سپورټ کمیټه

د لغمان پوهنتون د سپورت کمېټه

په لغمان پوهنتون کې د سپورت کمېټه فعاله ده چې د پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال یې مشري کوي. په دې کمېټه کې د پوهنتون له هرې پوهنځۍ څخه یو استازی د غړي په توګه ګډون لري.

یاده کمېټه په پوهنتون کې د ورزشي فعالیتونو د تنظیم، پراختیا او همغږۍ مسئولیت لري. د دې کمېټې له لوري د کال په اوږدو کې بېلابېلې ورزشي سیالۍ او پروګرامونه ترسره کېږي، چې مهمې یې د کرکټ، فوټسال او ځغاستې (منډو) سیالۍ دي.

د دغو فعالیتونو موخه د محصلانو د فزیکي روغتیا پیاوړتیا، د سالمې سیالۍ رامنځته کول، د ټیمي روحیې وده او د محصلانو ترمنځ د یووالي او همکارۍ پیاوړتیا ده.