د حیواني علومو څانګه

تاريخچه:

په ۱۴۰۴ کال کې د لوړو زده کړو محترم وزارت له خوا د حيواني علومو څانګه د لغمان پوهنتون، کرنې پوهنځي په چوکاټ کې د فارغ ورکوونکو زده کړيالانو د برنامې په توګه منځته راغله چې اوس مهال په ياده څانګه کې دوه تنه استادان شته او د تدریس چارې مخې ته وړي. د نور  تشکيل له پاره يې وړاندیز شوی دی.

۱- لیدلوری:

د حیواني علومو څانګه د مالداري په بیلابیلو برخو کې د ليسانس په کچه مسلکي کادرونه په ملي او اسلامي روحيه سمبال ټولنې ته د خدمت لپاره روزي.

۲- ماموریت:

د حیواني علومو څانګه د مالداری په برخه کې په ځان بسيا او پايدار اقتصاد د رامنځته کيدو په خاطر د حیواني خوړو او تغذیی ، حیواناتو د وراثت اصلاح او د حیواناتو د اداري برخو کې د مسلکې کادرونو په مرسته  علمي او څيړنيزو پروګرمونو په لاره اچوي او د ليسانس په کچه  په مسلک پوهه متخصصين روزي .