د کیمیا څانګې په هکله:

د کیمیا څانګې لیدلوری

کیمیا څانګه هڅه کوي چې د یو با اعتماده او معیاري علمي بنسټ په توګه، د کیمیا په ډګر کې په ملي او نړیواله کچه د لوړ کیفیت څیړنې او تدریس زمینه برابره کړي. دغه څانګه غواړي چې د اسلامي او ملي ارزښتونو په رڼا کې، مسلکي، نوښتګر او متخصص علمي کادرونه وروزي، څو د علمي پرمختګ، صنعتي پراختیا او ټولنیزې هوساینې لپاره د هیواد ښوونیز، څیړنیز او اقتصادي نظام ته باکیفیته خدمتونه وړاندې کړي.

د کیمیا څانګې ماموریت

د کیمیا څانګه ژمنه کوي چې د اسلامي او ملي ارزښتونو په مراعاتولو، د معاصرو علمي کړنلارو، نوښتګر تدریس، څیړنیزو فعالیتونو او شته امکاناتو په کارولو سره، مسلکي نوښتګر او متعهد علمي کادرونه وروزي. دا کادرونه به وکولی شي د کیمیا په مختلفو برخو کې د ټولنې علمي، ښوونیز او صنعتي اړتیاوو ته ځواب ووایي او د هیواد په دوامداره پرمختګ کې فعاله ونډه واخلي.

تاریخچه:

 د هيواد په کچه د ملي ګټو او ضرورتونو د پوره کولو په خاطر دلوړو زده کړو وزارت لازمه وګڼله چې د لغمان په پوهنتون کې کيميا څانګه په ۱۳۹۶  هـ ش کال منظور او عملاً يي په اداري او تدريسي بهير پيل وکړ . د يادونې وړ دی چې د ښوونې او روزنې پوهنځې (۱۳۹۲-۱۳۹۶) هـ ش کال پورې د يوه ګډې څانګې (کيميا او بيولوژي) درلودونکې وه. خوشبختانه په ۱۳۹۶ هـ ش کال د لوړو زده کړو وزارت لازم وګڼله چې ياده څانګه کلاسيک سيستم څخه کرديدت سيستم  ته تبديله کړي .