د انجنیري پوهنځي د رئیس پیغام

د انجنيرۍ پوهنځي د رئيس پېغام

د خوښۍ او ویاړ ځای دی، چې د انجنيري پوهنځي له لارې د هېواد د بیا رغونې، پراختيا، او پايدار پرمختګ لپاره کار کړو. انجنيري پوهنځی، چې دوه مهمې ( سېول انجنيري او د اوبو زيرمو او چاپيريال انجنيري) څانګې لري، چې د هېواد د بنسټيزو زيربناوو، اوبو سرچينو مديريت او چاپېريالي پایښت په برخو کې د لوړو تخصصونو لرونکي کادرونه روزي.

موږ پر دې باوري يوو، چې انجنيري یوازې د تخنیک او تکنالوژۍ نوم نه دی، بلکې د تفکر، نوښت، حل‌لارو او مسؤليت نښه ده. زموږ موخه دا ده، چې محصلينو ته داسې علمي او عملي مهارتونه ورکړو چې نه يوازې د نن ورځې ستونزې درک کړي، بلکې د سبا لپاره حل لارې هم وړاندې کړي.

په دې موخه، انجنيري پوهنځی له مسلکي استادانو، معياري درسي نصاب، مجهز کمپيوټر لب او عملي کارونو سره، د يوې روښانه راتلونکې د جوړولو هڅه کوي. موږ د خپلو محصلینو علمي پرمختګ، اخلاقي روزنه، او ټولنيز مسؤليت ته ژمن يو.

د ټولو درنو استادانو، ښاغلو اداري کارمندانو، ګرانو فارغو انجنيرانو  او ګلاليو محصلینو څخه هېله لرم، چې د دې علمي کور په لا پياوړي کول کې خپل رول ولوبوي او له پوهنځي سره همکار پاتې شي، تر څو د ګران هېواد د پرمختګ لپاره لا زيات وړ انجنيران وروزو.

په درنښت
پوهنمل انجنير محمد خالد ناصري
د انجنيري پوهنځي رئيس