لغمان پوهنتون کې د حفاظو محصلینو ترمنځ د حسن قرائت سیالۍ ترسره شوه. 

lu_admin
Wed, Feb 26 2025 11:30 AM
مسجد

یاده غونډه چې په همدې موخه د لغمان پوهنتون په عمومي مسجد کې جوړه شوې و، په کې د علمي، محصلانو، مالي او اداري چارو مرستیالانو سربېره، د پوهنځیو رئیسانو، د دعوت او ارشاد امر، د ارزونې کمېټې پلاوو محصلینو ګډون درلود.

مجلس د قرآن کریم مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شو، سرکې د علمي چارو مرستیال پوهنمل دوکتور عبدالوکیل بارکزي د ښه راغلاست او هرکلي ترڅنګ یاده برنامه د محصلینو علمي سطحې په لوړوالي کې اړین وباله او راتلونکي کې د دې ته ورته برنامو برابرولو ژمنه وکړه.

د حسن قرائت په یاده سیالۍ کې له ۸۵ حافظانو څخه ۲۰ تنه حافظان دازموینې له پاره انتخاب شوي و، چې پایله کې د ارزونې کمېټې له لوري دوه تنه ممتاز حافظان، قاري صاحب کفایت الله نیازي لومړی مقام او قاري صاحب ثناءالله دویم مقام ترلاسه کړل، چې د پوهنتون رهبري له لوري په ستاینلیکونو او تحایفو ونازول شول. مجلس د د.عوت او ارشاد امر محترم مو.لوي صاحب دلاور حلیم په دعایې سره پای ته ورسېده.
 

Latest news

Tue, Mar 11 2025 9:31 AM
Background image

لغمان پوهنتون کې د پوهنځیو، شاوخوا پارکونو، سرکونو، پیاده رونو او ګلدانونو د صفاکارۍ په پار حشر ترسره شو!

لغمان پوهنتون کې د اداري او خدماتي کارمندانو او محصلینو له لوري د چاپېریال ساتنې په موخه د صفايي یو ورځنی حشر ترسره شو، یاد حشر د مالي او اداري  چارو مرستیال ښاغلی مو.لوي صاحب سیف. . .

Wed, Feb 26 2025 11:30 AM
Background image

لغمان پوهنتون کې د حفاظو محصلینو ترمنځ د حسن قرائت سیالۍ ترسره شوه. 

یاده غونډه چې په همدې موخه د لغمان پوهنتون په عمومي مسجد کې جوړه شوې و، په کې د علمي، محصلانو، مالي او اداري چارو مرستیالانو سربېره، د پوهنځیو رئیسانو، د دعوت او ارشاد امر، د ارزونې. . .

BACK TO NEWS