لغمان پوهنتون کې د پوهنځیو، شاوخوا پارکونو، سرکونو، پیاده رونو او ګلدانونو د صفاکارۍ په پار حشر ترسره شو!

لغمان پوهنتون کې د اداري او خدماتي کارمندانو او محصلینو له لوري د چاپېریال ساتنې په موخه د صفايي یو ورځنی حشر ترسره شو، یاد حشر د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلی مو.لوي صاحب سیف الرحمن همت په مشرۍ او د سرسبزي کمېټې په هڅو د اداري او خدماتي کارمندانو او محصلینو له لوري د چاپېریال ساتنې په موخه صفايي ترسره او همدارنګه یادو نیالګیو او بوټو ته کیمیاوي سره ورکړل شو.
د لغمان پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال په خبره، هڅه کوي چې له دې لارې په کارمندانو او محصلینو کې د چاپېریال ساتنې روحیې د پیاوړتیا ترڅنګ هغوئ وهڅوي څو د پوهنتون په چاپېریال او صفایي کې ورسره فعاله ونډه واخلي.
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د پوهنتون اداري او خدماتي کارمندانو او محصلینو له لوري د حشر په توګه د پوهنتون چاپېریال ساتلو هڅې کړي، چې موخه یې محصلینو له پاره د زده کړو ارام او پاک چاپېریال رامنځته کول دي.