انجنیري،اقتصاد او کرنې پوهنځیو د څانګو لپاره آمرین معرفي شو:
:د انجنیري، اقتصاد او کرنې د پوهنځیو څانګو له پاره امرین معرفي شو.
یکشبه د (١٤٠٣/٣/١٣) نېټه د لوړو زده کړو محترم وزارت حکم په اساس او د لغمان پوهنتون رهبرۍ له لوري نوماند پوهنیار انجنیر فضل ربي خالد د انجنیري پوهنځي د اوبو زېرمو او چاپېریالي انجنیري څانګې امر، ښاغلی پوهنیار احسان الله حضرتي د اقتصاد پوهنځي اداره او تجارت څانګې امر، ښاغلی پوهنیار اسدالله احمدزی د اقتصاد پوهنځي مالي او بانکي څانګې امر او نوماند پوهنیار واحدالله نیازي د کرنې پوهنځي حفاظې او نباتاتو ساتنې امر په توګه رسماً معرفي شو.