د ښوونې او روزنې پوهنځي د رئیس پیغام:
د پوهنځی رئيس پیغام
د لغمان پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځی په ۱۳۹۲ لمریز کال کې د ټولنې د اړتیاوو په پام کې نیولو سره تاسیس شو او تر دې دمه یې (۵۴۱) تنو ځوانو کارکوونکو ته د مسلکي زده کړو او هېواد پالنې زمینه برابره کړې ده. د يادې شوې پوهنځي ټوله اداره ځوانه او په نوې تکنالوژۍ سمباله او په تخصصي لوړو زده کړو سمباله ده، چې د محصلينو په روزنه کې رغنده او مثبت رول لوبوي. اوس مهال د ښوونې او روزنې پوهنځی یوازې څلور څانګې (ریاضي، فزیک، کیمیا، بیولوژي) لري چې د (۲۱) تنو استادانو له خوا تدریس کیږي. د لغمان پوهنتون د ستراتیژیک پلان له مخې به په نږدې راتلونکي کې په یاد پوهنځي کې د تاریخ او اسلامي فرهنګ یوه څانګه جوړه شي. د مسلکي ښوونکو د کمښت ستونزه حل شي.
د ښوونې او روزنې پوهنځي اداره ژمنه ده، چې د ياد پوهنځي د محصلينو لپاره د زده کړې غوره چاپېريال رامنځته کړي او د نظري زده کړو تر څنګ د عملي زده کړو زمينه برابره کړي. د ښوونې او روزنې پوهنځي د پرمختللو لابراتوار وسایلو د پېرلو په برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي او په نږدې راتلونکي کې به د یاد پوهنځي محصلین یو پرمختللی لابراتوار او کتابتون ولري.
د ښوونې او روزنې پوهنځي اداره هڅه کوي چې د خپل لیدلوري پر بنسټ د نوښت یو فعال مرکز وي او په تدریس، ژوندانه زده کړې، مسلکیتوب، څیړنې، فرصتونو رامینځته کولو او په ټولیز ډول زموږ دنده د کیفیت لرونکي تدریس، څیړنې لپاره سیسټمیک ستراتیژۍ رامینځته کول دي. او د ښوونې او روزنې په برخه کې، چې دا ډول مسلکي او تجربه لرونکي ښوونکو ته اجازه ورکوي. د تخنیکي پوهې سربیره ټول هغه مهارتونه چې په نوې نړۍ کې د بریالي او مسلکي ښوونکي لپاره اړین دي روزل شوي.
پوهنمل شفیع الله نیازی
د ښوونې او روزنې پوهنځي رییس