د علمي چارو مرستیال پیغام

ډېر خوښ يم چې د لغمان پوهنتون د علمي مرستيال په توګه د محصلانو او استادانو په خدمت کې قرار لرم، څو د هغوی تحصيلي اړتياوې په ښه ډول پوره کړم.

لغمان پوهنتون پر (۱۳۹۰ل) کال د کرنې پوهنځي په تاسيس سره خپل علمي او اکاډميک مزل پيل کړ او د هر کال په تېرېدو سره د نويو پوهنځيو او ډيپارټمنټونو په جوړېدو او د استادانو په زياراو کوښښ سره ښه پرمختګ کوي. اوسمهال  پينځه پوهنځي، شپاړلس ډيپارټمنټونه او د (۲۶۳۳) شا وخوا کې زده کړيالان لري چې د (۷۲) دوه اويا تنو مسلکي او متخصصو استادانو له خوا چې زيات يې له بين المللي پوهنتونونو څخه د ماسترۍ ترکچې پورې لوړې زده کړې لري د تدريس چارې پرمخ وړل کېږي .

پينځه ګونې ستراتيژيکې موخې يې په دې ډول دي:

د تدريس کيفيت لوړول، د هيواد ټولنيزواواقتصادي اړتياوو ته ځواب ويل، د محصلانو رضايت، په ټولو چارو کې د پوهنتون پراستقلاليت سربېره لغمان پوهنتون چې يوازې د تدريس چارې په کې پرمخ وړل کېږي ، په يوه څېړنيز پوهنتون بدلول، د پوهې اود پوهې په واسطه لاسته راوړنې زموږ د پاملرنې او توجه په هسته کې ځای لري.

په ساينس او ټکنالوژۍ کې د چټک بدلون او د ټولنې د اړتياوو په زياتېدو سره موږ په مکرره توګه له خپل تحصيلي نصاب څخه کتنه کوو، څو د ښوونې او روزنې د کيفيت اعتبار رامنځته شي او زموږ هره برنامه معتبرنړيوال معيارونه پوره کړي. له همدې امله د لېسانس (۱۹) برنامو انکشاف ته رسېدلي يو، سربېره پر نصاب نورې کړنې د محصلانو د فکري او فزيکي ودې له پاره ارايه کېږي ، همدا ډول  لغمان پوهنتون په هيواد کې د کسب و کار په برخه کې د حکومت او نورو تحصيلي او څېړنيزو بنسټونو سره همکاري او شراکتونه رامنځته کړي دي.

زموږ ژمنو استادانو او کارمندانو هڅې او زموږ د رهبري  ژمنې له محصلانو سره مرسته کوي چې د ټولنې د ګټې له پاره اصلي نظرونه ، پوهه او مهارتونه رامنځته کړي .

 لغمان پوهنتون په استازولۍ زه خپلو محصلانو ته ډاډ ورکوم چې موږ ستاسو د موخو په ترلاسه کولو کې له تاسو سره ژمن يو او ستاسو په لاسته راوړنو به پوهنتون ووياړي.