د ژورنالیزم څانګې په هکله:
د لوړو زده کړو وزارت
لغمان پوهنتون
ادبیات او بشر ي علوم پوهنځی
ژورنالېزم څانګه
ژونالېزم څانګه د لغمان پوهنتون په چوکاټ کې په کال (۱۳۹۰) کې د ادبیاتو او بشري علومو پوهنځي په چوکاټ کې په رسمي ډول تاسیس شوې ده. د پوهنتون له تأسیس سره سم د ژورنالېزم څانګې په فعالیت پیل وکړ او تر اوسه یې لس دورې فارغان ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي دي، چې د نړیوالو او ملي رسنیو تر څنګ د هیواد په بېلابېلو ادارو کې دندې ترسره کوي.
یاده څانګه اوسمهال څلور تنه رسمي استادان لري چې شهرتونه یې په لاندې ډول دي:
ایمیل ادرس |
د اړیکې شمیره |
علمي رتبه |
د پلار نوم |
نوم |
|
۰۷۸۶۶۶۵۷۵۷ |
پوهنیار |
غلام جیلاني |
یحیی یعقوبي |
|
۰۷۸۳۳۰۹۶۸۰ |
پوهنیار |
سید حسین |
عبدالصمد حدید |
|
۰۷۸۳۷۱۹۴۹۶ |
نوماند پوهنیار |
حمیدالله |
احمد ناصري |
|
۰۷۸۸۰۸۴۳۲۲ |
نوماند پوهنیار |
سید اغا |
انعام الله میاخیل |
تر اوسه ژورنالېزم څانګې لس دورې فارغان ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړې دي، چې تعداد او ارقام یې په لاندې جدول کې وړاندې شوي دي:
ګڼه |
کال |
د فارغانو شمیر |
۱ |
۱۳۹۴ |
۲۵ تنه |
۲ |
۱۳۹۵ |
۴۷ |
۳ |
۱۳۹۶ |
۵۶ |
۴ |
۱۳۹۷ |
۱۱۱ |
۵ |
۱۳۹۸ |
۹۱ |
۶ |
۱۳۹۹ |
۹۳ |
۷ |
۱۴۰۰ |
۸۰ |
۸ |
۱۴۰۱ |
۶۰ |
۹ |
۱۴۰۲ |
۵۳ |
۱۰ |
۱۴۰۳ |
۳۱ |
دم ګړۍ دغه څانګه څلور ( لومړی، دویم، دریم او څلورم ) ټولګي لري، چې ( ۱۹۶) محصلان په کې په زده کړو بوخت دي:
ګڼه |
ټولګی |
دمحصیلینو شمیر
|
مجموعه |
کتنې |
|
نارینه |
|
||||
۱ |
لومړی |
۷۲ |
|
|
|
۲ |
دویم |
۵۰ |
|
|
|
۳ |
دریم |
۴۶ |
|
|
|
۴ |
څلورم |
۲۴ |
|
|
|
۵ |
مجموعه |
۱۹۶ |
|
|
|
د درسي نصاب او کریکولم له مخې د ژورنالېزم څانګه څلور کاله لوستل کیږي، چې هر محصل د اتو سمسترونو له ازموینو کامیاب راوتلو په نتیجه کې او دمونوګراف له لیکلو او دفاع له پوهنتون څخه د لیسانس په کچه د فراغت سند او ترڅنګ یې د اتو سمسترونو د نمراتو ترانسکرپت تر لاسه کړي. د دغه سند او ترانسکرپت له مخې هر محصل کولای شي په هیواد کې دننه اویا بهر خپلو لوړو زده کړو ته ادامه ورکړي
د ژورنالېزم څانکې لرلید او ماموریت
- لرلید
ژورنالېزم څانګه غواړي، چې په راتلونکي کې د پوهنځي په توګه د هېواد او سیمې په کچه د معیاري زدهکړو، رسنیزو مطالعاتو او علمي څېړنو په برخه کې مخکښه علمي برنامه شي.
- ماموریت
د ژورنالېزم څانګه د اسلامي او ملي ارزښتونو په رڼا کې محصلانو ته په ملي او نړۍواله کچه د معیاري زدهکړو او مسلکي مهارتونو د ودې زمینه برابروي؛ ترڅو د ټولنې او کاري مارکېټ غوښتنو او اړتیاوو ته په کتو، د رسنيز چوپړ په موخه، مسلکي او ژمن کادرونه وړاندې کړي.