په ازموینو کې اضطراب او د هغې د له منځه وړلو لارو چارو تر سرلیک لاندې سمینار وړاندې شو.

lu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۹:۱۹
education faculty

چهارشنبه د ثور ۲۳مه چې د ١٤٤٧ ه ق کال د ذي القعده الحرام ٢٦مې نېټې سره سمون درلود، د لغمان پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي فزیک څانګې امر له خوا د څلور ګونو څانګو ټولو ټولګیو محصلینو لپاره (په ازموینو  کې اضطراب او د هغې د له منځه وړلو لارې چارې) تر سرلیک لاندې سمینار وړاندې شو.

هغه غونډه چې په همدې مناسبت د ښوونې او روزنې پوهنځي په تالار کې ترسره شوه، په کې د پوهنځي قدرمن رئیس پوهنمل شفیع الله نیازي، د پوهنځي مرستيال او د ازموینو کمېټې مسئول پوهنیار پوهان نېکمل، د څلورګونو څانګو آمرین صاحبانو او یو شمېر استادانو ګډون درلود. غونډه د قرآن عظيم الشان په تلاوت سره پيل شوه،  د پوهنځي قدرمن رئیس پوهنمل شفیع الله نیازي د غوڼدې د پیل وینا وکړه دیاد سمینار پر اهمیت او ارزښت یې خبرې وکړې او هغه يې د بریالۍ ازموینې د ورکولو له پاره مهم وباله او زیاته یې کړه چې، ددې اصولو په پام کې نیولو سره به محصلین وکولای شي، ښه او بریالۍ ازموینه ورکړي.

د اجنډا مطابق پوهنمل هدایت الله نیازي خپل چمتو کړې سمینار وړاندې کړ چې په کې د اضطراب پېژندنه، ازموینو اضطراب له منځه وړلو لارې چارې، اغېزمنه مطالعه، ازموینه او ورته نور موضوعات په کې تشریح شول.

په پای کې د محصلينو پوښتنې ځواب شوې او غونډه په دعایې سره پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۹:۱۹
Background image

په ازموینو کې اضطراب او د هغې د له منځه وړلو لارو چارو تر سرلیک لاندې سمینار وړاندې شو.

چهارشنبه د ثور ۲۳مه چې د ١٤٤٧ ه ق کال د ذي القعده الحرام ٢٦مې نېټې سره سمون درلود، د لغمان پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي فزیک څانګې امر له خوا د څلور ګونو څانګو ټولو ټولګیو محصلینو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۲:۶
Background image

د لغمان پوهنتون ژورنالېزم څانګې محصلانو د عملي زده کړو او مسلکي تجربو د پیاوړتیا په موخه علمي سفر ترسره کړ.

دغه علمي سفر چې د لغمان پوهنتون ادبیاتو او بشري علومو پوهنځي د ژورنالېزم څانګې له لوري د پوهنیار استاد یحیی یعقوبي په مشرۍ ترسره شو، پکې د یادې څانګې د څلورم ټولګي محصلانو ګډون کړی و. د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۱ - ۹:۳۱
Background image

لغمان پوهنتون کې د پوهنځیو، شاوخوا پارکونو، سرکونو، پیاده رونو او ګلدانونو د صفاکارۍ په پار حشر ترسره شو!

لغمان پوهنتون کې د اداري او خدماتي کارمندانو او محصلینو له لوري د چاپېریال ساتنې په موخه د صفايي یو ورځنی حشر ترسره شو، یاد حشر د مالي او اداري  چارو مرستیال ښاغلی مو.لوي صاحب سیف. . .

خبرونو ته لاړشئ