزد رامنځته کېدو وسیله ګرځي. محصل ته په زده کړیزو چارو کې جدیت او قاطعت وربخښي او دمحصل ارادې مضبوطوي او همداشان یې ټولو درسي چاروته منظم مدیریت رامنځته کوي.

هدف ټاکنه د محصل دپاره په تحصیلي  چاپېریال کې ټول ضرورتونه او چانسونه په نښه کوي او د زمان پرمدیریت یې لاسبری کوي او په کارونو کې یې سرعت ته زمینه سازي کوي.

د وخت مدیریت:

((وخت لکه سره زر دی))د وخت مدیریت  د ژوند د تنظیم ترټولو ستره اوموثره کړه ده ؛ د تحصیلي دورې ټول فعالیتونه د وخت او زمان منظم مدیریت ته اړتیا لري. ځکه د محصلۍ  ژوند لکه د پسرلي د موسم ژر تیریدونکی دی ؛ دغه موقع باید له لاسه ورنکړو په دې دلیل چې تحصیلي دوره په ژوند کې بیا ځل نه تکراریږي یوه تحصیلي دوره باید داسې په منظمه توګه مدیریت شي، چې د تحصیلي ډګرټول فرصتونه او چوپړتیا وې زموږ له لاسه ونه وځي. د مثال په توګه :

  • په مناسب وخت  ویده کیدل او پاڅېدل.
  • د خوراک او څښاک منظم کول.
  • د مطالعې او کتابتون دپاره ځانګړی مهالویش رامنځته کول.
  • د بهرنۍ ژبې او کمپیوټرزده کړې دپاره د وخت سپما.
  • د کورنۍ دندې او پروژې  د اجرا په موخه پخپل ورځني مهالویش کې یې ځایول.
  • د پایلیک دپاره  د خپل ذوق او  استعداد مطابق تابیا   نیول.
  • د تفریح ، استراحت،اجتماعي فعالیتونه  او سپورت  وختونه پخپل زماني تقسیم اوقات کې ځای پرځای کړي.
  • د خپلوټولو کارونو دپاره یو  ټاکلی زماني هدف (Target ) ټاکل.

مطالعه:

مطالعه د محصل دپاره د بریالیتوب ترټولو لومړنی  برید او چانس دی ، چې پوهنتون ته تر داخلیدو  سره سم محصل باید د کتابتون دپاره ځانګړی مهالویش ولري؛ مطالعه کولو په جریان کې محصل دپاره دخپل مسلک اړوند متونو مطالعې سره  ذوق اړین دی.

اکتسابي تلوسه:

دبشریت دپاره تلوسه د هر ډول لاسته راوړنې پيلامه ده؛ محصل ته اړینه ده چې په پوهنیزو مواردو په کسبولو کې تلوسه ولري پوښتنې وکړي او معلومات راټول کړي.

محصل باید دخپل شخصیت او ظرفیت په  لوړولو کې تل هڅاند وي .

ظرفیت لوړونه:

کمپیوتر،انترنیت، بهرنۍ ژبه او نور هنري او ټولنیزو فنونو ته وده ورکول ،پرخپل ژوند د محصل له تسلط څخه عبارت دی.

 

دپوهنتون پروړاندې د محصل مسؤلیت

د تحصیلي ډګر او ټولنیز ژوند تر منځ د منظم ارتباط رامنځته کول؛ په دې هدف چې د ټولنیز ژوند ټول هغه فاکټورونه اوارزښتونه د پوهنتون له ژوند سره داسې عیارول چې د مسلک او رشتې سره تړاو درلودونکی وي او یاهم مرتبط وي.

د پوهنتونیز ژوند دبهبود او  پرمختګ دپاره لازمه ده چې محصل د ځان سره داسې یوه مفکوره  ولري چې د پوهنتون له آسانتیاو څخه څنګه ځان برخمن کړي.

د پوهنتون د نوم او نښان ته پوره درناوی او په احترام قایلیدل.

قانونیت او لوایحو ته احترام لرل.

د بې مورده او غیر قانوني مجالسو او د حزبي ،سمتي ، او ژبنیو فعالیتونو څخه  اجتناب.

د حریمونو پیژندل؛ د استا د  محصل او بل اداري شخص د بشپړ درناوي فرهنګ ته وده ورکول.

خپلو منځ کې د پوهې د انتقال او صیمانه چاپیریال رامنځته کول.

ارتباطات:

ټولنیز ارتباطات زموږ د ژوند د پرمختګ موثره لاسته راوړنو په هدف یو تر ټولو ستر اصل دی. لغمان پوهنتون مشورتی مرکز د محصلانو دپاره لاندې سپارښتنې د خپل منځي ارتباطاتو دپاره لاندې لارښوونې توصیه کوي.

پرته له ژبني، سمتي، قومي او مذهبي تبعیض څخه محصلین باید خپل منځي صمیمي او  رښتیني تحصیلي ارتباطات وساتي .

په ملي مسایلو کې باید یو تربله فکري ارتباط او اتحاد ولري.

د درسي موادو شریکول او د علم د کسب په ډګرکې په ګروپي توګه کار کول.

د پوهنتون هرمحصل سره دوستانه روابط پالل.

ټولنیزې بوختیاوې:

محصل باید یو اجتماعي او بانظمه شخص وي او د باسواده ځوان په توګه په ټولو اجتماعي چارو کې د مربوطه ارګان او محصلینو سره بوخت و اوسې؛ مثلا:

ملي اشرونه:

د پوهنتون له لوري که یو رسمي کار او اجتماعي فعالیت د اجرا په موخه ګمارل شوی وي باید ترسره یې کړي.

مذهبي او فرهنګي مسایلو کې ګډون.

علمي سمنارونو کې حاضري.

ملي ورځو لمانِغونډو کې برخه اخیستل.

دشخصي حریم  ساتنه

محصل د هیواد د نافذه قوانینو په رڼا کې د خپل حریم تر څنګ مکلف دی چې د بل حریم ته هم درناوی ولري او همداشان څوک د هغه په حریم کې ترې اذیت نشي.

اخلاقي اصول:

له ټولو محترم  محصلینو څخه تمه کیږي چې  د اکاډمیکو  اخلاقو څښتن وي، محصل مکلف دی چې  ځان په اسلامي  او  اجتماعي فرهنګ سنبال او موثره تحصیل  کسب کړي.

د اسلام ټولو شعایرو او اساساتو ته متعهد پاتې کیدل.

د مربوطه قوانینو ، طرزالعملونو او احکامو رعایتول.

استادانو ، اداري کارمندانو او د پوهنتون ټولو منسوبینو ته درناوی.

له محصلینو او ټولګیوالو سره  د  صمیمیت فضا رامنځته کول.

په ټولو درسي او پوهنتون شموله مراسمو او برنامو فعال ګډون کول.

له  هر ډول سیاسي ، مذهبي ، قومي او ژبني تعصباتو او غیرقانوني کړنو څخه اجتناب کول.

له شخصي تعرض ، جنسي زورونه  یو اخلاقي اصل ګڼل کیږي باید ترې اجتناب وشي.

دخانیات ، مخدره توکي او شخصي مجالس  دایرولو څخه باید اجتناب وشي.

عامه شتمنیو کې دخالت  او ملي شتمنیو ته د زیان رسول څخه اجتناب .

قمار او  ورته اعمال اخلاقي جرم دی.

د پوهنتون په محوطه کې هر ډول وسله  او تیغ ګرځول اخلاقي او عدلي جرم دی.

خفګان رامنځته  کول (بې ځایه ټوکې او تمسخر) یوه غیر اخلاقي کړنه ده.

د  امنیتي مسولینو پروړاندې  هر محصل باید د اکاډمیکو اخلاقو پیرو وي .

د استادانو ، لیکوالو او محصلینو د پروژو  او مونو ګراف څخه د ځان په ګټه استفاده   د اکاډمیکو نورمونو خلاف کړنه ده .

په خپلو اسنادو کې لاسوهنه او جعل یو غیرقانوني کړنه ده.

د نامناسبه لباسونو  د استعال څخه اجتناب چې د اسلامي او افغاني فرهنګ سره په ټکرکې وي.

 

پوهنتون کې د محصل دپاره عمده اداري لارښوونې

نوم لیکنې  ( ثبت نام ) شرايط :

هر جديد الشمول محصل په دې مکلف دی چې د ثبت نام، منفکي او تاجيل اخيستلو په وخت پخپله حاضر او اصل تذکره له ځان سره ولري،د محصل په نه موجوديت کې یې ثبت نام، منفکي او تاجيل په هيڅ صورت کې امکان نه لري.

محصل د محصلانو چارو عمومي مديريت ته د اصل تذکره ،( دتذکرې دوه رنګه کاپي) او (6) قطعې عکسونو سره مراجعه کوي،  ثبت نام یې په محصلانو لوی مدیریت کې اجرآ کیږي  او دوه  د ثبت نام فورمونو ورته پرنټ کیږي دفورمونو د لاسلیک او مهر څخه وروسته یو فورم د محصلانو شعبه کې او بل فورم مربوطه پوهنځي ته وړي.

تاجیل پروسیجر:

  • تاجیل یو امتیاز دی چې په یو تحصیلي دوره کې یو ځل لپاره محصل ته اجرا کیږي.
  • دبیا شاملیدلو په صورت کې  محصل تاجیل نه شي اخیستلای،  لومړی به سمستر په کامیابۍ سره پای ته رسوي بیا د تاجیل مستحق ګرځي.
  • هر جديدالشمول محصل چې کله تاجيل اخلي لومړی درې هفتي بايد په صنف کې خپله  حاضري ورکړي  وروسته له درې اونیو کولی شي خپل تاجيل ترلاسه کړي.
  • محصل د تاجیل اخستلو په خاطر د پوهنتون ریاست ته غوښتنلیک وړاندې کوي، دریاست د حکم د اخیستلو څخه وروسته د محصلان چارو لوی مدیریت ته مراجعه کوي او د تاجیل فورم ترلاسه کوي او بیا فورم د مربوطه پوهنځي د ریاست څخه طی مراحل کیږي.
  • تاجيل د پوره کيدو څخه وروسته هر محصل پدې مکلف دی چې پوهنتون ته د رفع تاجيل په خاطر مراجعه وکړي، او د دویم ځل لپاره محصل د تاجيل اخیستلو حق نلري.

رفع تاجیل پروسیجر:

هر محصل چې تاجیل یې اخیستی وي د تاجيل له ټاکلې مودې ( چې یو تحصیلي کال کیږي ) له پوره کیدو سره سم  بايد د رفع تاجيل په خاطر پوهنتون ریاست  ته عارض شي او د محصلانو چارو لوی مدیریت څخه درفع تاجیل پروسه طی مراحل کړي.

 

منفکی اخیستلو شرايط:

منفکي په دوه ډوله ده.

دایمي منفکي: چې د کانکور امتحان له لارې کامیاب شوی محصل د پوهنتون له چوکاټ څخه په دایمي توګه حذف کیږي.

موقتی منفکي: چې د تاجیل ، ناکامي ، مشروطي،محرومي،  غیابت له کبله رامنځ ته کیږي او  بیرته (د لوړو زده کړو وزارت د لوایحو او مقرراتو ته په کتو سره) محصل پوهنتون کې شامل کیږي.

هغه جديد الشمول محصل چې ثبت نام یې کړی وي ، د ثبت نام څخه وروسته غواړي چې منفکي تر لاسه کړي ، نوموړی محصل هم د پوهنتون څخه په دایمي توګه منفک کیږي.

 هغه جديدا لشمول محصل چې دیو میاشت په موده کې ثبت نام ته مراجعه ونکړي د پوهنتون ریاست د محصلان چارو عمومي مدیریت څخه یې  دمنفکۍ لیسټونه ترتیب او د لوړو زده کړو محترم وزارت او د ازموینو ملي ادراې ته استول کیږي څو راتلونکي کانکور ازموينه کې کډون وکړي.

محصل د تیر په څیر دمنفکۍ د اخیستلو په خاطر د پوهنتون ریاست ته عریضه وړاندې کوي، دریاست د حکم د اخیستلو څخه وروسته د محصلان چارو لوی مدیریت ته مراجعه کوي او د منفکي فورم ترلاسه کوي او بیا فورم د مربوطه پوهنځي د ریاست څخه طی مراحل کیږي.

د منفکي او تاجيل اخستلو په وخت کې هر محصل پدې مکلف دی چې خپله موجود ووسئ د محصل په نه موجوديت کې هيڅ ډول معذرت د منلو وړ نه دی.

محصل وغواړي چې په کانکور کې دبیا ځل ګډون په موخه منفکي واخلي بايد د لومړي کال دلومړي  سمستر له ازموینو څخه مخکې خپله منفکي طی مراحل او دمنفکي مکتوبونه ترلاسه او دامتحاناتو محترم ادارې او دلوړو زده کړو محترم وزارت ته یې ورسوي ، که چیرته محصل يو سمستر ولوست او وروسته د منفکي غوښتنه کوي نو منفکي يې اجراء کېږي خو بيا ځل لپاره په  کانکور کې د ګډون حق نلري.

تبديلي اخيستلو شرايط:

دتبدیلۍ دلایحې سره سم تبدیلي یوازې د جدي او دلو په میاشتو کې ترسره کیدای شي.

دخصوصي پوهنتون څخه دولتي پوهنتون ته تبدیلي نه کیږي، د دولتي څخه خصوصي پوهنتون ته تبدیلي اجرآ کیږي.

هر محصل چې غواړي تبدیلي وکړي د مربوطه پوهنتون محصلانو چارو لوی مدیریت څخه د تبدیلۍ فورم ترلاسه کوي ،  دپوهنتون د مربوطه پوهنځي څخه موافقه ترلاسه کوی او بیا هغه بوهنتون ته چې غواړی تبدیلي وکړي موافقه ترلاسه او فورم دلوړو زده کړو وزارت کې د تبدیلي کمیسئون ته سپاري.

 د مرکز څخه ولایاتو پوهنتونونو ته د پوهنتون موافقې پر اساس تبدیلي اجرآ کیږي.

د (نارینه محصلانو) تبدیلی د روزانه برنامې څخه روزانه ته نه کیږي.

یو محصل د پوهنتون دروزانه څخه د عین پوهنتون شپې برنامې ته او یاهم دبل پوهنتون شپې برنامې ته تبدیلي کولای شي چې عین څانګه ولري.

اناث محصلات په هغه صورت کې د يو پوهنتون څخه بل پوهنتون ته تبديلي کولی شي چې په کانکور کې د همغه کال  معیاری نمرې ولري ، شرعی نکاح خط ولري او یاهم د متکفل وظیفه يې انتقال شوې وي، په غير د دې نه نشي کولای چې تبديلي وکړي.

دتحصیلې اسنادو (ديپلوم او ترانسکرپت)د اخیستلو شرايط:

یو فارغ التحصیل د خپلو تحصیلی اسنادو (دیپلوم او ترانسکرپټ) د  اخستلو په خاطر د پوهنتون ریاست ته درخواستی وړاندی کوی، دریاست د حکم د اخستلو څخه وروسته د محصلان چارو لوی مدیریت ته مراجعه کوي اوبیا  د فارغانو عمومي مدیریت څخه په مربوطه پوهنځي مکتوب او عدم مسئولیت فورم ترلاسه کوي او مربوطه مدیریتونو څخه یې خلاصوي.

دمربوطه پوهنځي څخه د دیپلوم توزیع فورم  محصلان چارو لوی مدیریت ته راوړي او د فارغانو عمومي مدیریت لخوا ورته دیپلوم او ترانسکریپ چاپ کیږي او بیرته مربوطه پوهنځي ته د لاسلیک او مهر لپاره لیږل کیږي.

ديپلوم د پوهنځي د لاسلیک او مهر څخه وروسته  دفارغانو عمومي مدیریت کې ثبت او محصلانو چارو لوی مدیریت لخوا لاسلیک او مهر کیږي وروسته د پوهنتون رياست کې تائيد او بیا دلوړو زده کړو وزارت محترم مقام ته د تائیدی لپاره په رسمي بڼه  استول کېږي.

محصل څخه جوړې کميټې او شوراګانې

له محصلانو څخه جوړې کمېټې د پوهنتون شموله مسایلو او فعالیتونو(چې محصل  پورې اړوندیږي  او یا هم ملي ،  پوهنتون شموله مسایل او محصل محوره اهداف په برکې نیسي ) د ښه  تنظیم او مثمریت په هدف رامنځته کیږي  لغمان پوهنتون په چوکاټ کې د محصلانو معاونیت ترچتر لاندې د محصلانو څخه دغه لاندې کمېټې فعالیت لري او چارو په تنظیم کې د پوهنتون ملاتړي  دي :

د محصلانو عمومي شورا:

 دغه شورا د پوهنځيو له نمایندګانو څخه تشکیلږي او په رآس کې یو تن عمومي نماینده لري، چې  دپوهنتون محصلانو عمومي  نماینده شمیرل کیږي.

د ښځینه محصلانو عمومي شورا:

د ښځينه و دغه شورا د پوهنځيو له نمایندګانو څخه تشکیلیږي او په رآس کې یو تن عمومي نماینده لري، چې  دپوهنتون  ښځینه د   محصلانو عمومي  نماینده شمیرله  کیږي.

د لیلې شورا :

په لیلیه کې   د پوهنځيو له نماینده ګانو څخه یو تشکیل  د لیلې د اموراتو د تنظیم ، نظم و ډسپلین او  تنظیفاتو  په هدف  اجرات ترسره کوي.

فرهنګي کميټه :

دغه کمېټه  د پوهنځيو له نمایندګانو څخه تشکیلیږي او په رآس کې یې  یو تن مشر د محصلانو په خوښه  ټاکل کیږي.

د چاپیریال ساتنې  کمېټه:

دغه کمېټه  د پوهنځيو له نمایندګانو څخه تشکیلیږي او په رآس کې یې  یو تن مشر د محصلانو په خوښه  ټاکل کیږي.

نظم و ډسپلین کمېټه:

دغه کمېټه  د پوهنځيو له نمایندګانو څخه تشکیلیږي او په رآس کې یې  یو تن مشر د محصلانو په خوښه  ټاکل کیږي.

سپورټ کمیټه:

دغه کمېټه  د پوهنځيو له نمایندګانو څخه تشکیلیږي او په رآس کې یې  یو تن مشر د محصلانو په خوښه  ټاکل کیږي.

 د پوهنتون د محصلانو ټول تشکیلات  د محصلانو چارو د معاونیت تر چتر لاندې خپل ټول فعالیتونه د پوهنتون شموله کميټو د پلان مطابق  پرمخ وړي.

په لیله کې د محصلانو  طرزالعمل

نظافت:

  • هراتاق باید تنظیف او ترتیب په موخه یو تن او یاهم دوه تنه د ورځې په جریان کې نوکریوال په توګه ګمارل.
  • د پوهنځیو ناظمین مکلف دي څو د دهلیز تشنابونو او حمام د صفایي دپاره هره ورځ یواتاق موظف کړي څو پاک یې کړي.
  • هراتاق دې خپل اتاق کې یوه خځلداني کیږدي.
  • د اتاق خځلې او پاتې شوني باید مشخص ځای ته د نوکریوال محصل په لاس انتقال شي .
  • هره اونۍ  یو پوهنځي په یوه مشخصه ورځ  مکلف دی څو د لیلیې او طعامخورۍ د چاپیریال د صفایي دپاره اشر وکړي.
  • هرمحصل مکلف دی څو اخلاقي معیارونو او د ژوند د ادابو مراعت ته متوجو وکړي.
  • ټولنیز اخلاق خپلول
  • له نشه یي توکو څځه په جدي توګه د محصل اجتناب .
  • تبیض او خپلمنځي اختلافات د لیلیې او بدل اعاشې څخه د اخراج سبب کیږي.
  • هرډول سیاسي، او ګروپي فعالیتونه چې د پوهنتون له اصولو سره په ټګرکې منعه دي.
  • نظم او ډسپلین
  • پنځه وخته لمونځ یو حتمي امردی.
  • ډوډۍ او طعام ته د مهالویش تنظیم چې له تدریسي بهیرسره په توافق کې وي.
  • ناظمین باید د اعاشې د توزیع پرمهال د نظم او ډسپلین په راوستلوکې د لیلیې د ټولو کارکوونکو اوږه په اوږه ودریږي.
  • د توزیع په وخت هیڅ محصل حق نلري چې د اشپزخانې داخل کې وي حتا ددوي نماینده ګان.
  • پرته له کارت غذا نه ورکول کیږی.

د محصل ژمنلیک

هر محصل د لاندنیو مواردو په رعایتولو مکلف دی

  • د اسلام سپیڅلي دین اساساتو او شعائرو ته احترام او پابندي.
  • د اساسي قانون او د مملکت ټولوپلي شویو قوانینو رعایتول.
  • ټولو لوایحو ، مقرراتو ، مصوباتو او د لوړو زده کړو د محترم وزارت پریکړه لیکونو  رعایتول.
  • د پوهنتون رهبري هیئت ، ټولو استادانو او منسوبینو ته احترام.
  • د بیان ازادي ته د منل شویو معیارونو په پام کې لرلو سره احترام.
  • د پوهنتون د محصلینو او همصنفیانو د ښو او اکاډمیکو اړیکو ټینګولو ته  احترام.
  • د پوهنتون د لیلیې او درسي ټولګیو دننه د نظم او دسپلین رعایتول.
  • له ادارې سره د نظافت په اړه همکاري او د پوهنتون د انګړ ، لیلې او درسي ټولګیو پاک ساتل.
  • له هر دول منافقۍ ، اخلاقي او د انساني کرامت ضد کړنو څخه ډډه کول.
  • له هرډول ویجاړوونکو فعالیتونو او له بشري ضد کړنو څخه ډډه کول.
  • له هر ډول دخانیاتو او مسکراتو له استعمال څخه ډډه کول.
  • له هر ډول قومي ، ژبني ، مذهبي ، تعصباتو................او نورو څخه ډډه کول.
  • د نا مناسبو جامو له اغوستلو نه چې د افغاني ټولنې او کلتور مغایر وي ډډه کول.
  • د پوهنتون په فضا کې د زینت له کارولو څخه مخنیوی.
  • د پوهنتون په منځ کې له بې ځایه او بې مورده ګرځیدو او را ګرځیدو څخه ډډه کول.
  • د پوهنتون په منځ کې له هر ډول سیاسي او ډله ییزو فعالیتونو څخه ډډه کول.
  • د هرډول ناوړه عمل او تاوتریخوالي چې په پوهنتون کې د بد امنۍ ، بې نظمۍ ، تشنج او دښمنۍ لامل ګرځي ډډه کول.
  • د پوهنتون د وسایلو ، لوازمو او سمسورتیا ساتنه.

پالیسي ګانې

د محصلانو د شکایاتو اوریدلو پالیسي

د محصلانو د شکایاتو او وړاندیزونو د اوریدلو کړنلاره

همدا د نن ورځي محصلان دي چي سبا به ددي خاوري او وطن په پرمختګ او ابادولو کي رغنده رول لوبوي، ځکه نو د ياد پوهنتون رهبري تر هر څه دمخه دي ته لومړیــــــتوب ورکوي تر څو داسي استعدادونه او کادرونه وروزی چي د اســـــلامي او ملـــي احساس له مخي د خـپل فامیل ، ټولني او هیـواد د ښیرازي مصدر وګرځي. دي موخي ته د رســیدو له پاره اړینه ده چي د محصلانو ستونزو او غوښتنو ته په پوره توجه وشي ، او داسي د زده کړو او ژوند کولو چاپـــیریــال ورته جوړ شــي چي په محدوده کي يي محصل په خـپل ځان بسـیا او په ځـان باور پــیداکړي ، دي سره به محصــل جرئت پیداکړي چي خــپله وړتــیا او استعداد په کار واچوي تر څــو په راتلونکې کې د خپلو علمي اهدافو د لاسته راوړلو جوګه واوسي.

دي اړتیا ته په کــتو سره د ياد پوهنتون د نــظم او دیسپلین او شکایاتـو د اوریـدو کمیټې داسي یو میکانیزم چمتو کړ چې په چوکاټ کې به ئي د پوهنتون محصلان ښځینه او نارینه وکولای شي چې خپلي ســتونزې او وړاندیزونه په شـفاف ډول د ادارې سره شریکوي او د حل په موخه به يې اړین اجراات تر سره کیږي.

د محصلانو شکایتونو لپاره پروسه وجود لري چې په اساس یې د محصلانو انفرادي او ډلیزې ستونزې حل او شکایاتو ته یې رسیده ګي کېږي. د نه پوهېدو په صورت کې محصلين کولی شي چې د محصلانو چارو معاونيت  سره په اړیکه کې شي تر څو دوئ ته لارښوونه وکړي او ستونزو ته يي حل لاره ولتوي.

د شکایاتو د حل په پروسه کې لاندې پړاوونه شامیلیدای شي.

۱.هغه کس یا دفتر چې تاسو ورڅخه شکایت لرئ په مستقیم ډول مو شکایت اړوند مسئول کس ته وړاندې کړئ ، که چېرې نه پوهېږې چې مسئول کس څوک دی ، د محصلانو چارو معاونيت يې په پېژندلو کې درسره مرسته کولای شي.

۲. خپل شکایت مو د اړوند کس يا دفتر مسؤل  ته وړاندې کړئ ، که نه پوهېږئ چې مسؤل یې څوک دی نو د محصلانو معاونيت څخه يې په پېژندلو کې مرسته وغواړئ.

۳. د شکایت د حل په موخه ستاسو د هڅو وروسته په مهربانۍ سره خپل شکايت په ليکلې بڼه ثبت او د پوهنتون د ایميل ادرس په کارولو سره يې د محصلانو چارو تر معاونیت ورسوئ . په دې ډول ایمبل کې خپل حالت په مکمل ډول واضح کړئ لکه ښکيل اړخونه او هغه هڅې چې تاسو د شکایت د حل په موخه تر سره کړي ديٍ.

۴. اړوند مسئول شخص به ستاسو شکایتونو ته رسیدّه ګي وکړي او د ستونزې د حل وروسته به یې نتایج له تاسو سره شریک کړي.

۵. د فارغو محصلینو پرته ټول لیکلي درخواستونه د محصلانو چارو د معاونیت په واسطه د شکایاتو اوریدلو کمیټې ته استول کېږي د شکایاتو د رسېده ګۍ څانګه هغه منبع ده چې له تاسو سره د شکایاتو د درج په هکله بحث کولای شي.

په لاندې ډول د محصلانو اړوند ځېنې ستونزې او د حل مراجع روښانه شوي دي .

د ستونزې حالت او څرنګوالي ته په کتو سره د ستونزو د حل ځېڼې صلاحیت لرونکې ادارې په لاندې ډول دي.

۱.د فارغ شویو محصلینو شکایتونه په اکاډمیکه ساحه پورې اړه نه لري، عمومي ریئس ته راجع کېږي.

۲. د قوانینو څخه سرغړونه ، د محصلانو مرستيال ته راجع کېږي.

۳. د سپورتي پالیسۍ څخه سرغړونه  د سپورت څانګې پورې اړه لري.

۴.د محصلانو پالیسۍ مربوط موضوع ګانې د محصلانو چارو معاونیت ته راجع کېږي.

د محصلانو د شکایاتو پروسیجر:

هدف: تر څو د لغمان پوهنتون د هر محصل شکایتونه واوریدل شي کوم چې د مربوطه ټولو چینلونو او اړوند اشخاصو څخه ستړي شوي دي او د ستونزو د  حل په موخه کومه لاره نه لري. د شکایاتو د پروسې په هر پړاو کې محصلان کولای شي چې د شکایت د حل په موخه متبادلې ستراتژۍ وکاروي تر څو ستونزه په کامیابۍ سره حل کړي

د محصلانو چارو معاونيت د شکاياتو کميټې لپاره بيلابيلې متبادلې لارې روښانه کوي تر څو د شکايتونو په حل کې ورڅخه استفاده وشي.

د درخواست د اوريدلو پروسه:

د ستونزې د پيښيدو يا د شکايت د پيداکيدو سره سم بايد په 30 ورځو کې شکايت په ليکلي ډول د محصلانو چارو معاونيت ته وسپارل شي او بايد لاندې معلومات پکې شامل وي.

ايميل ادرس بايد مشخص وي.

تاريخ، وخت او ځای

د هغو اشخاصو نومونه له کومو چې شکايت لرئ.

د شکايت د پيښيدو علتونه او حقايق.

کميټه بايد له لاندې اشخاصو جوړه وي: د محصلانو چارو مرستيال، د پوهنځيو غړي کوم چې د پوهنتون د رئيس لخوا ټاکل کيږي، يوتن محصلين کوم چې د محصلانو چارو مرستيال لخوا ټاکل کيږي.

د شکايت د تر لاسه کولو وروسته بايد په لسو ورځو کې د نوموړي شکايت د حل په موخه تصميم ونيول شي، او نتيجه يې د شکايت کونکې ايميل ادرس ته وليږل شي.

همدارنګه محصلان کولای شي چې په نورو بـیلابیلو لارو خپلې ستونزې د ادارې سره د حــل په مــوخـه شریکې کړي:

رهنما استاد:د څانګو د مسؤلینو په مرسته د ټولو محصلانو لپاره رهنما (لارښود) استادان ټاکل شویدي ، که چیرته ستونزه د استاد په تدریس، حاضري، د مضمون د مفرداتو او یا هم د استاد د چلند اړوند وي هر محصل کولای شي چي موضوع لومړی د خپل رهنما او لارښود استاد سره د حل په موخه شریکه کړي.

اړونده څانګه:

که چیرته د محصل ستونزه د لارښود استاد له خوا ښه غور ونه شي او یا هم موضوع د لارښود استاد د صلاحیت څخه لوړه وي ، په هغه صورت کي دي یاده ستونزه د اړونده څانګي د امر سره په لاندي ډول شریکه شي.

۱-: د محصل لخوا په لیکلي ډول

۲-: د محصل له خوا په شفاهي ډول

۳-: او یا هم د لارښود استاد له خوا په لیکلي ډول

د پوهنتون د نظم او دیسیپلین او شکایاتو د اوریدلو سره د ستونزو او وړاندیزونو شریکول:

یادي کمیټي ته مراجعه کول

الف: د پوهنتون په ساحه کي د شکایاتو د اوریدلو د ایښودل شویو صندوقونو له لاري:

که چیرته محصل وغواړي چي خپله ستونزه بي له دي چي د لارښود استاد سره مطرح کړي او یا هم په مستقیم ډول اړونده څانګي او کمیټي ته مراجعه وکړي ، کولای شي یاده ستونزه په لیکلي ډول د شکایاتو د اوریدو هغه صندوق ته واچوي کوم چي د پوهنتون په مسؤن ځای کي ایښودل شوی او هلته د اداري کارمندانو تګ راتګ کم وي.

د صندوق د لاري د شکایاتو او وړاندیزونو طرزالعمل په لاندي ډول ده:

دغه صندوق په اونی کي یو ځل د ټاکلي هیئت له خوا خلاصیږي

د کتني پلاوي په تر کیب کي د پوهنځیو رئیسان ،اداري او محصلانو چارو مرستیالان او د پوهنتون د نظم او دیسپلین او د شکایاتو د اوریدلو د کمیټي استازي شامل دي.

د صندوق تر خلاصیدو وروسته ستونزي په بیلابیلو ګروپونو ویشل کیږي:

لومړی:- هغه ستونزي دي چي ژر تصمیم ته اړتیا لري او په اړه یي باید ژر اجراات ترسره شي.

دوهم:- یو شمیر ستونزي چي په کښته کچه وي هغه به د څانګو په مرسته حلیږي او د هغوی سره به شریکیږي.

دریم:- د ستونزو د جملي څخه بعضي کیدای شي د پوهنځیو په کچه حل ته اړتیا ولري هغه شمیر موضوع ګاني د پوهنځیو علمي شورا ته د حل په موخه وړاندي کیږي.

څلورم:ـ د رارسیدلو وړاندیزونو او ستونزو د مینځ څخه د یو شمیر هغو حل يي کیدای شي د څانګو او پوهنځیو د صلاحیت او توان څخه لوړ وي ، نو نوموړي موضوعګاني د پوهنتون په کچه د رهبری او علمي شورا غونډوته وړاندي کیږي تر څو په اړه يي لازم او د قناعت وړ تصامیم ونیول شي.

پنځم:ـ په ټوله د پوهنتون د اداري پالیسي داسي ده چي په هیڅ صورت به هغه شکایت کونکي چه پيژند ګلوي ېي شوی وي،معلومات افشا نه کړي او نه به هم د نوموړي شهرت برملا کیږي.

رهبري پلاوي له طریقه به يي د جزا پایله هم علني اعلانیږي.

شپږم:ـ د سمستر په پای کي د یادو صندوقونو په اړه عمومي راپور د پوهنتون د ریاست ته استول کیږي .

اووم:ـ د نظم او دیسیپلین کمیټه اجازه نه ورکوي چي څوک د شکایاتو (ستونزو) د حل صندوقونه د سیاسي فعالیتونو ، ژبني او سمتي مسائلو چي ملي وحدت او د هیواد لوړو ګټو ته زیان اړ وي، وکارول شي .

اتم: د صندوقونو کیلي په داسي یو ځای کي ساتل کیږي چي دانفرادي استفادي چانس يي ډیر کم دی، کله چي د صنوقونو څخه شکایتونه را ټولیږي د کمیټي یو شمیر استازي په ګروپي ډول هغه تر لاسه کوي او د بررسي په موخه يي اړونده شعبي ته انتقالوي.

ب : که چیري ستونزه مهمه او جدي وي او د اړتیا وي چي ډیر ژر او په مستقیم ډول د مسؤلو کسانو سره اړیکه ونیول شي ، لاندي شمیرو سره په اړیکه کي شي.

محصلانو چارو معاون: ۰۷۸۲۳۵۴۳۰۰

د محصلانو چارومدیر: ۰۷۸۴۱۵۲۴۸

د خدماتو مدیر:۰۷۸۴۹۰۴۹۹۰

د حفظ ومراقبت مدیر:۰۷۸۹۵۵۷۹۳۱

د محصلانو صحي او  امنیتي پالیسي

په لغمان پوهنتون کې (۲۶۳۳)محصلان په درس بوخت دي او خپلې زده کړې پر مخ وړي، نو مهمه ده چې د دوی د هوساينې اودوی ته د ښه چاپيريال رامنځته کولو په پار د هيواد د نافذه قوانينو په رڼا کې د لوړو زده کړو وزارت قوانين، لوايح او مقررات طرح کړي دي او زمونږ په اختيار کې دي،همدارنګه د دې ټولو په رڼا کې ياد پوهنتون محصلانو چارو معاونيت د محصلانو مشکلاتو ته د رسيدګي لپاره ځنيې پاليسي ګانې لري .د دې پاليسي ګانو موخه او هدف د محصلينو لپاره ښه خدمات وړاندې کول او کومې ستونزې چې رامنځته کيږي، په اسانی سره ورته رسيدګي وشي، چې د هغوی له جملې څخه يوه هم د محصلانو لپاره صحي، ايمني او امنيتي پاليسي ده .

نوموړې پاليسي درې برخې لري ( صحي ،ايمني او امنيتي برخه ده ) چې هره برخه په لاندې ډول ده.

لومړی برخه صحي پاليسي: دا برخه د محصلينو لپاره خورا مهمه ده او د محصلينو د روغتيا د ښه ساتلو په موخه پکې شرايط وضع شويدي . دا چې ښه زده کړو لپاره سالم بدن او روغتيا اړينه ده، نو د زده کړو لپاره  اړينه ده چې يو سالم چاپيريال رامنځته شي چې نوموړې پاليسي پدې برخه کې مرستندوی  ده او لاندې موارد پکې شامل دي.

یو مشخصه اندازه د محصلينو د وينې ګروپ ليست شتون چې د ضرورت په وخت کې ورته رسيده ګي کيږي.

د محصلينو لپاره امبولانس شتون چې ترڅو محصلينو لپاره غوره خدمات وړاندې کړي.

د پوهنتون داخل کې د مختلفو ودانيو د پاک ساتلو په موخه بايد خدماتي کارمندان شتون ولري ، که څوک پدې برخه کې کومه ستونځه ويني د حفظ او مراقبت مديريت سره دې په تماس کې شي  څو ستونځه ژر تر ژره حل شي.

دويمه برخه ايمني پاليسي: پدې برخه کې نويو شامل شويو محصلينو لپاره سيمينار دايريږي او په هغې کې د پوهنتون په اړه مکمل معلومات ورکول کيږي او د پوهنتون اړوند ټول قوانين او پاليسي ګانې ورته تشريح کيږي ترڅو محصلين د پوهنتون په ټولو قوانينو پوه شي تر څو په راتلونکې کې کومه تېروتنه ونکړي او د جزا مرتکب ونه ګرځي او لاندې مواردو خيال وساتي

محصلين بايد خپل د اوسيدو ځای او همدارنګه ټولګيو ، کتابخانې ، انټرنيت کلب او لابراتوار کې پاکي ا و صفايي ته پوره پاملرنه وکړي.

په ودانيو کې له هغو ساحو څخه ليرې واوسي چې خطر لري لکه: فيوز بکسونه ، د حريق ضد ډبې ، کيمياوي مواد او نور.

که کوم مشکوک موارد ويني، ژر تر ژره دې مسؤلينو ته خبر ورکړل شي تر څو په وخت اقدام تر سره شي.

د محصلينو او ټولو کارمندانو لپاره په دروازو کې امنيتي مسؤلين شتون لري او همدارنګه هره ودانی خپل محافظين لري او غير مسؤل کسان پرته له ضرورته داخل ته نه پريږدي.

دريمه برخه امنيتي پاليسي: پدې برخه کې هغه موارد ذکر شوي دي چې امنيتي پيښو د رامنځته کيدو، په صورت له محصلينو سره مرسته کوي.

که چيرې کومه پيښه رامنځته کيږي محصلين کولی شي چې د پوليسو له (100 ) شميرې سره اړيکه ونيسي.

د پوهنتون په دروازو کې موظف پوليس شتون لري چې د کومې پيښې په صورت کې له محصلينو سره مرسته کوي.

که چيرې اور لګيدنه يا زلزله رامنځته کيږي بايد محصلين د ودانی د فرار زينو له لارې د پيښې ځای ترک کړي.

د اور لګيدنې په صورت کې بايد اطفايي يا د حوادثو ضد ادارې ته زنګ ووهۍ  څو پيښه مهار شي.

ټول محصلين پوهنتون د راتګ په وخت کې بايد د هر ډول ناريه او جارحه  وسلو له راوړلو څخه ډډه وکړي.

ټول محصلين اړ دي چې د پوهنتون له امنيتي مسؤلينو سره همکاري وکړي او مزاحمت ونکړي.

د انصاف او عدالت پالیسی

لغمان پوهنتون د ( ۷۰۵۴ ) برحال اناثو  او ذکور محصلینو  په لرلو سره د لوړو زده کړو وزارت  په چوکاټ کې فعالیت کوي. په ټولوعلمی او اړونده  امورو کې د عدالت او انصاف اصل تطبیق کول، پرته له تبعیض نه ددې پوهنتون د لوحې په سر کې قرار لري، چې مونږ به په دې پالسۍ کې  د محصلینو جذب  تشویق او هڅونه ، د بورسونو ویشنه، مجازات او مکافات، محصلانو ته د نمرو ورکړه ، دمحصلینو ازموینی او ارزوني  او نور اړوند موارد به تر بحث لاندې ونیول شي.

اهداف:

د انصاف او عدالت پالیسي د لاندینیو اهدافو لپاره وضع شوي ده.  

۱- د انصاف او عدالت اصل په نظر کې نیولو سره  دمحصلینو او ورځني فعالیتونه لکه : دمحصلینو تدریسی بهیر ، د کنفرانسونو ارایه کول،  بورسونه، د کمیټيو او شوراوو تنظیم، په سیمینارونو او ورکشاپونوکي معرفي اوهمدا شان د جنډر مساوات مراعت کول

۲- د محصلینو په ازموینو کی  د انصاف او عدالت اصل په نظر کې نیولو سره.

۳-د محلصینو د ارزیابی او نمرو ورکولو کې د عدالت او انصاف اصل په نظر کې نیولو سره.

۴- په  محصلینو باندې  د لوړو زده کړو وزارت قوانین، مقررات لوایح او پالیسی  یو شان پلي کول

۵-د قوانینو، مقررو، لوایحو او پالیسیو د بنرونو، بروشرونو او کنفرانسونو له لارې.

۶- دمحصلینو د ظرفیت لوړنی پروګرامونو کی شفافیت او عدالت تامینول

اوله برخه :  د درسی بهیر، ازموینو او پایلو دشفافیت په اړه د انصاف او عدالت پالیسي

دمحصلانو چارو معاونیت چی د ازموینو عمومی کمیټی دنظارت او څار دنده په غاړه لري ، مسولیت لري چی د محصلینو سمستري ازموینو په جریان کی د عدالت د تآمین په برخه کې نظارت وکړي  او  محصل وکولی شی چی  خپله ستونزه په مستقیم ډول د پوهنځي  داخلی کمیټی له مسول، دپوهنځی له ریس، او د پوهنتون د ازموینو عمومی کمیټی  سره شریکه کړي ترڅو دمحصل حق ضایع نه شی ، همداشان استادان مکلف دی چی د اړوند مضمون ټول درسی مفردات دسمستر په ختمیدو سره پای ته ورسوی .

محصلین حق لري چی تر درو ورځو پوری په خپله اړونده پارچه دتجدید نظر غوښتنه وکړي ترڅو مطمین شی چی استاد یی نمری پوره ور کړی او یایی سهوا نمری کمی شوی. همدا شان  د پوهنځیو ریاستونو او داخلی کمیټو له لوری لاندې کړنی ترسره کیږي.

د سمستر منځنی ازموینې:

 په منځنی ازموینو کې د شفافیت لپاره د پوهنتون د علمي شورا نه استاد ته دنده ورکړل شوي ده تر څو هر استاد له ازموینې وروسته په مؤقت ډول محصلانو ته پرچې ورکړي تر محصلانو ته په ورکړل شویو نمرو باندې قناعت حاصل شي.

د سمستر په نهایي ازموینه کې:

دسمستری ازموینو دڅار او نظارت لپاره دمحصلانو چارو معاونیت له لوري عمومی کمیټه  شتون لري چی دټولو پوهنځیو څخه یو یو استاد غړیتوب لري، نوموړي کمیټه دنده لري چی  د مختلفو مواردو په نظر کی نیولو سره د پوهنځیو داخلی کمیټی وارازوي او هره ورځ ددوی څخه راپور را ټول او د ازموینو عمومی کمیټی ته وړاندی کړي او دازموینو په پای کی  دټولو ازموینو توحیدی راپور د پوهنتون ریاست او دپوهنتون علمی شورا ته وړاندی کوي.

همداشان د پوهنځیو په داخل کی مختلفې کمیټي چی ترکیب کی یې استادان، د دپارتمنت په سطحه او د پوهنځي په سطحه تشکیل کیږي او د ازموینی پای د راپور په ورکولو سره منحل کیږی دا کمیټې هره  ورځ د ازموینو  نه لیدنه کوی او راپور یی هره ورځ د کمیټې مربوطه کتاب کې درج کیږي او د ازموینی پای کی په لیکلي ډول سره د محصلانو چارو معاونیت ته رسوي دا هیئت د سوالونو ډول، د صنف داخلی نظم ،د امتحان نیټه، په خپل وخت سره د ازموینی پیل، د استاد ممتحن او ممیز شتون په صنف کی، د ازموینی لپاره مناسب ځای او د محصلانو رضایت له ازموینی نه... ډاډ ورکوي.

د ازموینی پایلې د هرې پوهنځی د تدریسي مدیریت لخوا رسمأ اعلانیږي او محصلان د ازموینې د لایحې مطابق تر درو ورځو پورې د بیا کتنی لپاره معترض کیږي، په پارچه باندی بیا کتنه د درې استادانو او د معترض کوونکي محصل په شتون کی د سوالونو د کلي مطابق کتل کیږي د محصل شتون د بیا کتنی لپاره د شفافیت، انصاف او عدالت لپاره اعتماد زیاتوی.

دوهم برخه :  د سکالرشیپونونو، سیمنارونو او ورکشاپونو  اړوند  د انصاف او عدالت پالیسي

د لغمان محصلانو چارو معاونیت د محصلینو  د ظرفیت لوړوالو ته ژمن دي او هره برنامه یا سکالرشیف  چې د پوهنتون له لوری محصلانو چارو معاونیت ته را جع کیږی ، محصلانو چارو له لوری اړوند پوهنځی ته لیږدول کیږی ترڅو لایق او پر شرایطو برابر محصلین دپوهځیو له لوري معرفی شي  چی محصلانو چارو معاونیت یی رسمی مربوطه مرجع ته ورولیږي.

 همدارنګه د پوهنتون په داخل یا  خارج کی ورکشاپونو  ته د محصلانو  معرفي د پوهنځیو لخوا  له ځانګړتیا سره سم  معرفي کیږي او د پوهنتون په داخلي ورکشاپ کی هم له اړونده پوهنځیو څخه دمحصلینو غوښتنه کیږی  ترڅو په شرایطو برابر محصلین ورکشاپ ته معرفی کړی.

دریمه برخه : د ټولنیزو اخلاقو او شکایتونو اړوند  د انصاف او عدالت پالیسي

د لغمان پوهنتون  د تضمین  کیفیت مرکز، د مختلفو تعصبونو او سلیقوي برخوردونو او د یو اخلاقي چاپیریال د رامنځته کولو په منظور په لغمان پوهنتون کې د اخلاقو پآلیسی تدوین کړه او د علمي شورا په (                     ) تاریخ باندی د پوهنتون په رسمي سایټ کې خپور کړو او د پوهنتون  ۱۱ ګونو پوهنځیو ته ولیږل شوې پدې پالیسی کې په واضح ډول بیان شوي چې هر ډول تخلف له هرې مرجع نه چې یو ځای کیږي د لوړو زده کړو او د هیواد د قانون مطابق به سوال او ځواب ورسره کیږي.

ددی ترڅګ که کوم محصل وغواړی چی خپل شکایت په رسمی ډول ثبت کړی ، د تضمین کیفیت د طرزالعم په اساس کولی شی چی په یاد طرزاالعمل کی شکایتونو ته د رسیده ګی لارښوونی شتون لري.

څلورمه برخه : د محصلانو  په حاضری کې د عدالت او انصاف پالیسي

محصلین دا مکلفیت لري چې په تعین شوي ساعتونو کې په هر سمستر کې حاضر وي هر استاد خپله ځانګړي حاضري لري او محصل چې حاضر نوي ناسوب حسابیږي د محصل شمولیت او محرومیت په ازموینه کې د هر استاد ځانګړي حاضري همغه چې ٪۷۵ حاضر او ٪۲۵ غیر حاضر وي محاسبه کیږي هیڅ کومه مرجع د استاد په ځانګړي حاضري کې د لاسوهنې حق نلري.

پنځمه برخه :  د مجازاتو او مکافاتو د تطبیق په اصل کی د عدالت او انصاف پالیسي

د لغمان پوهنتون  دمحصلانو چارو معاونیت د مجازاتو او مکافاتو د اصل تطبیق ته باوري دی او د مالي توانایي مطابق هغه شمیر  محصلان چې وړتیا لري، یو نوښت کولی شی او همدا شان غوره سیمنار یا مقاله وړاندی کړي  حمایت کوي د هغو محصلانو لیست چې تشویق شوي دمحصلانو چارو معاونیت کی  موجود دی.

د محصلانو د ملاتړ پاليسي

د محصلانوچارو معاونيت  د محصلانو د ملاتړ په پار بېلابېل چوپړتياوې او خدمتونه وړاندې کوي. که تاسو یې په اړه نه پوهېږی له موږ نه يې پېل کړئ. موږ به درته د دې په اړه د پوهنتون اړوند مراجع تاسو ته در وپېژنو.

لکه تعليمي څانګې،د مشاورتي خدمتونو څانګې،محلي ټولنې او نور...

د محصلانوچارو مرستيال  د محصلينو دتحصيلي او تعليمي پرمختګ  سره ډېره  مينه اوعلاقه لري. د محصلينو د کړنو څارنه کوي او د هغه محصلينو سره ګوري کوم چې د تحصيلي پلان د   پر مخ وړلو په کومه برخه کې ستونزه ولري.

سربېره پر دې که کوم محصل مرستې ته اړتيا لري، بايد له موږ سره په اړيکه کې شي او خپل شکايت درج کړي. د دفتر مسئولينو سره د خبرو کولو لپاره په مهربانۍ سره (۰۷۸۲۳۵۴۳۰۰ ) شمېرې سره په اړيکه کې شئ، او يا هم د خپل شکايت  د درج کولو لپاره موږ ته ايميل وکړئ ، د کومې عاجلې پېښې سره د مخامخ کېدو په صورت کې د عامه نظم د خدماتو پوليسو سره په ( 100 ) شمېرې سره په اړيکه کې شئ.

 

د کتاب د ډاونلوډ لپاره په لاندې لنک کلیک وکړئ:

https://lu.edu.af/sites/default/files/2022-08/Students%20Guid%20book.pdf