د لغمان ولایت د ۱۴۰۰هـ ل کال د کانکور ازموینه رسماً پیل شوه

lu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۲/۸ - ۹:۳۳
کانکور ازموینې انزور

نن په ۱۴۰۰/۲/۸ هـ ل نيټه د لغمان ولایت د کانکور ازموینه د لغمان پوهنتون په مقر کې د ولایت مالي او اداري مرستیال ښاغلي دوکتور پوهنوال خواجه محمد عصامي، د پوهنتون رئیس ښاغلي دوکتور عصمت الله دراني او د پوهنتون د علمي چارو او محصلانو چارو محترمو مرستیالانو، د کانکور ازموینې د راغلي محترم پلاوي مشر ښاغلي پوهاند فضل او ښاغلي یوسفي، د پوهنتون محترمو استاذانو او رسنیو په حضور کې رسماً پرانیستل شو، نوموړې ازموینه به د پلان سره سم د درې ورځو په دوام کې اخیستل کیږي.

په درنښت

د پوهنتون اداره