د اسلامي ثقافت څانګې په هکله
د اسلامي تعلیماتو څانګه:
د شرعیات پوهنځی اسلامی تعلیماتو څانگه د مسلکي او علمي کدرونو د روزنې په پار د افغانستان د دیني مدارسو او نیمه لوړو زده کړو د مؤسسو د ۱۳ ټولگیو فارغانو لپاره را منځته شوی په همدې اساس د اسلامي تعليماتو برنامه د لیسانس دورې لپاره هغه څوک دیو فارغ په توگه پيژني چې ١٦٦ کرېدیتونه یې په څلور کلنه تحصيلي دوره ( ۸ سمسترونو) په سهاري ورځنی او شپنی دورو کې بشپړ کړي وي او د پوهنې مهارتونو او سلوكياتو په برخه کې په لاندې شرائطو برابر وي:
۱-د اسلامي شريعت له اساسي مصادرو څخه د استفادې وړتیا درلودل.
۲- د عربی ژبې څخه ملي ژبو ته او بالعکس د ژباړې وړتیا درلودل.
۳- په تولنه کي مثبت بدلون راوستلو وړتیا درلودل.
۴- د شرعي متونو د تحلیل او له هغې څخه د دقیق فهم اخیستلو وړتيا لرل.
۵- د ملي ارزښتونو او د ټولنې وګړو د حقوقو څخه د دفاع لپاره د څارنوال په حيث د دندې ترسره کولو وړتیا درلودل.
۶- په دولتي او غير دولتي ادارو کې د مشاور په حيث د دندې اجرا کولو وړتیا درلودل.
۷- معاصرو مسائلو ته د اسلامي شریعت او قوانینو په رڼا کې د حل لاري پیدا کولو وړتيا لول.
۸- د خطابت او امامت سپېڅلې دندې پر مخ وړل او د دې لارې د
۹- اسلام اصول د ټولني په وگړو عملي کولو وړتیا درلودل
۱۰- د حجاج کرامو لپاره د معلمینو او مرشدینو په حيث د دندې اجرا کولو وړتيا در لودل.
۱۱- د حج او اوقافو اړوند ټولې چارې پر مخ وړل.
۱۲- د مسلمانانو شرعی پوښتنو ته د قرآن کریم او نبوي سنت د نصوصو په رڼا کې د ځواب ويلو وړتیا درلودل.