د کندوز پوهنتون ملي کنفرانس کې لغمان پوهنتون دویم مقام خپل کړ

lu_admin
Tue, Oct 29 2024 9:40 AM
lgm

په کندوز پوهنتون کې د《افغانستان په ځان بساینه کې د پوهنتونونو ونډه》تر عنوان لاندې جوړ شوي ملي کنفرانس کې لغمان پوهنتون وشو کولای چې د هېواد په کچه په ټولو پوهنتونونو کې دویم مقام تر لاسه کړي. ددې ستر ویاړ او لاسته راوړنې مبارکي د پوهنتون رهبري، د لغمان ولایت غیور او متدین ولس ته وړاندې کوي.
د لغمان پوهنتون رهبري له خپلو درنو استادانو ځانګړې مننه کوي، چې د کندوز پوهنتون ملي کنفرانس ته يې د خپل پوهنتون په نماینده ګۍ مقالې ليکلې وې او د هېواد په کچه يې د دويم مقام په ګټلو سره د لغمان پوهنتون نوم وځلاوه.

Latest news

Thu, May 14 2026 9:19 AM
Background image

په ازموینو کې اضطراب او د هغې د له منځه وړلو لارو چارو تر سرلیک لاندې سمینار وړاندې شو.

چهارشنبه د ثور ۲۳مه چې د ١٤٤٧ ه ق کال د ذي القعده الحرام ٢٦مې نېټې سره سمون درلود، د لغمان پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي فزیک څانګې امر له خوا د څلور ګونو څانګو ټولو ټولګیو محصلینو. . .

Tue, May 12 2026 12:06 PM
Background image

د لغمان پوهنتون ژورنالېزم څانګې محصلانو د عملي زده کړو او مسلکي تجربو د پیاوړتیا په موخه علمي سفر ترسره کړ.

دغه علمي سفر چې د لغمان پوهنتون ادبیاتو او بشري علومو پوهنځي د ژورنالېزم څانګې له لوري د پوهنیار استاد یحیی یعقوبي په مشرۍ ترسره شو، پکې د یادې څانګې د څلورم ټولګي محصلانو ګډون کړی و. د. . .

Sun, Aug 31 2025 10:33 AM
Background image

لغمان پوهنتون دویم ظرفیت ته نوملیکنه جریان لری

دویم ظرفیت ته نوملیکنه!
د ۱۴۰۴ کال عمومي کانکور، دیني مدارسو، شپې پوهنځیو او اقوام او قبایل ازموینو ګډونوال کولی شي په خپلو اړوندو څانګو کې د امارتي پوهنتونونو او طبي علومو انسټیټوټونو. . .

BACK TO NEWS