د لغمان پوهنتون او په افغانستان کې د اندونیزیا سفارت ترمنځ د ګډو همکاریو تفاهملیک لاسليک شو

lu_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۱/۲۳ - ۹:۴۹
تفاهم لیک

د مسؤلينو په وينا، د ياد تفاهملیک له مخې به لغمان پوهنتون او د اندونیزیا هیواد ځینې پوهنتونونه په علمي، تدریسي، څیړنو، تحصيلي بورسونو او نورو برخو کې ګډ کار او متقابله همکاري کوي.

یاد تفاهملیک د لغمان پوهنتون د رئيس پوهنمل دوکتور عصمت الله دراني او په افغانستان کې د اندونیزیا هیواد سفیر ډاکټر عارف رحمن له خوا د ویډیویي کنفرانس له لارې په داسې حال کې لاسلیک شو، چې د لغمان پوهنتون علمي چارو مرستیال پوهنیار محمد میرویس صدیقمل او د اندونیزیا سفارت استازي عبدالحمید صافي هم حضور درلود.

په افغانستان کې د اندونیزیا سفیر ډاکټر عارف رحمن لغمان پوهنتون د افغانستان په نویو پوهنتونونو کې یو مخ پر انکشاف او غوره پوهنتون یاد کړ، چې په وینا یې، د اندونیزیا هیواد پوهنتونونه ورسره د متقابلو علمي همکاریو لرلو لیوالتیا لري.

نوموړي د دوکتورا او ماسترۍ په برخو کې د تحصیلي بورسونو برابرولو په هکله ژمنه وکړه او زیاته یې کړه، چې د همکاریو لړۍ به دوامداره ساتي، د لغمان پوهنتون رئیس ښاغلي پوهنمل دوکتور عصمت الله دراني د اندونیزیا هیواد له نیک نیت او د همکاریو له ژمنې مننه وکړه او دا تفاهملیک یې لغمان پوهنتون له پاره یوه غوره لاسته راوړنه وګڼله.

په درنښت

د پوهنتون اداره

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۳۰ - ۸:۳۱
Background image

:د تعلیم الاسلام کتاب علمي سیالۍ

خبرتیا
په لغمان پوهنتون کې د محصلینو علمي او دیني پانګې زیاتوالي په موخه د محصلانو چارو معاونیت له لوري دتعلیم الاسلامکتاب علمي سیالۍ ترسره کیږي، یاده سیالۍ کې به لومړي، دویم او دریم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۹ - ۱۰:۲
Background image

د لوړو زده کړو وزارت جلالت مآب وزير صاحب شيخ القران و الحديث مولوي ندا محمد نديم د يو کاري سفر په ترڅ کې لغمان پوهنتون څخه لیدنه وکړه

۱۴۴۴۵/۶/۴نیټه

هغه غونډه چې په همدې موخه د لغمان پوهنتون په انګړ کې جوړه شوې وه پرمهال يې د لوړو زده کړو وزير شيخ القران و الحديث مولوي ندا محمد نديم، لغمان والي الحاج قاري زين العابدين. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۲/۵ - ۱۱:۱۷
Background image

د لغمان پوهنتون د تدریسي بهیر دپیل خبرتیا!

د لغمان پوهنتون د شپږګونو پوهنځیو د ټولو څانګو محصلینو ته خبر ورکول کیږي، چې د روان تحصیلي  کال د دویم سمستر تدریسي بهیر په ۱۴۴۴/۱۰/۵ نیټه  د سهار په ۸ بجو رسماً پيل کیږي، ټولو ګرانو. . .

خبرونو ته لاړشئ