د لغمان پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځی لپاره مجهز لابراتوار منظور شو!

د لغمان پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي له پاره مجهز او په عصري وسایلو سمبال لابراتوار د لوړو زده کړو محترم وزارت له لوري منظور شو.
د لغمان پوهنتون رهبرۍ په مؤثر مدیریت او د لوړو زده کړو محترم وزارت په خاصې پاملرنې، لغمان پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي ته چې د عملي زده کړو له پاره ورته جدي اړتیا لیدل کېده، مجهز او په عصري وسایلو سمبال لابراتوار منظور او ډېر زر به ګټې اخستنې ته وسپارل شي.
پوهنتون اداره