د ښوونې او روزنې پوهنځي لرلید،رسالت او تاریخچه:

لرليد:

ښوونې او روزنې  پوهنځی د خپل ليدلوري له مخې په پام کې لري د اسلامي، ملي، علمي او اکاډميکو اصولو پربنسټ په راتلونکو (5 نه تر 10) کلونو په موده کې د باتجربه کادرونو او شته عصري سرچينو او منابعو په مرسته د هېواد د معنوي اړتياوو او غوښتنو سره سم د ليسانس په کچه د نويو څانګو د ايجاد ترڅنګ په بيلا بيلو څانګو کې د ماسترۍ په کچه برنامې پيل کړي.

ماموريت:

د وړ او مسلکي کادرونو او شته امکاناتو په لرلو د ښوونې او روزنې پوهنځی څلورو څانګو(ریاضي، فزيک، کيميا ،بيولوژي)  کې د ليسانس او ماستر په کچه د مسلکي کادرونو روزل ترڅو د ټولنې د اړتيا او غوښتنې سره سم د هېواد په پرمختګ او آبادۍ کې به خپل علمي او معنوي مسوليت او رسالت ترسره کړي.

تاريخچه:

لغمان پوهنتون په ۱۳۸۹  ) هـ ش کال کې د دوه (ادبيات او بشري علوم او کرنې) پوهنځيو  په درلودلو سره د سيمی د اړتياوو په اساس تاسيس شو. په ۱۳۹۲هـ ش کال کې د لغمان پوهنتون په چوکاټ  د ښوونې او روزنې پوهنځی جوړ شو،  چې د رياضي او فزيک، کيميا او بيولوژي دوو څانګو په درلودلو سره يې خپل فعاليت پيل کړ. د پوهنځی د اداري او تدريسی چارو د تنظيم په موخه د پوهنتون محترم رياست مقام د رهبري د لزوم ديد پربنسټ پوهنيار شريف الله امين د سرپرست رئيس په توګه ټاکل شوی و، او قيام الدين الکوزی د ازادی سيالۍ له لارې د تدریسي مدير په توګه او یو خدماتي کارکونکی په دندو وګمارل شول. په ۲۰/۵/۱۳۹۴  نيټې څخه تر  ۲۰/۶/۱۳۹۷ نېټې پورې محترم پوهيالی شفيع الله نيازی د پوهنځی د سرپرست رئيس په توګه وګمارل شو. بيا په ۲۰/۶/۱۳۹۷ نېټه کې  محترم پوهيالی محمد ابرار رحيمي د پوهنځی سرپرست رئيس په توګه وګمارل شو، له ۰۳ـ۰۹ـ۱۳۹۸ نېټې څخه محترم پوهنيار محمد احسان پوپلزی د پوهنتون  محترم رياست مقام  په لزوم ديد او د لوړو زده کړو محترم وزارت په وړانديز او د هېواد د ولسمشر د(۲۱۵۲) ګڼه حکم پر بنسټ د ښوونې او روزنې پوهنځی د رئيس په توګه وکمارل شو.

د ښوونې او روزنې پوهنځی د پراختيا په درشل کي دی، چې د  ۱۳۹۶ هـ ش   کال کې کلاسيک سيستم په کريدت سيستم بدل شو او دوه څانګې پر څلورو څانګو (رياضي، فزيک، کيميا او بيولوژی) بدلې او منظورې شوې ، چې په راتلونکي کې به د اړتياوو په نظر کې نيولو سره نورې څانګې هم د پوهنتون محترم رياست مقام په همغږی د لوړو زده کړو محترم وزارت ته وړانديز شي.

د يادونې وړ ده چې د ښوونې او روزنې پوهنځی د محصلينو د علمي او مسلکي کچې د لوړتيا په خاطر د عملي تدريس په موخه د معارف رياست او د معارف رياست پورې اړوند دولتي او خصوصي مکاتبو سره هوکړه ليکونه لری، چې د ضرورت په وخت کې د لغمان پوهنتون محترم رياست په مرسته اړوندو ادارو ته د عملي تدريس د ترسره کولو په موخه استول کيږي.