د محصلانو معاون پیغام:

د لغمان پوهنتون ګرانو محصلانو، قدرمنو والدینو او درنو استادانو!

اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ

تاسو ته د لغمان پوهنتون د محصلانو معاونیت له لوري ښه راغلاست وایم، زموږ د پوهنتون رسالت د اسلامي ارزښتونو، ملي ګټو او علمي معیارونو په رڼا کې د داسې مسلکي، متعهدو او با اخلاقه کادرونو روزل دي چې د افغانستان د پرمختګ او سوکالۍ لپاره اغېزناک خدمت وکړي.

د محصلانو معاونیت د دې ژمنې استازیتوب کوي چې محصلانو ته داسې سالم، خوندي او هڅوونکی علمي چاپېریال برابر کړي، تر څو هغوی خپل علمي ظرفیت، فکري وړتیا او مسلکي مهارتونو ته په غوره توګه وده ورکړي، زموږ باور دا دی چې د پوهنتون بریا ټولنې ته د هغو محصلانو په وړاندې کولو کې نغښتې ده چې د علم، اخلاقو، مسؤلیت او د اسلام او ټولني د خدمت روحیه ولري.

لغمان پوهنتون د کرنې، ښوونې او روزنې، شرعیاتو، ادبیاتو او بشري علومو، انجنیرۍ او اقتصاد په پوهنځیو کې د لیسانس تر کچې د کیفیت لرونکو زده کړو زمینه برابروي، زموږ هڅه دا ده چې محصلان د خپلې تخصصي پوهې ترڅنګ د نوښت، انتقادي تفکر، ګډ کار، رهبرۍ او ټولنیز مسؤلیت احساس په لاره کې ممتاز واوسي، ترڅو د کار بازار او د هېواد اړتیاوو ته په وړتیا سره ځواب ووایي.

د محصلانو معاونیت د محصلانو د علمي، فرهنګي، ورزشي او ټولنیزو فعالیتونو د پیاوړتیا، پر اسلامي او د هېوادنۍ مینې پر روحیه د محصلانو روزنې، د محصلانو د ستونزو د اغېزمن حل، د غوره خدماتو د وړاندې کولو او د پوهنتون د سالمې علمي فضا د لا پیاوړتیا لپاره په دوامداره توګه هڅې کوي. موږ باور لرو چې د استادانو، محصلانو او والدینو ګډه همکاري د یوه بریالي او پرمختللي پوهنتون بنسټ جوړوي.

زه له خپلو ټولو محصلانو څخه هیله لرم چې د زده کړو فرصتونه په بشپړه توګه وکاروي، د پوهنتون اصول، اسلامي او اکاډمیک ارزښتونه مراعات کړي، د خپل مسلک په زده کړه کې هڅاند واوسي او د اسلام او هېواد د خدمت لپاره ځانونه په علم، مهارتونو او ښو اخلاقو سمبال کړي.

په پای کې ډاډ درکوم چې د محصلانو معاونیت به تل د محصلانو د علمي پرمختګ، شخصیت جوړونې او د اسلام او هېوادنۍ مینې پر روحیې روزني لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي، ستاسو بریا زموږ ویاړ او زموږ ګډ هدف دی.

په درنښت

پوهنمل دکتور نور احمد مزمل

د محصلانو معاون

لغمان پوهنتون

اړیکی شمیره

Email: vc.studentaffairs@lu.edu.af