د لغمان پوهنتون او په افغانستان کې د اندونیزیا سفارت ترمنځ د ګډو همکاریو تفاهملیک لاسليک شو

lu_admin
Mon, Apr 12 2021 9:49 AM
تفاهم لیک

د مسؤلينو په وينا، د ياد تفاهملیک له مخې به لغمان پوهنتون او د اندونیزیا هیواد ځینې پوهنتونونه په علمي، تدریسي، څیړنو، تحصيلي بورسونو او نورو برخو کې ګډ کار او متقابله همکاري کوي.

یاد تفاهملیک د لغمان پوهنتون د رئيس پوهنمل دوکتور عصمت الله دراني او په افغانستان کې د اندونیزیا هیواد سفیر ډاکټر عارف رحمن له خوا د ویډیویي کنفرانس له لارې په داسې حال کې لاسلیک شو، چې د لغمان پوهنتون علمي چارو مرستیال پوهنیار محمد میرویس صدیقمل او د اندونیزیا سفارت استازي عبدالحمید صافي هم حضور درلود.

په افغانستان کې د اندونیزیا سفیر ډاکټر عارف رحمن لغمان پوهنتون د افغانستان په نویو پوهنتونونو کې یو مخ پر انکشاف او غوره پوهنتون یاد کړ، چې په وینا یې، د اندونیزیا هیواد پوهنتونونه ورسره د متقابلو علمي همکاریو لرلو لیوالتیا لري.

نوموړي د دوکتورا او ماسترۍ په برخو کې د تحصیلي بورسونو برابرولو په هکله ژمنه وکړه او زیاته یې کړه، چې د همکاریو لړۍ به دوامداره ساتي، د لغمان پوهنتون رئیس ښاغلي پوهنمل دوکتور عصمت الله دراني د اندونیزیا هیواد له نیک نیت او د همکاریو له ژمنې مننه وکړه او دا تفاهملیک یې لغمان پوهنتون له پاره یوه غوره لاسته راوړنه وګڼله.

په درنښت

د پوهنتون اداره

Latest news

Thu, May 14 2026 9:19 AM
Background image

په ازموینو کې اضطراب او د هغې د له منځه وړلو لارو چارو تر سرلیک لاندې سمینار وړاندې شو.

چهارشنبه د ثور ۲۳مه چې د ١٤٤٧ ه ق کال د ذي القعده الحرام ٢٦مې نېټې سره سمون درلود، د لغمان پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي فزیک څانګې امر له خوا د څلور ګونو څانګو ټولو ټولګیو محصلینو. . .

Tue, May 12 2026 12:06 PM
Background image

د لغمان پوهنتون ژورنالېزم څانګې محصلانو د عملي زده کړو او مسلکي تجربو د پیاوړتیا په موخه علمي سفر ترسره کړ.

دغه علمي سفر چې د لغمان پوهنتون ادبیاتو او بشري علومو پوهنځي د ژورنالېزم څانګې له لوري د پوهنیار استاد یحیی یعقوبي په مشرۍ ترسره شو، پکې د یادې څانګې د څلورم ټولګي محصلانو ګډون کړی و. د. . .

Sun, Aug 31 2025 10:33 AM
Background image

لغمان پوهنتون دویم ظرفیت ته نوملیکنه جریان لری

دویم ظرفیت ته نوملیکنه!
د ۱۴۰۴ کال عمومي کانکور، دیني مدارسو، شپې پوهنځیو او اقوام او قبایل ازموینو ګډونوال کولی شي په خپلو اړوندو څانګو کې د امارتي پوهنتونونو او طبي علومو انسټیټوټونو. . .

BACK TO NEWS