ځنګلونو او چاپيریال ساتنې څانګې په هکله:

لرليد:

دځنګلات او چاپيريال ساتنې څانګه د علمي کادرونو د روزلو له لارې د افغانستان بيا جوړونه، انکشاف، دځنګلاتو کرنه او روزنه او نورو طبعې منابعو څخه معقوله او دوامداره استفاده او دهغوې په ساتنه کې پراخه برخه واخلي.

ماموریت:

د ځنګلاتو او چاپيريال ساتنې څانګه د مسلکي او تخصصي کادرونو د روزلو له لارې د هيواد له طبعې منابعو څخه معقوله ګټه اخيستنه او د هغوی ساتنه لکه ځنګلونو، څړځايونه، وحشي ژوند او د ځنګلي محصولاتو زياتوالې او همدارنګه د ځنګلونو او څړځايونو درست مديريت د دښتو له پراخوالي څخه مخنيوی او د طبعيت دنظام تعادل ساتل تر څو انساني ټولنه له چاپيريالي ستونزو څخه په امن او په خپلو پښو ولاړ اقتصاد ولري.

 تاریخچه:

دځنګلاتو اوچاپیریال ساتنی څانگی تاریخچه دکرنې پوهنځی د لغمان پوهنتون تأسیس سره سم په ۱۳۸۹ ل کال کی ایجاد شوی چی د دځنګلاتو اوچاپیریال ساتنی دیپارتمنټ په همدی کال ورسره مل و . چی د لوړو زده کړو د محترم وزارت په لزوم ديد او حکم سره نوموړي ديپارتمنت کی دوه تنه مسلکي استادان استخدام شول چی اوس مهال پدی څانگه کی شپږ تنه مسلکی استادان لری چی دوه تنه یی په بهرنیو هیوادانو کې د ماستری او دوکتورا په زده کړو بوخت دي او پاتی څلور تنه یی په فعاله توګه خپل علمی او مسلکی پروګرامونه ترسره کوي . په نوموړی څانګه کی. تر دی محاله یی اوه دوری فارغان تولنی ته د خدمت په منظور وړاندی کړی دي. چی اوس مهال دپوهنتون د اداری په مرسته او کوښښ سره تولی ستونزی هواری شوي دي او د دیپارتمنټ کارونه په منظم ډول پر مخ روان دی.