د پښتو څانګې په هکله:
د لوړو زده کړو وزارت
لغمان پوهنتون
ادبياتو اوبشري علومو پوهنځی
د پښتوڅانګې تاريخچه
په لغمان پوهنتون کې د ادبياتواو بشري علومو پوهنځی د پوهنتون د شپږ ګونو پوهنځيو په لړ کې دی. ياد پوهنځی څلور څانګې لري، چې له دې جملې څخه د پښتو ژبې او ادب څانګه په (۱۳۹۲ل) کال کې تاسيس شوې ده. تراوسه نوموړې څانګې اته دورې فارغان ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي دي، چې وضاحت يې په دې ډول کولی شو:
۱ـ په (۱۳۹۶ل) کال کې (۴۷) تنه فارغان چې په دې کې (۸) تنه نجونې او (۳۹) تنه هلکان.
۲ـ په (۱۳۹۷ل) کال کې (۸۸) تنه فارغان چې په دې کې (۵) تنه نجونې او (۸۳) تنه هلکان.
۳ـ په (۱۳۹۸ل) کال کې (۶۹) تنه فارغان چې په دې کې (۳) تنه نجونې او (۶۶) تنه هلکان.
۴- په (۱۳۹۹ل) کال کې (۸۸) تنه فارغان، ټول هلکان دي .
۵ـ په (۱۴۰۰ل) کال کې (۶۳) تنه فارغان، چې په دې کې (۵) تنه نجونې او (۵۸) تنه هلکان .
۶ـ په (۱۴۰۱ل) کال کې (۷۲) تنه فارغان، چې په د ې کې (۴) تنه نجونې او (۶۸) تنه هلکان .
۷ـ په (۱۴۰۲) کال کې (۶۰) تنه فارغان، چې ټول هلکان دي .
۸ـ په (۱۴۰۳ل) کال کې (۴۲) تنه فارغان، چې ټول هلکان دي .
پښتو څانګه اوس مهال په ( ۱۴۰۳ل) کال کې ټول ټال (۲۲۲) تنه محصلان لري، چې تفصيل يې په لاندې ډول دی:
لومړی ټولګی : (۷۹)
دويم ټولګی: (۶۱)
درېيم ټولګی: (۴۷)
څلورم ټولګی: (۳۵)
پښتو څانګه اووه تنه رسمي او دوه تنه قراردادي استادان لري، داچې يو تن استاد يې د دوکتورا په زده کړو بوخت دی؛ نو اوس مهال يې تدريسي چارې په (۱۴۰۳ل)کال کې د شپږوتنو رسمي او دوو تنو قراردادي استادانو له خوا پرمخ وړل کيږي، چې د رسمي استادانو پېژندنه يې په دې ډول ده :
ګڼه |
نوم |
پلارنوم |
تحصيل درجه |
علمي رتبه |
دنده |
۱ |
سليمان صياد |
عبدالستار |
ماستر |
پوهندوی |
دڅانګې مشر |
۲ |
شاه محمود کډوال |
ګل حميد |
د دوکتورا جريان |
پوهنوال |
استاد |
۳ |
عوض خان دولت زی |
حکم خېل |
ماستر |
پوهندوی |
استاد |
۴ |
اورنګزيب اسحق زی |
محمد نعيم |
ماستر |
پوهندوی |
استاد |
۵ |
جاويد حميدي |
دلاورخان |
ماستر |
پوهنمل |
استاد |
۶ |
عمران الله خنجر |
محمدرحيم |
ماستر |
پوهنمل |
استاد |
۷ |
زاهد الله جبارخېل |
شېر پادشاه |
ماستر |
پوهنمل |
استاد |
د څانګې ليد لوری او ماموريت
لیدلوری
لغمان پوهنتون ادبياتو اوبشري علومو پوهنځي پښتوڅانګه په پام کې لري، چې په راتلونکي کې د پښتو ژبې او ادب د پرمختګ له پاره کوټلي ګامونه پورته کړي او په اسلامي، هيوادنۍ اوپښتني روحيې سره وړ کادرونه ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي .همدا ډول د شرايطو په پام کې نيولو سره هوډ لري، چې نوموړې څانګه پر دوو ډيپارتمنټونو ووېشي، چې لومړی يې د پښتو ژبې او دويم به يې د پښتو ادب څانګه ونومول شي .
پښتو څانګه د خپلو هغو چارو تر څنګ چې د ظرفيت لوړولو په برخه کې يې په پام کې لري ، د څېړنيزو پروژو په تطبيق ډېر تمرکز کوي، چې په دې سره به په پښتو ادب کې شته تشې تر ممکن حده ډکې کړي.
ماموريت
پښتو ژبې او ادب څانګه هوډ لري ،چې د ژبپوهنې او ادبپوهنې څانګې داسې مديريت کړي، چې نصاب يې د لوړو زده کړو له کريکولم سره سم چمتو شي او د دې ترڅنګ اکاډيميک نوښتونه هم رامنځته کړي . دا ماموريت د هغه تعهد له مخې کېږي، چې موږ يې له خپل خدای، خپلې خاورې او خپل نظام سره لرو.