په ازموینو کې اضطراب او د هغې د له منځه وړلو لارو چارو تر سرلیک لاندې سمینار وړاندې شو.
چهارشنبه د ثور ۲۳مه چې د ١٤٤٧ ه ق کال د ذي القعده الحرام ٢٦مې نېټې سره سمون درلود، د لغمان پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي فزیک څانګې امر له خوا د څلور ګونو څانګو ټولو ټولګیو محصلینو لپاره (په ازموینو کې اضطراب او د هغې د له منځه وړلو لارې چارې) تر سرلیک لاندې سمینار وړاندې شو.
هغه غونډه چې په همدې مناسبت د ښوونې او روزنې پوهنځي په تالار کې ترسره شوه، په کې د پوهنځي قدرمن رئیس پوهنمل شفیع الله نیازي، د پوهنځي مرستيال او د ازموینو کمېټې مسئول پوهنیار پوهان نېکمل، د څلورګونو څانګو آمرین صاحبانو او یو شمېر استادانو ګډون درلود. غونډه د قرآن عظيم الشان په تلاوت سره پيل شوه، د پوهنځي قدرمن رئیس پوهنمل شفیع الله نیازي د غوڼدې د پیل وینا وکړه دیاد سمینار پر اهمیت او ارزښت یې خبرې وکړې او هغه يې د بریالۍ ازموینې د ورکولو له پاره مهم وباله او زیاته یې کړه چې، ددې اصولو په پام کې نیولو سره به محصلین وکولای شي، ښه او بریالۍ ازموینه ورکړي.
د اجنډا مطابق پوهنمل هدایت الله نیازي خپل چمتو کړې سمینار وړاندې کړ چې په کې د اضطراب پېژندنه، ازموینو اضطراب له منځه وړلو لارې چارې، اغېزمنه مطالعه، ازموینه او ورته نور موضوعات په کې تشریح شول.
په پای کې د محصلينو پوښتنې ځواب شوې او غونډه په دعایې سره پای ته ورسېده.
