لغمان پوهنتون کې د (نوی کال،نوی فکر اونوې هیلې) تر عنوان لاندې غونډه ترسره شوه

lu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۲ - ۹:۱۶
نوی کال

یاده غونډه د لغمان پوهنتون د ادبیاتو او بشری علومو پوهنځي په نوښت تر سره شوه چې په کې د لغمان ولایت مرستیال والي خواجه محمد حسامي، د پوهنتون رئیس دوکتور پوهنمل عصمت الله دراني، د پوهنتون مرستیالانو، پوهنځیو ریسانو، د پوهنتون استاذانو، راغلو میلمنو او ګڼ شمیر زده کړیالانو ګډون کړی وو.

د پوهنتون رئیس دکتور عصمت الله دراني، د غونډې کډون والو ته د پیل وینا وکړه، او هغه په خپلو خبره کې یې د پوهنتون د فرهنګي کمیټې هڅې یې وستایلې او زیاته یې کړه په نوي کال کې د لغمان پوهنتون لپاره بنسټیز پروګرامونه، د ظرفیت لوړونې برنامې، تضمین کیفیت لمړي او دوهم پړوا ته امادګي او ساختماني پلانونه لرو چې په پلي کیدو سره به یې د پوهنتون بڼه بدله او کیفیت به یې لوړ شي.

د فرهنګي کمیټې مشر پوهنیار عمران الله خنجر وینا وکړه او د خپلو خبرو په جریان کې یې وویل:( د ټولنې لپاره باید مثبت او نوی فکر ولرو او د یوویشتمې  پیړۍ سره ځان برابر کړو، ځان ته یو هدف وټاکو او د تر لاسه کولو لپاره یې د نوي فکر په مرسته هڅې وکړو.

د لغمان ولایت مر ستیال خواجه محمد حسامي د غونډې کډون والو ته وویل:( په نوي کال کې باید نوی فکر نوې هیلې ولرو او د خپلو هیلو د ترلاسه کولو لپاره هڅې وکړو، هیله تمنا درلودل هغه څه دي چې انسان ژوند کولو ته هڅوي.) او همدارنګه د ژورنالیزم څانګې استاد پوهنیار نور احمد نبیل د غونډې ګډونوالو ته د غونډې په ارزښت خبرې وکړې او په غونډه کې د پوهنتون محصلینو له خوا د نوي کال او نوي فکر په اړه مقالې وړاندې شوې.

د یادونې وړ بولو چې د ژورنالیزم څانګې محصلینو او د لغمان ولایت وتلي ممثل بشرمل شان د خپلو همکارانو سره یوځای د ټولنې په ناخوالو تمثيلي پارچې وړاندې کړې.

لغمان پوهنتون

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۸ - ۱۱:۳۴
Background image

د اداري او مالي چارو معاونیت پیغام:

ډیر ژر ان شاءالله وتعالی

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۱ - ۹:۳۱
Background image

لغمان پوهنتون کې د پوهنځیو، شاوخوا پارکونو، سرکونو، پیاده رونو او ګلدانونو د صفاکارۍ په پار حشر ترسره شو!

لغمان پوهنتون کې د اداري او خدماتي کارمندانو او محصلینو له لوري د چاپېریال ساتنې په موخه د صفايي یو ورځنی حشر ترسره شو، یاد حشر د مالي او اداري  چارو مرستیال ښاغلی مو.لوي صاحب سیف. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۸ - ۱۳:۴۴
Background image

د ازموینې ملي ادارې مشر محترم دوکتور شیخ عبدالباقي حقاني د دیني مدارسو فارغانو د خامسه او مافوق الثانویه علمي سویې تثبیت ازموینې څخه لیدنه او څارنه وکړه.

د ازموینې ملي ادارې مشر محترم دوکتور شیخ عبدالباقي ح.ق.ا.ني د دیني مدارسو فارغانو د خامسه او مافوق الثانویه علمي سویې تثبیت ازموینې څخه لیدنه او څارنه وکړه.

د یادې لیدنې په ترڅ کې د. . .

خبرونو ته لاړشئ