زراعت پوهنځی ستراتیژیک پلان
د لغمان پوهنتون په تشکيلاتي چوکاټ کې يو پوهنځی دی چې په ۱۳۸۹ کال کې تأسيس شوی. په لومړيو کې درې ديپارتمنتونه (ځنګلات او چاپیریال ساتنه او کرنيز اقتصاد او توسعه) او اوس مهال د پنځه ديپارتمنتونو لرونکی دی چې د پخواني دوو ديپارتمنتونو تر څنګ د هارتيکلچر، د نباتاتو ساتنې او باغداری ديپارتمنتونه هم تأسيس شوي. د کرنې پوهنځي تر دې دمه په ۶ دورو کې ۹۴۰ تنه فارغان د ليسانس په کچه ټولنې ته د خدمت لپاره وړاندې کړي او اوس مهال ۶۲۸تنه نارينه او ښځينه زده کړيالان په کې په درس بوخت دي چې د تدريس چارې ېې د ۲۲ تنه باتجربه استادانو له خوا پر مخ وړل کېږي.
په دې پنځه کلن ستراتيژيک پلان کې کرنې پوهنځی خپل لیدلوري او اهدافو ته په کتو د خپل ماموریت په موثره توګه ترسره کېدو لپاره ټولې اړتیاوې او اسانتیاوې په هر اړخیزه توګه په پام کې نیولي دي. د دې پلان د ترتیبولو لپاره د پوهنځي ادارې له خوا د ستراتیژیک پراختیايي پلان جوړولو کمېټه ټاکل شوی، چې غړي ټولو اړوندو څانګو څخه تعین شوي دي. په یاد پلان کې پر بنسټيزو تاسیساتو او اسانتیاوو رامنځته کولو سربېره، د پوهنځي علمي، اکاډمیکو او څېړنیزو چارو د پراختیا په برخه کې ظرفیت لوړونې او علمي پروګرامونو ته ځانګړې پاملرنه شوې ده. دغه راز د دې ستراتېژیک پلان په ترتیبولو کې د پوهنتون او پوهنځي تېرو ستراتیژیکو پراختیايي پلانونو او د ښکیلو خواوو رغنده نظرونه په پام کې نیول شوي.
۲. لید لوری
کرنې پوهنځی به په راتلوونکي کې د اسلامي، ملي اواکاډميکو اصولو پربنسټ د علمي کادرونو او شته منابعو په مرسته د هيواد د اړتياوو او غوښتنو سره سم د کرنې سکتور د پراختيا لپاره د ليسانس په کچه مسلکي بشري ځواک روزي او د څيړنيزو پروګرامونو د تطبیق لپاره اغيزمن چاپيريال رامنځته کوي.
۳. ماموریت
کرنې پوهنځی د يو اکاډميک او څيړنيز بنسټ په توګه د ماستر او دوکتور استادانو او پرمختللي وسایلو په مرسته د کرنيز اقتصاد او توسعه، هارټيکلچر، ځنګلاتو او چاپيريال ساتنې، اګرانومي، نباتاتو ساتنې او مالدارۍ په برخه کې مسلکي کادرونه روزي او څيړنيز پروګرامونه تر سره کوي.
۴. ارزښتونه
-
- ټولنې ته د لوړ او وړ کېفيت لرونکو بشري ظرفيتونو وړاندې کول.
- ملي او نړېوالو ارزښتونو ته د ژمن بشري ظرفيتونو وړاندې کول.
- ټولنې او خلکو ته د صادقو، په وطن مئينو، د خدمت هيله مند کادرونو معرفي کول.
- د تدريس، څېړنې او عملي کار په بهير کې د لوړو زده کړو مؤسسو د قوانينو مقررو او لوايحو تطبيقول.
- د کار او مارکيټ په نظر کې نيولو سره د بشري ظرفيتونو روزل.
۵. حکومت ولی
د کرنې پوهنځي اداري جوړښت د رهبرۍ په راس کې د پوهنځي ریس ، د څانګو آمرين قرار لري. پوهنځی د ۵ ديپارتمنتتونو او تجربوي څيړنيز فارم لرونکی دی چې د تدريس په چارو کې مرسته کوي. همدارنګه، پوهنځی مختلفې کمېټې لکه (د کیفیت تضمین، څیړنې، کریکولم،فرهنګي، چاپېریال ساتنې، ستراتېژیک پلان جوړونې، نظم او ډسپلین ، ازموینو، د برېښنایي زده کړو) چې د ځانکړو کاري لایحو له مخې خپلې تدريسي، اداري، علمي او تخينکي چارې د پرمختګ لپاره پر مخ وړي، چې اړونده چارې د پوهنځي د رئيس ، د څانګو آمرينو او هم د پوهنتون د مشرتابه له خوا څارل کېږی څو یقیني شي، چې اړونده چارې په اغېزمن ډول پرمخ روانې دي او د ترسره شويو فعاليتونو په هکله اړونده ادارو ته خبر او راپور ورکول کېږي.
۵. ۱ : درهبری پروګرامونه
د کرنې پوهنځي رئیس، د څانګو آمرين او نور اړونده اداري مسؤلین د دندو د ښه ترسره کولو وړتیاوې لري. د پوهنځي مشرتابه د پرسونل ظرفیت لوړونې په موخه تل هڅې کوي. د نوموړو چارو د ښه ترسره کولو لپاره ېې تدريسي او اداري پرسونل ته د ظرفيت لوړونې په موخه ښوونيزو پروګرامونونه برابروي. د دې ترڅنګ، د پوهنځي مشرتابه له سکتوري دولتي او غېر دولتي ادارو سره په همغږۍ استادانو او زده کړيالانو لپاره بېلابېل روزنیز ښوونيز کورسونه او ورکشاپونه دایروي چې د استادانو او زده کړيالانو وړتیاوې لوړې کړي او د اړونده موخو د لاسته راوړولو له پاره استادان او زده کړيالان هڅول شوي.
۵.۲: مالي، اداري او اکاډمیکه خپلواکي
دا چې د لغمان پوهنتون ته مالي خپلواکي نده ورکړ شوې ولی دلوړو زده کړو وزارت دبرنامی په اساس کولای شو چې په راتلونکی کې دخپلو موجوده فرصتونو(څيړني،څيړنیز فارم، .....) په لرلو سره په اینده کې خپل عواید پیدا داړونده پروژو له لاری تطبیق اود نوموړو پروژو پاېلې د پوهنځي، پوهنتون او ټولنې د خېر ښېګڼې لپاره په کار يوسي، په اړونده برخه کې له يو شمېر ادارو سره رسمي اړيکي ټينګي شي.
پوهنځی به د مالي خپلواکۍ په لرلو سره لاندې چارې په اغېزمنه توګه ترسره او خپل عواید زیات کړي:
- د نوو څانګو ایجاد
- د اړوند ملي او نړیوالو شرکاوو (Stakeholders) سره ګډې څېړنې
- د تجربوي فارم، تجهيزول او پراختيا
- دلابراتوارونو ایجاد
- سوداګریز او څيړنيز نندارتونونه جوړول
- لنډ مهاله مسلکي روزنیز کورسونو دايرول
- د بهرنیو مرستندویه خیریه ادارو د جلب لپاره معیاري پروپوزلونو ترتیبول
پوهنځی به د اکاډیميکې خپلواکۍ په لرلو سره لاندې موخې ترلاسه کړي:
- د وخت، سیمې او ښکېلو خواوو د غوښتنو او اړتیا سره سم په ښوونیز نصاب کې مثبت بدلون رامنځته کول
- د زده کړو په برخه کې د عصري مېتودونو پلي کول
- له ملي اعتبار ورکوونکو ادارو څخه اعتبار تر لاسه کول او په دوامداره توګه یې ساتل
- د کتابتونونو او کتابونو چاپ چارو ته پراختیا ورکول
- د تدریس د نویو میتودونو د ترلاسه کولو په موخه په ملي کچه د ټریننګونو برابرول او برخه پکې اخستل
- د برېښنایي زده کړو د عامولو په موخه د اړینو پروګرامونو پلان او پلي کول
- د پوهنځیو د مسلکي او تخنیکي عملي پروګرامونو او پروژو په برابرولو کې رغنده ګامونه پورته کول
- د څېړنيزو پروژو ترسره کول او پاېلې ېې له ټولنې سره شریکول
پوهنځی به د اداري خپلواکۍ په لرلو سره لاندې موخې ترلاسه کړي:
- د نویو علمي پروګرامونو ایجاد او د تشکیل زیاتوالی
- د دفتري چارو او اداري سیستم نوي کول
- د معلوماتو او ارقامو د خوندي پاتي کېدو په موخه ډېټابېس رامنځته کول
- د شته اداري او خدماتي کارکوونکو زیاتول
۳.۵. د فساد پر وړاندې مبارزه
دا چې فساد یوه شومه پدیده ده او د پرمختګونو د مخنیوي لامل ګرځي، کرنې پوهنځي اداره په پام کې لري چې د خپلو اړوندو چارو په برخه کې د هر ډول فساد مخنیوي په موخه لاندې کړنې ترسره کوي:
- د اداري فساد مخنیوي اړوند ټولییز د پوهاوي د پروګرامونو پلي کول
- د پوهنځي په چوکاټ کې د نافذه قوانينو، مقررو، لوایحو او طرزالعملونو پلي کول او څارنه
- په پوهنځي کې د فساد اړوند مواردو معلومول او ورته حل لارې پیداکول
- د پوهنځي له ټولو څانګو، فارم او ادارې څخه څارنه
- د مجازاتو او مکافاتو د اصل رایجول او پلي کول
- د معلوماتي تکنالوژي د وسايلو څخه د ګټې اخيستنې زمينې برابرول
- د هر ډول غیر قانوني کړنو مخنیوی کول
۴.۵. اداري بیروکراسي
په نړیواله کچه په ادارو کې بیروکراسي د چارو د ښه سمبالښت په برخه کې یو منل شوی اصل ګڼل کېږي، چې اداري یو لړ مهم اسناد د شواهدو په توګه له ځانه سره په دوامداره توګه وساتي. بیا په ځینو مواردو کې منفي بیروکراسي چارې له خنډ او ځند سره مخ کوي لکه: د وخت ضايع، د چارو نه ترسره کېدل، فساد او د مصارفو زیاتوالی. پر همدې اساس، پوهنځی تل هڅه کوي چې د چارو د چټکتیا، روڼوالي او موثریت په موخه د منفي بیروکراسۍ د لمنځه وړولو لپاره لاندې کړنې ترسره کړي:
- د معلوماتي ټکنالوژۍ پر مټ د اداري چارو پر مخ وړل
- د پوهنتون د ادارې او اړونده پوهنځېو سره د معلوماتي تکنالوژي پر مټ د اړيکو تامينول
- په اداري پروسو کې د غیر ضروري پړاوونو لنډول او له منځه وړل
- د اداري کړنو د روڼتیا په موخه د کمپیوټري پروګرامونو په ځانګړي توګه د ديتابيس پروګرام رامنځته کول
- د قوانينو، مقررو، لواېحو او طرزالعملونو له مخې ګمارنې او د ندو سپارل
۵.۵. د عملیاتي پلان تاییدول
د ستراتېژیکو موخو لاسته راوړلو لپاره عملیاتي پلانونو او طرحې د وخت او امکاناتو په نظر کې نیولو سره د مدیریت یو اساس اصل تشکیلوي، چې چارې په ټاکل شویو وختونو کې په اغېزمنه توګه د مثبتو پایلو په لرلو سره ترسره شي. پر همدې اساس، کرنې پوهنځي اداره د چارو د ښه سمون لپاره اړینه بولي چې د ستراستیژیکو موخو د ترلاسه کولو لپاره عملیاتي پلانونه ترتیب او لاندې کړنې ترسره کړي:
- د عملیاتي پلان په جوړولو کې د ښکیلو خواوو شریکول
- د عملیاتي پلانونو د ترتیب او تایید څخه ډاډ ترلاسه کول
- د عملیاتي پلانونو د پلي کېدو او تطبیق څارنه
- د پوهنځي د مربوطه څانګو د عملیاتي پلان د پلي کېدو شواهد راټول او د یادو شواهدو پر اساس لازمې کړنې ترسره کول
- عملیاتي پلانونو سره سم د اړوندو کړنو راپورونه ترتیب او وړاندې کول
- د عملیاتي پلانونو د نه اجراء شویو چارو لپاره د تدابیري پلانونو ترتیبول
- د عملياتي پلان د تطبيق لپاره د اسانتياوو برابرول
۶.۵. د څارنې او ارزونې پروسې پیاوړي کول
څارنه او ارزونه د اداري چارو د ښه ترسراوي لپاره د مدیریت څلورم اصل دی، چې له مخې یې له یوې خوا د تېروتنو او اشتباهاتو مخنیوی کېږي او له بلې خوا ډاډ ترسره کېږي، چې چارې په معیاري ډول له پلان سره سمې پر مخ روانې دي. پر همدې اساس، څارنه او ارزونه د شفافیت رامنځته کولو او ستونزو د لمنځه وړلو لپاره مهمه کړنه شمېرل او د چارو د پراختیا او پرمختګ سبب ګرځي. پوهنځی له پلان سره سم د خپلو چارو ترسراوي څخه د ډاډ ترلاسه کولو په موخه په دوامداره توګه د څارنې او ارزونې په برخه کې لاندې کړنې ترسره کوي:
- د څانګو، فارم او تدريسي مديريت له چارو څخه لیدنه او تېروتنو د مخنیوي او سمون په موخه لازمې پرېکړې کول
- د اداري کړنو په هکله له پوره دقت څخه کار اخيستل
- د علمي او اکاډمیکو چارو د ګړنديتوب لپاره له اوږدو پروسو ډډه کول
- د څارنې او ارزونې لپاره د ځانکړو کمېټو رامنځته کول
- په اړونده برخه کې مقاماتو ته راپور ورکول
۷.۵. د توامیتونو پراختیا
علمي تواميتونه د تجربو شريکولو، ظرفيتونو لوړولو او مرستو په جلب کې د پوهنتونونو سره ډېره مرسته کولی شي. لغمان پوهنتون او کرنې پوهنځی د اوږدې مودې را پدېخوا له بېلابېلو ملي پوهنتونونو او ادارو سره تواميتونه کړي دي چې دې پوهنځي ته ډېر ګټور تمام شويدي. کرنې پوهنځی تر دې دمه يو تواميت له محلی زراعت ،مالداری او اوبولګولو ریاست سره لاسلیک کړي، چې د پوهنځي د چارو په سمون او پرمختګ کې د پام وړ همغږي ترسره کوي. پوهنځی په راتلونکو پنځو کلونو کې د شته تواميت ساتنه او د نورو تواميتونو کولو لپاره لاندې کړنې ترسره کوي:
- د پوهنځی په سطحه د کمېټې ایجاد او دپوهنتون دکمیتی سره همغږی.
- د یادې کمېټې لپاره د خپل غوره او تجربه لرونکي غړو ورپېژندل.
- یادې کمېټو ته پالیسي او اړوند ټول اداري اسناد چمتو کول.
- د یادې کمېټې چارو او لارښوونو ته د تطبيق زمينې برابرول او پراختیا ورکول.
- د یادې کمېټې پر هڅو د امکان تر برېده د نړیوالو او سیمه اییزو پوهنتونونو او ادارو څخه د توامیت له مخې د مرستو جلبول.
۸.۵. د مرستو جلبول
په اوسني عصر کې هيڅ یوه اداره نشي کولی په یواځې ځان خپلې ټولې چارې په ښه ډول ترسره او خپلو موخو ته ورسېږي. نو بناً ټولې ادارې اړ دي چې د خپلو چارو د ترسره کوو په برخه کې داخلي او بهرنۍ همکارۍ او مرستې ترلاسه کړي. د کرنې پوهنځي اداره هم د خپلو چارو د ښه ترسراوي او پرمختګ لپاره کورنیو او بهرنیومرستندویه ادارو مرستو ته اړتیا لري، چې د ترلاسه کولو په موخه یې لاندې کړنې په راتلونکو پنځو کلونو کې ترسره کوي:
- د مرستو د جلب او د اړیکو د ټینګولو کمېټو ته پراختیا ورکول
- له مربوطه ملي او خیریه موسساتو سره توامیتونو لاسلیکول او حد اکثر ګټه ترې پورته کول
- په اړونده برخه کې د پلانونو او پالیسیو ترتیب او تهیه کول
- د ترسره شویو توامیتونو او اړیکو څخه د پوهنتون او پوهنځي په هر اړخیز پرمختګ کې موثره ګټه پورته کول
- په ملي کچه له پوهنتونونو سره په عملي چارو د همغږیو او فرصتونو زمینه برابرول
- د پوهنځي د فزیکي او معنوي جوړښت او پرمختګ په موخه د حقیقي او حکمي اشخاصو څخه معنوي او مادي مرستو جلبول
۹.۵. د جنډر مسایل
د ټولنیز ژوند د پرمختګ او ټولنې هر اړخیزې ودې لپاره نارینه او ښځینه پرته له کوم تبعیض او امتیاز څخه په ګډه د اړوندو چارو په ترسره کولو کې فعاله ونډه اخلي. دا چې افغانستان د څو لسیزو داخلي جګړو او ورانیو له کبله په بېلابېلو برخو کې ویجاړ او وروسته پاتې شوی چې له امله یې د ښځو ونډه د سړیو پرتله کمه شوېده. لازمه ده چې ښځې هم د سړیو په څېر په ټولو اداري او مسلکي کړنو کې د امکان تر بریده په فعاله توګه ونډه واخلي، څو د بشري قويې شته تشه ډکه او چارې په معیاري شکل ترسره شي او هم ښځې له خپلو حقوقو برخمنې شي. پوهنځی د علمي بنسټ په توګه په پلان کې لري، چې د نارینه وو تر څنګ ښځو ته هم په علمي او اکاډمیکو برخو کې ونډه ورکړي، چې پدې برخه کې لاندې کړنې ترسره کوي:
- په علمي او تحصیلي پروګرامونو کې د نارینه محصیلینو ترڅنګ د ښځینه محصیلینو شمېر زیاتوالي ته پوره پاملرنه
- د لوړو زده کړو ترلاسه کولو په موخه ښځینه محصیلینو د تشویق لپاره د عامه پوهاوي پروګرامونو پېلول
- د بشري ځواک د ګمارنې په برخه کې ښځینه کادرونو ته د امکان تر بریده پاملرنه زمینه برابرول
- د نظري زده کړو تر څنګ ښځینه محصیلینو ته د عملي زده کړو پراختیا
- ښځینه محصیلینو ته د تفریح ځایونو رغول او د بېلابېلو سهولتونو برابرول
- د انترشيپ پروګرامونو ته د ښځينه محصلينو معرفي کول
- د کارموندنې په برخه کې د ښځينه محصلينو سره مرسته
۵. ۱۰. د پوهنځي لپاره د بودیجې زیاتوالی
پوهنځی هوډ لري په علمي، اداري او فزیکي برخه کې پراختیا ومومي چې په راتلونکي کې د یو پرمختللي پوهنځي په توګه وکولای شي په فوق العاده توګه خپل خدمات وړاندې کړي. اړینه ده چې د لاندې چارو د ترسره کولو لپاره په خپله بودیجه مشخص او په کې په دوامداره توګه زیاتوالی رامنځته کړي، چې دې موخې ته د رسېدو په پار لاندې کړنې ترسره کوي:
- د نوو څانګو ایجاد
- د اړوند ملي او نړیوالو شرکاوو (Stakeholders) سره ګډې څېړنې
- لابراتوارونو ایجاد
- څېړنیزفارمونو پیاوړتیا
- سوداګریز او څيړنيز نندارتونو جوړول
- لنډې مودې مسلکي روزنیز کورسونه رامنځته کول
- د بهرنیو مرستندویه ادارو د جلب لپاره معیاري پروپوزلونو ترتیبول
۶. علمي او اکاډمیک پروګرامونه
د پوهنتونونو، پوهنځېو او علمي بنسټونو اصلي دنده د علمي کړنو ترسره کول دي. په همدې اساس، لغمان پوهنتون د کرنې پوهنځي اداره په پام کې لري چې د یو با کیفیته او پرمختللي پوهنځي په توګه بېلابېل ساینسي، ټولنیز او څېړنیز پروګرامونه پر مخ یوسي چې له امله یې په هېواد او نړۍ کې د انساني ژوند په ښه والي او پرمختګ کې پوره ونډه لرلي وي. په دې لړ کې پوهنځی د علمي او اکاډمیکو پروګرامونو د پیاوړتیا لپاره لاندې کړنې ترسره کوي:
- د تخصصي او مسلکي برخو د پرمختګ په موخه نویو علمي پروګرامونو ایجادول، چې عبارت دي له:
a. نویو څانګو ایجاد :
- په کرنې پوهنځي کې د حیوانی علوموڅانګه (۱۴۰۰)
- په کرنې پوهنځي کې د ځنګلونو او چاپيريال ساتنې څانګه په چاپيريال ساتنې څانګې او د ځنګلاتو او طبيعی منابعو په څانګو ويشل.( ۱۴۰۱هـ ش)
- د څېړنې معیاري کول
- د ښوونیزو ورکشاپونو او ټریننګونو دایرول
- د سمپوزیمونو او نندارتونونو ته پراختیا ورکول
- د معلوماتي ټکنالوژۍ سرچینې تشخیص او کارول
- وېب پاڼې نوي کول
- علمي نصاب د مارکیټ او بازار غوښتنو سره عیارول
- د کتابتونونو، لکچرونو معیاري کول
- د علمي تجربو د شریکولو په موخه له نورو پوهنتونونو،دولایت مسولو او زیربطو اشخاصو څخه رابلل.
- د علمي سیرونو پراختیا
۱.۶. په علمي کادر کې وړ او مسلکي استادانو زیاتول
دا چې کرنې پوهنځی د لوړو زده کړو وزارت قانون او مقرراتو سره سم په بېلا بېلو علمي، مسلکي او تخصصي برخو کې ټولنې او سیمې ته وړ کادرونه روزي، نو تل هڅه کوي چې د مسلکي او وړ کادرونو په جذبولو کې لاندې ټکي په پام کې ونیسي:
- د لوړو زده کړو وزارت قانون د تقرر شرایطو په رڼا کې داسې اشخاص په کادر کې جذبول چې اکاډمیکو ارزښتونو ته ژمن وي.
- د مسلک او تخصص په پام کې نیولو سره د پیاوړو او مناسبو اشخاصو ګمارل
- په تقرر کې وړ دوکتور او ماستر، لسانس تشخیصول او لومړيتوب ورکول
- په کادر کې د شمولیت لپاره د شفافي پروسې رامنځته کول
- د پوهنځي د لوړې سويې او لايقو استادانو او غړو ساتنه او وړتیاوو یې پوره ګټه اخستل
- د موجوده علمي کادرونو ظرفیت ته وده او پراختیا ورکول
- د زده کړيالانو او استادانو لپاره د علمي سفرونو او تبادلې د زمينې برابرول
۲.۶. د کادر غړو ظرفیت لوړول
د پوهنتونونو، پوهنځېو او علمي موسساتو د هر اړخیز پرمختګ یو مهم لامل د اړوندو ادارو بشري ځواک او کار کوونکي ګڼل کېږي. کار کوونکي د مربوطه ادارو د رهبرۍ چارې په ښه ډول ترسره کوي او هم ورته د اهدافو تحقق لپاره بېلابېلې مادي او معنوي سرچینې رامنځته او ورڅخه موثره ګټه پورته کوي. پر همدې اساس، د کرنې پوهنځي اداره د پرمختګ او پراختیا لپاره په پام کې لري چې د علمي او اداري کاري ځواک د ظرفیت د کچې د لوړولو په پار لاندې کړنې په راتلونکو پنځو کلونو کې ترسره کړي:
- د علمي کادر غړو ته په ماسترۍ او دوکتورا پروګرامونو کې د زده کړو زمینه برابرول.
- د شتو مسلکي او منلو کادرونو څخه د پوهنتون او پوهنځي په پرمختیايي او روزنیزو چارو کې ګټه پورته کول
- د پوهنځي پرسونل ته د نويو اړتياوو د پېژندنې په اړه د داخلي روزنو او ټريننګونو فرصتونونو برابرول
- د پوهنځي د منلو کادرونو، استادانو او غړو ساتنه.
- اداري مديران په هغه مهارتو روزل او سنبالول چې د کارونو د ښه پرمخ بيولو وړتيا ترلاسه کړي.
- په ښوونيزو مهارتونو، وړتياوو او نوې ټکنالوژۍ باندې د علمي کادرونو سمبالول.
- د ستراتيژيک پلان او کړنلارو د پلي کيدو په اړه د اداري پرسونل روزل.
- د غوره زده کړې او ښوونې د زياتېدنې او وده ورکونې په موخه دلرې واټن د زده کړې لپاره اسانتياوو برابرول.
- تدريسي غړو ته د بهرنیومعیاری ژبو د روزنې اسانتیاوی برابرول.
- پوهو او وړ استادانو له پاره د علمي، څېړنيزو او عملي پروژو عملي کولو اسانتياوو برابرول.
۳.۶. علمي څیړنه او پلان جوړونه
په نړیواله کچه څېړنې او د څېړنو په پار پلان جوړونه د پوهنتونونو د ودې او پرمختګ په برخه کې خپل ځانګړی رول لوبوي. هره ټولنه او د ټولنې وګړي د ستونزو حل او پرمختګونو رامنځته کولو په غرض علمي څېړني ترسره کوي. د څېړنو پواسطه پوهنتونونه په خپلو صادراتو او عوایدو کې زیاتوالی راولي، چې په نتیجه کې یې هم ټولنه له ستونزو خلاصېږي او هم له نورې نړۍ سره د سیالۍ جوګه کېږي. بناً ننګرهار پوهنتون د کرنې پوهنځي اداره هم په راتلونکو پنځو کلونو کې ژمن دی چې د علمي څېړنو د ترسره کولو او پراختيا لپاره لاندې کړنې ترسره کړي:
- د پوهنځي او څانګو په کچه د څېړنو یو موثر میکانېزم رامنځته کول
- د څېړنيزو کړنو او پروژو د ترسره کولو له پاره د بودېجې او امکاناتو برابرول
- د پوهنتونونو سره اړيکو ټينګول او دڅېړنیزو پروګرامونو پرمخ بيولو له پاره د مرستو جلبول
- د لابراتورونو ایجاد
- د څېړنيزو پروژو د پايلو او لاسته راوړنو خپرول او د اړوند ادارو سره یې شريکول
- د پوهنتوني څيړنيزو مرکزونو له لوري د خصوصي سکتور دستونزو او اړتياوو حل له پاره د څېړنيزو پروژو طرحه کول
- دا چې د کرنې پوهنځی د څېړنې د امتیاز څښتن دی او په هره برخه کې دمتخصيصينو او څېړونکو لرونکی دی، نو د هر ډول پلټنې او څېړنې په برخه کې د غوره مېکانيزم له لارې د څيړنو له پاره د يو تحقيقاتي مرکز رامنځته کول او پياوړي کول.
- د څېړنې په برخه کې د علمي، اداري پرسونل او محصیلینو روزل
- د څېړنيزو پروګرامونو ترسره کولو له پاره استادان بهرنيو هيوادونو ته استول چې دعلمي، څېړنيزو او نظري کارونو ترسره کولو وړتيا ترلاسه او له غوره پايلو سره هېواد ته راستانه شي.
۶.۴. د کریکولم پراختیا
دا چې نړۍ او ټولنه په دوامداره توګه د بدلون او پرمختګ په حال کې ده، پوهنتونونه او تحصیلي موسسې اړ دي،چې د خپلو علمي پروګروامونو کریکولمونه د وخت، بازار او نورو ښکېلو خواوو د غوښتنو او اړتیاوو په پام کې نیولو سره د کریکولم د بیاکتنې په ترڅ کې د نصاب موضوعاتو کې وخت په وخت نوي او مثیت بدلونونه رامنځته کړي. پوهنځی د خپلو اړوند علمي پروګرامونو د مثبت بدلون او غوښتنوته د ځواب ویلو په موخه په راتلونکو پنځو کلونو کې لاندې کړنې ترسره کوي:
- د کرنې پوهنځېو لپاره د ملي نصاب او مفرداتو انکشاف لپاره هلې ځلې
- د پوهنځي په کچه د کریکولم د کمېټي پیاوړي کول
- د کریکولم کمېټې د غړو لپاره د اصلاحاتو په موخه نوې کړنلارې او پالیسۍ تهیه کول
- د پوهنځي او د څانګو په کچه د علمي کادر غړو لپاره د کریکولم د نوي والي او سمون په موخه د لازمو تریننګونو چمتو کول
- د کرېکولم په بیاکتنه او پراختیا کې د متخصصو اشخاصو، فارغانو او کارګمارنې مراجعو سره مشورې کول.
- له اړتيا سره سم له پوهنتونونو سره د کریکولم په بيا سمونه کې ملتيا.
- له پوهنتونونو څخه د نويو چاپ شويو خپرونو او کتابونو ترلاسه کول.
- له کریکولم څخه د مطلوبو موخو د لاسته راوړلو په غرض ارزونه
- له ټاکل شوي کریکولم سره سم د درسي موادو تهیه او برابرول
- د کریکولم د پلي کېدو څخه د ډاډ په موخه د اړوندو علمي پروګرامونو څخه راپورونه راټولول
- د کريکولم او مفرداتو د تطبيق لپاره د زمېنې برابرول
۶. ۵. د کیفیت تضمین او اعتبار ورکونه
پوهنتونونه د خپلو ملي او نړیوالو تحصیلي معیارونو په رڼا کې د خپلو خدماتو د ښه باور ترلاسه کولو په موخه تل هڅه کوي چې په خپلو علمي او څېړنیزو پروګرامونو کې بهتروالی راولي. نوموړې چارې د ملي او یا هم د نړیوالو اعتبار ورکونکو ادارو لخوا دبیا کتنې او ارزونې پروسو په بهیر کې ارزول کېږي چې په پایله کې یې اړوند پوهنتونونو خدمات د اعتبار بېلابېلې درجې ترلاسه کوي او د علمي او څېړنیزو چارو د نوي والي او غوره والی سبب ګرځي. د کرنې پوهنځي اداره په راتلونکو پنځو کلونو کې د ښه باور او اعتبار تر لاسه کولو لپاره د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکولو په برخه کې لاندې کړنې تر سره کوي:
- د ملي تضمینونکو ادارو څخه د کیفیت تضمین او اعتبار لاسته راوړل
- په ملي کچه د پوهنتون او پوهنځي د خدماتو کیفیت او درجې لوړول
- د کیفیت د تضمین او لوړولو په موخه د مسلکي کاري ټیم رامنځته کول
- په ټولنه کې د پوهنځي د اعتبار زیاتولو لپاره د ټولنیزو ستونزو په حل کې فعاله ونډه اخستل
- په پوهنځي کې د ښو زده کړو ټولې اسانتیاوې برابرول
- د نظري زده کړو په څنګ کې عملي زده کړو ته اسانتیاوې برابرول
- د کیفیت د ښه والي په موخه د نورو پوهنتونونو او تحصیلي موسسو سره همغږې
- په زده کړو کې د تدریس نویو میتودونو څخه ګټه پورته کولو لپاره اسانتیاوې برابرول
- د پوهنځي د ستراتېژیکو موخو د تحقق لپاره له اړوندو څانګو سره همغږي
- د روزنیزو پروګرامونو پیاوړتیا او عامول
- محصیلنو، اداري او علمي کادر غړیو ته کیفیت د ښه والي د معیارونو په هکله عامه پوهاوی ورکول
۶.۶. د ښوونیزو موادو چمتو والی
نن ورځ د نړۍ پوهنتونونه په دې هڅه کې دي چې د باور ترلاسه کولو لپاره خپلو علمي پروګرامونو د کريکولمونو د سمون وروسته اړونده درسي مواد د نویو میتودونو په پام کې نیولو سره چمتو کړي، چې د مناسبو ښوونیزو موادو په تدریس سره وکولای شي چې له یوې خوا د وخت شرایط او بدلونونه په پام کې ونیسي او له بلې خوا د خپلو اړوند ښکېلو خواوو غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي چې پایله به يې د مربوطه پوهنتون د لوړې درجې او باور تر لاس کول وي. کرنې پوهنځی په راتلونکو پنځه کلونو کې د ښه باور د ترلاسه کولو په موخه د خپلو علمي پروګرامونو د ښوونيزو موادو د چمتو کولو په برخه کې لاندې کړنې تر سره کوي:
- د نصاب او درسي موادو د سمون او ښه والي لپاره د کريکولم کمېټې چارو ته پراختيا ورکول
- د کرېکولم کمېټې کړنې د نویو مېتودونو سره همغږې کول
- په څانګو کې د نصاب او کریکولم کمېټو چارو ته ځانګړې پاملرنه او پراختيا ورکول
- د درسی موادو د پياوړتيا په موخه د علمي کادر غړیو د تالیفاتو او تحقیقاتو چارو ته خاصه توجه کول په دې برخه کې د هغوی هڅونه
- د پوهنځي د علمي کادر غړو لپاره د هېواد په داخل او له هېوادڅخه بهر د روزنیزو پروګرامونو برابرول
۶. ۷. د برېښنايي زده کړو پروګرامونه
دا چې په نړیواله کچه پوهنتونونه د حضوري زده کړو تر څنګ د غیر حضوري زده کړو پروګرامونه پر مخ وړي او د شته امکاناتو پر مټ د خپلو خدماتو پوښښ ته پراختیا ورکوي ، دې موخې ته د رسېدو په پار پوهنتونونه په خپلو خدماتو کې د ټکنالوژۍ ونډه زیاته او موثره ګټه ترې پورته کوي. د علمي او څېړنیزو بهیرونو د پیاوړتیا او موثریت لپاره پوهنتونونه خپلو اړوند ښکېلو خواوو ته د برېښنایي اسانتیاوو په چمتوکولو سره هر اړخیز نوی والی او مثبت بدلون رامنځته کوي. د حضوري علمي پروګرامونو سره په څنګ کې پوهنتونونه اړ دي چې د انلاین کورسونو او ګډو زده کړو لپاره د انلاین سرچینو اسانتیاوې رامنځته او ګټه ترې پورته کړي. د نوموړې چارې د ښه مدیریت په موخه پوهنځی په راتلونکو پنځو کلونو کې لاندې کړنې ترسره کوي:
- د برېښنايي زده کړو کمېټې ته پراختیا ورکول
- د برېښنايي زده کړو په اړه علمي کادر غړيو ته د ورکشاپونو برابرول
- په ټولو څانګو کې د برېښنايي زده کړو عامول
- د برېښنايي زده کړو د پروګرامونو پلي کېدو څخه بشپړه څارنه
- د برېښنايي زده کړو د ښه ترسراوي لپاره د یوې ځانګړې پاليسۍ(کړنلارې) رامنځته کول
- د ټولو محصیلینو ته د برېښنايي زده کړو په هکله معلومات ورکول
۶. ۸. معلوماتي ټکنالوژۍ ته لاسرسی
دا چې په نړۍ کې معالوماتي ټکنالوژي د معالوماتو په ترلاسه کولو، خوندیتوب، د اړیکو په ټینګولو، ښه مدیریت او د روزنیزو پروګرامونو په برخه کې رغنده دنده ترسره کوي، اړینه ده چې پوهنتونونه هم په کافي اندازه خپلې چارې د معلوماتي ټکنالوژۍ پر مت پیاوړي کړي. پوهنځی هم معلوماتي ټکنالوژۍ څخه د خپلو چارو په انسجام او چټکیا په موخه لاندې کړنې ترسره کوي:
- زېربېناوو ته پراختیا او وده ورکول
- د اداري، تخنیکي او مديريتي چارو سمون او پراختيا
- د اي ټی امنیتي وسایلو ته پاملرنه او پراختیا
- سوپر وای فای (WiFi) ته پراختیا ورکول
- د پوهنځي اړوند ټول څانګې او ادارې معلوماتي ټکنالوژۍ پواسطه وصلول
- د معلوماتي ټکنالوژۍ د استعمال په هکله استادانو او اداري پرسونل ته روزنیز ورکشاپونه برابرول
۷. لوړو زده کړو ته لاسرسی
زده کړې د وګړو یو له اساسي حقوقو څخه ګڼل کېږي، چې له نېکه مرغه د هېواد د اساسي قانون له مخې د لسانس تر کچې پورې لوړې زده کړې د دولت لخوا په وړیا توګه د قانون د حکمونو په پام کې نیولو سره د پوهنتونونو لخوا وړاندې کېږي. کرنې پوهنځی لوړو زده کړو ته د لاسرسي په موخه ګڼ شمېر علمي پروګرامونه په بېلا بېلو برخو کې پرمخ بیايي. لوړو زده کړو ته په شفافه توګه د لاسرسي په موخه پوهنځی په راتلونکو پنځو کلونو لاندې کړنې ترسره کوي:
- د کانکور له لارې په شفافه توګه زده کړو ته د لاسرسي زمینه برابرول
- د وړتیا او ظرفیت په پام کې نیولو سره بېلابېلو علمي پروګرامونه ته د محصیلینو ورپېژندل
- له هر ډول توپیر پرته هېوادوالو ته په مساویانه ډول د زده کړو حق ورکول او اسانتیاوې برابرول
- د وخت او بازار د غوښتنو او اړتیاوو په پام کې نیولو سره د نویو علمي پروګرامونو ایجادول
۱.۷. لوړو زده کړو ته پراخه لاسرسی
هېوادونه هڅه کوي چې خپلو وګړو ته په پراخه توګه د لوړو زده کړو ترلاسه کولو لپاره بېلابېلې اسانتیاوې برابرې کړي او هېواد یې په هر اړخیز ډول پرمختګ او وده وکړي. د افغانستان لوړو زده کړو وزارت هم پدې هڅه کې دی چې د هېواد وګړي یې په بېلابېلو علمي برخو کې لوړو زده کړو ته پراخه لاسرسي ولري. لغمان پوهنتون په پراخه توګه لوړو زده کړو ته د لاسرسي په موخه ګڼ شمېر علمي پروګرامونه په بېلا بېلو برخو پرمخ بیايي. لوړو زده کړو ته په شفافه توګه د پراخه لاسرسي په موخه کرنې پوهنځی په راتلونکو پنځو کلونو لاندې کړنې ترسره کوي:
- په پوهنتون او پوهنځي کې د ټولو علمي پروګرامونو څخه موثره ګټه پورته کول
- خپلو علمي پروګرامونو د جذب ظرفیت ته پراختیا ورکول
- عامه او مسلکی وګړو ته د علمي پروګرامونو په اړه پوره او نوي معالومات ورکول
- د وخت له غوښتنو سره سم د نویو علمي پروګرامونو رامنځته کول
۲.۷. لوړو زده کړو ته د ښځینه ؤ پراخه لاسرسی
دا چې ښځې د ټولنې په بشري ځواک کې له نیمايي څخه زیاته برخه تشکیلوي او د ټولنې په هر اړخیز پرمختګ کې د نارینه و تر څنګ په پراخه کچه اړوند چارې پرمخ بیايي، اړینه ده چې ښځینه هم له نارینه سره په ټولو حقوقو او امتیازاتو کې په مساوي اندازه ونډه ولري. د لوړو زده کړو په پروګرامونو کې هم د ښځینه وو ونډه د نارینه وو په څېر په پام کې نیول شوې. کرنې پوهنځی لوړو زده کړو ته د ښځینه وو د پراخه لاسرسي په موخه لاندې کړنې ترسره کوي:
- د جنډر برابروالی په نظر کې نیول
- ښځینه محصیلینو ته د پوهنتون او پوهنځي په علمي پروګرامونو کې ګډون لپاره زمینه برابرول او تشویقول
- ښځینه محصیلینو ته د لوړو زده کړو ته د تشویق په موخه که د معیاري ټولګي شمېره پوره کړي او د امکان په صورت کې د جلا درسي ټولګیو چمتو کول
- د ښځینه استادانو په علمي کادر کې شاملول
۳.۷. د کریډیټ سیستم پیاوړتیا او پلي کول
د نړۍ ډېری پوهنتونونه د کریډیټ سیستم د اصولو په رڼا کې خپل روزنېز پروګرامونه پر مخ بیايي او له دې لارې محصیلینو د ښو پایلو لرونکو زده کړو او اسانتیاوو زمینه برابروي چې له یوې خوا محصلین وکولای شي له خپل توان سره سم د زده کړو بهیر پرمخ یوسي او له بل پلوه د نظري زده کړو سره په څنګ کې د اړوندو عملي زده کړو له اسانتیاوو څخه هم برخمن شي. پوهنځی د کریډیټ سیستم زده کړو د پیاوړتیا او معیاري کېدو په پار لاندې کړنې په پام کې لري:
- د علمي کادر ټولو غړو ته د کریډیټ سیستم د عملي کېدو په اړه روزنیز ورکشاپونه پېلول
- د کریډیټ سیستم د موثریت په اړه محصیلینو ته معالومات ورکول
- په اړوندو څانګو کې د کرېډیټ سیستم عملي کېدو څارل
- د کرېډیټ سیستم په ښه بڼه د پلي کېدو په هکله تدریسي او اجرایوي مدیرانو ته پوهاوی ورکول
- د پایلو پر بنسټ د زده کړو په نتیجه کې د کرېډیټ لایحې موخې ترلاسه کول
- د شاګرد محورۍ د زده کړو دودول
- د کرېډیټ لایحې په اساس د عملي زده کړو پیاوړي کول
۴.۷. د محصیلینو لپاره د خدماتو او اسانتیاوو پیاوړتیا
پوهنتونونه هڅه کوي تل په خپلو علمي او خدماتي چارو کې محصلینو ته د پام وړ سهولتونه برابر او غوره پایلو په لرلو سره محصلین وروزي چې پوهنتونونه د هېواد او په نړیواله کچه د محصیلینو توجه او رضایت خپل کړي. د خدماتو او سهولتونو په وړاندې کولو سره پوهنتونونه غواړي چې له یو پلوه په علمي ټولنې کې خپل حیثیت لوړ کړي او له بل پلوه له همدې لارې مالي او مادي امکانات پراخه کړي. پوهنځی د غوره خدماتو او اسانتیاوو د پیاوړي کولو په موخه لاندې کړنې ترسره کوي:
- محصیلینو ته د علمي سفرونو زمینه برابرول
- سپورتي اسانتیاوې برابرول
- محصلینو ته د زده کړو د برابرولو ترڅنګ، د لازمو مهارتونو چمتووالی
- د وېبسایټ له لارې محصلینو ته پوره معالومات په واک کې ورکول
- د محصلینو وړاندیزونو او شکایاتو ته لاسرسی
- د علمي او عملي زده کړو په برخه کې محصلینو لپاره اړوندو سکتورونو سره د توامیتونو رامنځته کول
- محصلینو ته د عملي پیاوړتیا په موخه د بېلابېلو پروګرامونو او سمینارونو چمتو کول
- د پوهنځي د امکاناتو په پام نیولو سره محصلینو ته لپاره ټرانسپورټ ته پراختیا ورکول
- د محصلینو د علمي ظرفیت لوړاوي په موخه کتابتوني سهولتونو پراختیا ورکول
- په پوهنځي او څانګو کې د اړوندو لابراتوارونو کیفیت او خدماتو ته پراختیا ورکول
- محصلینو ته د ښې زده کړې لپاره د مناسب چاپېریال رامنځته کول
- په نړیوالو علمي سیالیو کې محصیلینو ته د برخې اخستنې زمینه برابرول
۸. زېربناوې
پوهنتونونه او تحصیلي موسسې تل هڅه کوي چې د علمي او اکاډمیکو پرمختګونوترلاسه کولو په موخه مادي امکانات او د اړتیا وړ پراخه زیربناوې او تاسیسات ولري. همدارنګه اړینه برېښې چې د راتلونکي لپاره بنسټیزې او زیربېنايي پروژې پلي کړي چې په پراخه کچه د لوړو زده کړو بېلابېو پروګرامونو د تطبیق وړتیا ولري. پوهنځي د زېربناوو د پراختیا په موخه د ماسټر پلان له مخې په راتلونکو پنځو کلونو کې لاندې چارې ترسره کوي:
- د پوهنځي د څيړنيز فارم پراختيا او تجهيزول
- د لابراتوارونو ایجاد
- د کرنيز ترویج او بزګرانو د روزنې لپاره مرکز ايجادول
- د بوټو د توليد/ روزنځای تجهيز او پراختيا
- د کمپيوتر د لابراتوار او انترنتي خدماتو پراختيا
- د بريښنايي کتابتون ايجادول
۹. SWOT تحلیل
د وضعيت تحليل د پلانونو د جوړونې او مديريت د چارو د پرمخ بېولو په برخه کې اړين بريښي تر څو له مخې د چارو د ښه تنظيم او د سرچينو څخه د معقولي، ګټورې، اعظمي او تلپاتې استفادې زمينه برابره او ټاکل شوي موخې ترلاسه شي.
د دې لپاره چې پوهنځی د پورته ذکر شویو ټکو په اړه پوره مالومات له ځانه سره ولري، لازمه ده، چې د راتلونکو پنځو کلونو لپاره خپل معنوي او فزیکي انځور خپلې مخې ته کېږدي او خپلې ټولې مادي او معنوي زیرمې په هر اړخیزه توګه و ارزوي چې په نتیجه کې د راتلونکو پرمختګونو او موخو ته د رسېدو بشپړ پلان ولري. پوهنځی یادې موخې لاسته راوړلو لپاره د SWOT لاندینۍ تحلیل ترسره کوي:
د قوت ټکي |
کمزوري ټکي |
|
|
فرصتونه |
ګواښونه |
|
|
۱۰.
د کرنې پوهنځي موخې او اهداف
د کرنې پوهنځي اداره ستراتېژیک پلان جوړونې څخه موخه د لوړو زده کړو د بهیر چټکتیا او ښه والی دی تر څو په ټولنه کې د شته ناورینونو او ستونزو پای ته رسېدو په برخه کې خپله ونډه واخلي. پوهنځی د ټاکلو ارزښتونو، لیدلوري او معیارونو په پام کې نیولو سره داسې وړ، مسلکي او معیاري کادرونه روزي چې د ټولنې په پرمختګ او د ستونزو په حل کې د خدمت وړاندې کولو جوګه شي. پوهنځی پورته ارزښتونو او لیدلوري ته د رسېدو په موخه په راتلونکو پنځو کلونو کې لاندې اهداف تعقیبوي:
- ملی ارزښتونو ته ژمن په مسلک پوهه کادرونه د ټولنی د خدمت لپاره روزول.
- د ټولنی د اړتيا او کار بازار په نظر کې نيولو سره تدريسی نصاب تطبيق.
- د کرنيزو او او حيوانې محصولاتو د کميت او کيفيت د اصلاح په موخه څيړنيز پروګرامونو ترسره او پايلی يي د ګټه اخيستونکو سره شريکول.
- په بيلابيلو څانګو کې د څيړنيزو او توليدی فارمونو جوړول.
- د تيوری او عملی زده کړو لپاره په عصری او تکنالوژیکی وسايلو سمبال او تدريسی چاپیريال را منځته کول.
- د کرنيزی پراختيا په موخه سيمه یز، ملی او نړيوالو برنامو کې ګډون.
۱۱. د کلیدي کړنو د شاخصونو په نظر کې نیولو سره د پوهنځي ستراتېژیک اهداف او موخې:
د کرنې پوهنځي ستراتېژیک پلان جوړونې څخه موخه د لوړو زده کړو د بهیر چټکتیا او ښه والی دی چې په ټولنه کې د شته ناورینونو او ستونزو پای ته رسېدو په برخه کې خپله ونډه واخلي. پوهنځی د ټاکلي ماموریت او معیارونو په پام کې نیولو سره داسې وړ، مسلکي او معیاري کادرونه روزي چې د کرنې سکتور په پرمختګ او د ستونزو په حل کې د خدمت وړاندې کولو جوګه شي. د کرنې پوهنځي اداره پورته ارزښتونو او لیدلوري ته د رسېدو په موخه لاندې کړنې ترسره کوي:
- په دوامداره توګه د وخت د شرایطو او بازار د غوښتنو په پام کې نیولو سره معیاري زده کړې وړاندې کول
- د لسانس پروګرامونو پېل کولو او زیاتولو په موخه د علمي کادر غړیو لپاره د نورو لوړو زده کړو زمینه برابرول
۱۴. خطرات
- کیدلی شی دموادو او سامان الاتو په پیر پروسه کی دتدارکاتی پروسو او هم دبودیجی دکموالی او نه تخصیص له امله ځنډ رامنځ ته شی.
- کیدلی شی په پرله پسی توګه مسولینو مراجعینو ته دپیشنهادونه وشی او هم دمرستندیه ادارو او خصوصی سکتور څخه په اړونده برخه کی مرسته وغوښتل شي
۱۵. د چاپېریال اغېزې
د نورو ادارو په څېر پوهنتونونه په ټولنه کې د یو لړ داخلي او بهرنیو چاپیریالي اغېزو تر تاثیر لاندې راځي. که چېرې د چاپېریال مثبتې اغېزې له وړاندې وپېژندل شي، د پوهنتون په علمي او فزیکي پرمختګ کې ورڅخه مثبه ګټه پورته کېدای شي.که چېرې د چاپېریال منفي اړخ په پام کې ونه نیول شي،شونې ده، د بېلابېلو تهدیدونو او ګواښونو له کبله د پلان موثر تطبیق له خطر سره مخامخ کړي. پوهنځی په راتلونکو پنځو کلونو کې د خپل ستراتېژیک پلان تطبیق پر وړاندې د لاندې خطراتو وړاندوینه کوي:
- د پوهنځي د تعمير د کانالزيسيون ستونزه
- د اقليم تغير او د ځمکې ګرمېدنه
- نباتي ، حيواني او ویروسی ناروغۍ
- وچکالي
- د نباتي فرش د تخريب ستونزه
مثبت ټکي:
- د کرنې پوهنځی د ودانۍ او فارم لرونکی دی
- د لوړ رتبه او لوړو زده کړو لرونکو استادانو لرونکی دی
- د ګڼ شمېر مينوالو زده کړيالانو لرونکی
- د خصوصي سکتور، دولتي او غېرو دولتي ادارو سره د ښو اړيکو لرونکی دی
- د کرنې د سکتور د ودې لپاره مناسب اقليم او شرايط لري
- د کرنې سکتور لپاره کافي فرصتونه او پوتنشيال وجود لري
- نارينه او ښځينه په دې سکتور کې په دندو بوخت او کاري وړتياوې لري
- د سيمي اقتصاد پر کرنه ولاړه ده
منفي ټکي:
- لابراتوار نشتوالی.
- د فارم ساحه محدوده او امکانات ېې نيمګړي دي
- د تدريسي او خدماتي پرسونل شمېره د زده کړيالانو په تناسب کمه ده
- د پوهنځي لپاره ځآنګړي بوديجه نشته
- د ښځينه زده کړيالانو د شموليت اندازه لږه ده
- د عملي کارونو لپاره امکانات محدود دي
۱۶. پایله
دغه ستراتېژیک پلان چې د ( ۱۳۹۹ – ۱۴۰۳ ) کال پورې چمتو شوی دی، له مخې د کرنې پوهنځي اداره هڅه کوي او ژمن دی چې د منځپانګې له مخې وړ کړنې ترسره کړي. د پوهنځي اداره به هڅه او هلې ځلې وکړي چې د لوړو زده کړو وزارت، لغمان پوهنتون او نور مرستندویان وهڅوي چې د کرنې پوهنځي د فزیکي رغونې او معنوي پیاوړتیا لپاره امکانات چمتو کړي. د دې چارې د ترسره کېدو لپاره د کرنې پوهنځي مشرتابه، استادانو او خدماتي پرسونل ژمنتيا د پوهنتون او پوهنځي ادارې د ټاکلو موخو ته د رسيدو لپاره د خوښۍ زېری او هیله بخښوونکي بريښي.
۱۷. ضمایم
په درنښت
پوهنمل حفیظ الله نيازی