د کرنیز اقتصاد او توسعې څانګې په هکله:

لرليد:

د اسلامي، ملي او ديموکراتيکو اصولو په بنسټ د محصلينو روزل، چې د افغانستان په بيا جوړونه او انکشاف کې فعاله برخه واخلی او د پوهنتون په اکاډميکه برخه کې د خپل سيمي ضرورتونو ته وړ ځواب ووايې.

ماموریت:

د کرنيز اقتصاد او توسعې څانګه د يوه علمي بنسټ په توګه دي ته ژمن دي چي کرنيز اقتصاد او ترويج په رشته او مسلک کي دليسانس په کچه فارغان ټولنی اوسيمی ته په دولتي او خصوصي سکتورونو کي دخدمت دترسره کولو لپاره وروزي او نني وخت او مهال دغوښتنو اړونده ښوونه او روزنه دباتجربه او مسلکي استادانو په درلودلو سره ورکړي او ددي ترڅنګ دشته ستونزو دحل او نوي پرمختګونه ته د لاسرسي څيړني ترسره کړي چي په پايله کي تولنيز پرمختګ رامنځ ته کړي ..

تاریخچه:

دکرني پوهنځي دلغمان پوهنتون تاسيس سره سم په ۱۳۸۹ کال کي ايجاد شو چي دکرنيز اقتصاد او توسعي ډپیارټمڼت په همدی کال ورسره مل وه چي دلوړو زده کړو  دمحترم وزرات په لزوم ديد او حکم سره نوموړي ډپيارټمڼت دوه تنه مسلکي استادان استحدام شول . اوس مهال په دي څانګي کي ۶ تنه استادان چي دوه تنه يي په بهرنیو هيوادونو کي د دوکتورا او يو تن دماستري  په زده کړو بوخت دي او پاتي دري تنه يي چي دوه دماستري ترکچي زده کړي او يو تن ليسانس زده کړي لري په فعاله توګه  خپل علمي  او مسلکي پروګرامونه ترسره کوي چي په نوموړي څانګي کي ۹۳ تنه محصلين چي ۷ تنه اناث دۍ  په تحصيل بوخت دي .تر دي مهال يي اته دوري فارغان ټولني ته خدمت په منظور  وړاندي کړي دي دنويو محصلینو دنوم ليکني  اوشاملیدو شمير په هر کال کي تقربيا ۵۰ تنو ته رسيږي .

موخې:

  1. دکرنيزو مصولاتو دتوليد  اقتصادي مسايلو تحليل .
  2. په کرنه دعلمي څيړنه ترسره کول او دديم  څيړني  نتيجه  دترويجی پروګرامونو  په واسطه بزګزانو ته رسول .
  3. په کرنيز تخقيق او څيړنه کی  داحصايوي ميتودونو استفاده کول .
  4. دکرنيز توليداتو  دمارکيت په اړوند  پوهاوي .
  5. دکرني سکتور کۍ دنوي  ټکنالوژي اړوند محصلينو  او کوپراتيفي ټولنو سره نظرياتو  شريکول .
  6. دبزګرانو  عامه پوهاوي ،مهارتونو او دهنيتونو کي مثبت بدلون  راوستل تر څو دژوند سطحه لوړه شي .
  7. دکرنيز سکتور  اړوند  د دولت پاليسی  او قوانينو مطالعه کول .
  8. دکرني سکتور  دموجوده کرنيزي پاليسي  او قوانينو فرمان  برداري او محصلينو  تشويقول .
  9. کليوالي خلکو ته دنوي  مفکوري  رسول  او دوی مهارتونو لوړول .
  10. دکرني سکتور کي دفي واحد  تولید عامل تخنیکی  کفايت  دکچي لوړول
  11. دمسلک اړوند پوهه ترلاسه کول .
  12. دکرني  دانکشاف  لپاره دبشري منابعو دظرفيتونو وړتيا لوړول .
  13. دکرنيز پروژي لپاره دپروپوزل  ليکنه او ديوی کرنيزي پروژي  په پلانول ، مدريت  دوران   او تطبيق  په اصولو باندی دمحصلينو پوهول ،.
  14. دبزګرانو ترمنځ دهمکاري  روحي ايجادول