د کرنیز اقتصاد او توسعې څانګې په هکله:

کرنيز افتصاد او توسعې څانګې تاریخچه:

د کرنيز اقتصاد او توسعې څانګه د لوړو زده کړو محترم وزرات په لزوم ديد او حکم سره د لغمان پوهنتون د تاسيس سره سم په ۱۳۸۹ کال کي ايجاد شوه، نوموړی څانګې ته ۱۳۹۰ هـ ش کال کې عملا د کانکور ازموينې له طريقه محصلين جذب شول او په همدې کال يادې څانګې لپاره دوه تنه مسلکي استادان هم د آزاد رقابت له طريقه استخدام شول. اوس مهال په دي څانګي کي ۶ تنه استادان شتون لري، چي يو تن استاد يی تر دوکتورا تر کچی او پاتې پنځه تنه کادري غړی تر ماستری کچی تحصيل درجه لري چې ياد استادان په فعاله توګه  خپل علمي  او مسلکي پروګرامونه ترسره کوي. او محصلينو ته د تیوري زده کړو تر څنګ به عملي زده کړو کې فعاله ونډه لري. تر دي مهال يي لس  دوري فارغان ټولني ته خدمت په موخه وړاندې کړي. د نويو محصلینو د نوم ليکني  اوشاملیدو شمير په هر کال کي په اوسط ډول  ۸۰ تنو ته رسيږي.

(Vision)ليدلوری

د يوې علمي، مسلکي څېړنيزې او انکشافي بنسټ په توگه د کرنيز اقتصاد او توسعې په برخه کې په ملي سيمه ييز او نړیواله کچه د پروگرام د علمي او مسلکي ظرفيتونو لوړول

 )Mission( ماموریت

کرنیز اقتصاد او توسعې رشته کې د ليسانس په کچه د مسلکي متخصصينو وړاندې کول. د کرنيز څېړنیزو پروگرامونو د پلي کولو له لارې د پوهې او پالیسی جوړونې ملاتړ او د ملي اقتصاد د پرمختگ په پروسه کې فعاله ونډه اخیستل