د پوهنتون د رئیس پیغام:

لغمان پوهنتون د لوړ پوهنیز کیفیت،غښتلي څیړنیز سیستم،غوره مشرۍ او ښه مدیریت لرلو ترڅنګ یې بنسټیزه موخه د افغانستان دوامداره پرمختګ ته ژمنتیا ده، چې اسلامي اصولو ته پابند،په ملي او نړیوالو معیارونو برابر،دیني او ملي ارزښتونو ته ملتزم کادرونه ټولنې ته وړاندې کړي،ددې موخې له پاره مونږ له ټولو درنو استادانو او پوهنپالو هیوادوالو څخه غوښتنه کوو،چې په بیلا بیلو برخو کې له دې علمي ادارې سره ګډ کار وکړي ،تر څو په پیاوړې روحیه د علمي پرمختګ پر لار چټک او ګټور ګامونه واخلو.

په درنښت

پوهنیار محب الله هدایت