ادبیاتو او بشري علومو پوهنځي لرلید،رسالت او تاریخچه:

لرلید (Vision):

د یوه فعال او مسلکي بنسټ په توګه د ادبیاتو او بشري علومو په برخه کې د ماسترۍ برنامو ایجاد او دغه راز په څیړنېزه برخه کې مخکښ اوسېدل.

رسالت  (Mission):

له شته امکاناتو نه په ګټې اخیستلو د داسې مسلکي کادرونو روزل، چې د هېواد راتلونکی پرې بسیا او روښانه وي.

 تاريخچه:

لغمان پوهنتون په (  ۱۳۸۹  ) هـ ش کال کې د دو پوهنځيو په درلودلو سره د سيمی د اړتياوو په اساس تاسيس شو. د ادبیاتو او بشري علومو پوهنځي د همدغه دوه لمړنيو څخه يوه پوهنځي ده ، چې د ژورنالیز، او علوم کتابدارۍ څانګو په درلودلو سره خپل فعاليت پيل کړ. د پوهنځي د اداری او تدریسي چارو د تنظیم په موخه د پوهنتون محترم رياست مقام د رهبری د لوزوم ديد په اساس پوهندوی سید ضیاءالرحمن بنوري د رئيس په توګه ټاکل شوی و، او عبدالهادي رشیدي د ازادی سيالی له لارې د تدریسي مدير په توګه او یو خدماتی کارکونکی په دندو وګمارل شول، چې ۲۸/۸/۱۳۹۹ هـ ش  نيټي څخه محترم پوهنمل سردارولي اسرار د پوهنتون  محترم رياست مقام  په لوزوم ديد او د لوړو زده کړو محترم وزارت په وړانديز او د ۲۲۱۷  ګڼه حکم په اساس د ادبیاتو او بشري علومو پوهنځی د رئيس په توګه تقر ترلاسه کړي او د پوهنځی اداری او تدريسی  مسوليت په رسمی توګه  محترم پوهنمیل سردارولي اسرار ته وسپارل شو. 

د ادبیاتو او بشري علومو پوهنځی د پراختيا په درشل کي ده چی د  ۱۳۹۲ هـ ش   کال کې د پښتو اوانګلیسي څانګې او په ۱۴۰۳ کال کې د درې څانګه منظور شو، چي په راتلونکی کی به د اړتياوو په نظر کي نيولو سره نوری څانګی هم د پوهنتون محترم ریاست مقام په همغږی د لوړو زده کړو محترم وزارت ته وړانديز شي.

د پورته ذکر شویو څانګو ټولی اداری او تدریسی چاری د سرپرست امرينو له خوا مخته وړل کيدلی، چی خوشبختانه  اوسمهال د پښتو څانګی لپاره پوهندوی سلیمان صیاد، د انګلیسي څانګي لپاره پوهنمل هدایت الله باور، د ژورنالیزم څانګې لپاره پوهنیار عبدالصمد حدید او د علوم کتابداري څانګې لپاره پوهنیار عمادالدین شهاب د ادبیاتو او بشري علومو پوهنځی د لزوم ديد او د پوهنتون محترم رياست د وړانديز په اساس چی د لوړو زده کړو محترم وزارت د منظوريدو څخه وروسته رسما د پورتنیو څانګو د امرينو په توګه ګمارل شوي.

په موجوده حالت کې د ادبیاتو او بشري علومو پوهنځی اداري او تدریسي چاری په خپل تعمير کې کوم، چې د Aid for Afghan Children  د الماني موسیسي بوديجی په مرسته جوړه شوی پرمخ وړي. د ادبیاتو او بشري علومو پوهنځی په کافی اندازه اداري او تدریسي امکانات په واک کي لري او همدارنګه د محصلينو د عملي کار لپاره په یاد تعمیر کې د راډیو یوه سټوډیو، څلور دیوالي جریدې او د څاڅکو شور تر عنوان لاندې یو ادبي بهير لري، د پوهنځي شا او خوا کافی اندازه ځنګلي او زينتي بوټي او ونې نهال شوي چې د پوهنځي په سرسبزی کې اغيزمن رول لوبولي.