لغمان پوهنتون کې د پوهنځیو، شاوخوا پارکونو، سرکونو، پیاده رونو او ګلدانونو د صفاکارۍ په پار حشر ترسره شو!

lu_admin
Tue, Mar 11 2025 9:31 AM
شنه ساحی

لغمان پوهنتون کې د اداري او خدماتي کارمندانو او محصلینو له لوري د چاپېریال ساتنې په موخه د صفايي یو ورځنی حشر ترسره شو، یاد حشر د مالي او اداري  چارو مرستیال ښاغلی مو.لوي صاحب سیف الرحمن همت په مشرۍ او د سرسبزي کمېټې په هڅو د اداري او خدماتي کارمندانو او محصلینو له لوري د چاپېریال ساتنې په موخه صفايي ترسره او همدارنګه یادو نیالګیو او بوټو ته کیمیاوي سره ورکړل شو.

د لغمان پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال په خبره، هڅه کوي چې له دې لارې په کارمندانو او محصلینو کې د چاپېریال ساتنې روحیې د پیاوړتیا ترڅنګ هغوئ وهڅوي څو د پوهنتون په چاپېریال او صفایي کې ورسره فعاله ونډه واخلي.

د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم  د پوهنتون اداري او خدماتي کارمندانو او محصلینو له لوري د حشر په توګه د پوهنتون چاپېریال ساتلو هڅې کړي، چې موخه یې محصلینو له پاره د زده کړو ارام او پاک چاپېریال رامنځته کول دي.

Latest news

Tue, Mar 11 2025 9:31 AM
Background image

لغمان پوهنتون کې د پوهنځیو، شاوخوا پارکونو، سرکونو، پیاده رونو او ګلدانونو د صفاکارۍ په پار حشر ترسره شو!

لغمان پوهنتون کې د اداري او خدماتي کارمندانو او محصلینو له لوري د چاپېریال ساتنې په موخه د صفايي یو ورځنی حشر ترسره شو، یاد حشر د مالي او اداري  چارو مرستیال ښاغلی مو.لوي صاحب سیف. . .

Wed, Feb 26 2025 11:30 AM
Background image

لغمان پوهنتون کې د حفاظو محصلینو ترمنځ د حسن قرائت سیالۍ ترسره شوه. 

یاده غونډه چې په همدې موخه د لغمان پوهنتون په عمومي مسجد کې جوړه شوې و، په کې د علمي، محصلانو، مالي او اداري چارو مرستیالانو سربېره، د پوهنځیو رئیسانو، د دعوت او ارشاد امر، د ارزونې. . .

BACK TO NEWS