د څیړنې کمیټې په هکله:

ليدلوری:

په پراخه کچه د څېړنو رامنځته کول او حمايه کول څو په لغمان پوهنتون کې د ټولو کادري غړو له پاره د څېړنيزو پروسو د تشويق له لارې د څيړنو قوي فرهنګ رامنځته شي.

ماموريت:

 د پوهنتون د څېړنيزو کړنو حمايه کول څو پرمختللو څېړنو ته زمينه برابره شي، د محصلينو او پوهنځيو د غړو پواسطه د ترسره شوو اساسي، تطبېقي او انکشافي څېړنو تشويقول.

د کمېټې پېژندنه:

د لغمان پوهنتون د  علمي څېړنو کمېټه په 1399 هـ ش کال کې تأسيس شوې چې په نوموړې کمېټه کې د هرپوهنځي  يو تن نماېنده ګي کوي، په اوو تنو کې يو تن د مشر او شپږ تنه د غړو په حيث فعاليت کوي چې غړي يې کاري ساحې ته په کتو وروسته تجديديږي، نوموړې کمېټه د کلني مهالوېش له مخې په هره مياشت کې یوه عادي غونډه دائروي او د اړتيا په صورت کې نورې غونډې هم دائروي،  د څېړنو کمېټه د علمي څېړنو په برخه کې بېلابېل فعاليتونه ترسره کوي، د پوهنځيو څېړنيز پروګرامونه له نږدې څخه څاري چې تر دې مهاله نوموړي فعاليتونه په ښه ډول روان دي.

د څېړنې دکمېتې موخي:

۱ـ د څېړنې ستراتېژي جوړول

۲ـ د پوهنځيو څېړنيز کلتور ته وده ورکول

۳ـ د څېړنيزو پروګرامونو  څارنه

۴ـ د څېړنو د خپرېدو تنظيم